دوشنبه , 19 فبروري 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دکرزي او دهغه دملگرو سياست
hadad_pic(

دکرزي او دهغه دملگرو سياست

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
دليندۍ په درېيمه ١٣٨٦ ل کال کښې داسې خبرونه و ،چې په پغمان کښې ايټالويانو باندې بريد وشو،ځينې ووژل شول، شول او عام وگړي هم . داسې دگلستان ولسوالي دفراه په ولايت کښې دطالبانو لاس ته ورغله . په تخار کښې پخوانيو جهادي قوماندانانو سره غونډه کړې او ويلي يې دي که په جنوب کښې وژنې اوجگړې بندې نه شي شمال ته هم خوځيږي . که دا ډول خبرونه وڅېړل شي افغانستان او سيمې ته خطر پېښ دى . همدغه مهال په ليبيا کښې داسلامي هېوادونو دکولتور دوزيرانو اوپوهانو غونډه کړې وه. د OIC په دې غونډه کښې غوره پرېکړه داوه ،چې ٢٠١٣ ع کال کښې به غزني داسلامي هېوادونو مدني پلازمېنې په نوم وبلل شي. داخبره ډېره پراخه معنى لري او دنړۍ دمسلمانانو ذهن يوې خواته بيايي ،چې مبارکه ده. غزني که ايران کښې واى هغوى به له دې ډېره گټه پورته کړې واى ،يابلخ ،يا زرنج ،کندهار ،غور… دايران او مرکزي آسيا هېوادونو ملي او اسلامي وياړنې دلته د شمالي هند او جنوبي آسيا هم . دکرزي او دهغه دعزيزانو او ملگرو غوڅه پرېکړه ده ،چې داتاريخ دې ايسته وغورځول شي. لکه کمونستانو ،چې افغانستان نوين په اتحاد شوروي پورې تاړه . کرزى او عزيزان يې په ديموکراسۍ او ديموکراسي په امريکا پورې تړي . ددې خبرې عيب دادى ،چې لومړى نه شي کيداى ، دوه يم زښته ډېر تلفات لري ، درېيم په تاريخ کښې دنامردۍ او بې ننگۍ لوړ څلى دى . په داسې حال کښې ،چې سړى تلپاتې نه وي او دمرګ کومي ته روان وي .
زمونږ ډېر کلونه په کمونستۍ او ديموکراسۍ کښې وخوړل شول . دوى له دې وباله خلاصون نه لري.
مېنه ملک دآرامۍ نه دى فتور دى
خطا شوى په کښې وار دهر مغرور دى
داسې ډېر مغروران ليدل شوي ،چې اوس دنوم له اخستلو يې ،خلک شرميږي . ددنيا او لوى ورځې مختورن دي . داڅه بدخوب و ،چې دوى ليدلى و. خپل هېواد پخپله نه شي جوړولى کله په روس کله په امريکا يې جوړوي . بيا يې نورهم ويجاړ کړي.
يعقوب ځوانمرد پادشاه او دهغه خبره :
دمنتظم تاريخ له مخې يعقوب ليث صفار په کال ٢٦٥ هـ ٨٧٨ ) دقولنج په ناروغۍ اخته شو ،دى ناروغ و په جنډې شاپور کښې دمعتمدباالله دبغداد دخليفه استازى ده ته راغى ،چې خليفه سره دى جوړ شي. يعقوب توره او وچه ډوډۍ او پيازيې وغوښتل او دخليفه استازي ته يې وويل : خليفه ته ووايه که زه ژوندى وم زما او ستا تر منځ يواځې دغه توره پرېکړه کوي .
که مړ شوم دواړه به په کرار شو. وچه ډوډۍ او پياز مې ځکه وغوښتل ،چې زما همدا خواړه دي. په تا خبر يم ،چې ته څه خورې او څښې . په دې توگه افغانستان داسې ميړني ساتلى شي او دايې سياست و اوس غله او داړه مار څنگه کولاى شي هماغه افغانستان وساتي يعقوب وفات شو،دبغداد خليفه دده ورور عمر وليث صفار خراسان ،سيستان ،سند او کرمان پرېښودل .
اعتماد الدوله
٤٢٠ هـ يمين الدوله سلطان محمود دامير عادل سبکتگين ځوى مجددالدوله په (رى) کښې ونيوه. ځکه د رى دولايت خلکو سلطان محمود ته ليکلي و،چې مجددالدوله دمملکت په چارو کښې غفلت کوي، له ښځو سره وخت تېروي. سلطان پخپله ورغى مجددالدوله يې ونيوه لومړى پوښتنه يې داوه له مجدالدوله څخه ،چې په تاريخ پوهېږې هغه وويل : هو!
بيايې وپوښته دطبري تاريخ دې لوستى ؟ هغه وويل : هو! سلطان محمود وويل : ستا کارونه تاريخپوه ته نه پاتې کيږي . مجددالدوله يې بندي وساته ،د ( رى ) کارونه يې سم کړل .
کرزي او دهغه ناپوه ملگرو ته وويل شول ،چې تاسې دافغانستان په سياست نه پوهېږئ ؛ځکه په تاريخ نه پوهېږئ، دمجددالدوله په کيسه خبر نه ياست . داروپا او امريکا لښکرې مو خپل وطن ته رابللي او خپل خلک پرې وژنئ .
دافغانستان تاريخ وروسته له اسلام نه له صفاريانو او سيستان څخه ،چې ساکستان دى پيل شوى . ور پسې غزنويان يا زابليان دي. هماغه زابل او غزنى ،چې نن اروپايان او انگليستان ،چې دپخواني ښکيلاکگردي اوامريکا ،چې زبرځواک دى ټول مو غزني اوزابل او نورو سيمو ته راوستي . ائتلاف پښتانه ،مسلمانان ،افغانان ،مېرمنې اوماشومان وژني. دليندۍ دمياشتې په څلورمه 1386 هـ ل کال کښې ويل شوي او ياتنه طالبان په پکتيا کښې ووژل شول . جنرال عصمت الله عليزى ويلي ،چې اتيا تنه طالبان په ډنډې پټان کښې په بمبارۍ کښې وژل شوي. عليزى دائتلاف دجنرال داخبره کوي ،چې امريکايي الوتکو بمباري په ډنډې پټان کښې اتيا يا سل طالبان وژلي . طالبان نه دي عام خلک او عام وگړي پښتانه يې له کورنيو سره وژلي هغه يې هم په امريکايانو جنرال عليزي لکه په سلهاو نور ائتلافي جنرالان ځان پښتانه بولي، خو د ډالرو پښتانه دي، نه د وچې ډوډۍ او پيازو؛ پښتون هغه دى ،چې لکه يعقوب په توره غږيږي او ورور عمروليث له بغداد څخه خراسان ،سيستان ،سند،کرمان په سوغات کښې اخلي. پښتانه دخپلو مشرانوپه خوله دي . کوم ،چې دوى ته يې تاريخ جوړ کړى دى او دالسلطان الاعظم يمين الدوله ،نظام الدين ،ابوالقاسم محمود دامير عادل سبکتگين ځوى لومړۍ پوښتنه دتاريخ وه ،چې طبقات ناصري کښې راغلې ،چې سبکتگين خوب وليد ،چې دده دکور له نغري داسې ونه زرغونيږي ،چې څانگې يې هرې خواته ځغلي ، سباپه دې فکر کښې و ،چې غږ پرې وشو،ځوى دې مبارک. دده له خولې ووتل محمود دى . همدغه محمود زابلي و، بل محمود دميرويس نيکه ځوى و،چې دايران تاج يې په سرکېښود .
کودک چولب ازشير مادر بشست
در گهواره محمود گويد نخست
فردوسى
همداچې هلک دمور له تيه بېل شو
په زانگو کښې لومړى وايي محمود
دا دوه محموده ،چې مونږ لرو دهمدې خبرې که مبالغه هم ده، وړ دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *