یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / هېواد ته ستانه شوي کډوال: حکومت راسره هیڅ مرسته نه ده کړې

هېواد ته ستانه شوي کډوال: حکومت راسره هیڅ مرسته نه ده کړې

په کابل او ولايا توکې له بهره راستنوشوو او د کورنیوجګړو له امله بې کوره شوو کډوالو رسنیو ته ويلی چې په سخت واورین ژمي کې مو ماشومان د یخنۍ  له امله ژوند له لاسه ورکوي اوهم دخوراک لپاره هیڅ نه لرو ، دغه کډوال وايي  چې حکومت دبهرنیو رسنیو سره کډوالو سره د مرستو ویناوې کوي خو تراوسه پورې موږ سره حکومت هیڅ مرسته نه ده کړې.

په کابل  قمبر څلورلارې ته څېرمه پنډغالو کې راستانه شوي کډوال او د ناامنیو له امله کورني بې‌ځایه شوي د ژمي سړې هوا، واورې او باران ته په خېمو او کوډلو کې پراته دي چې دماشومانو ژوندي پاتې کیدل به ېې ناشونی شي.

دقمبر څلور لارې څیرمه کډوال  وايي د یوخواېې د واورین ژمي له امله ژوند سخت دی د بلی خوا ورته دحکومت چا واکي هیڅ توجه نه کوی چې دحکومت همدا بې غوري به ېې له ماشومانو ژوند واخلي

راپورنه وايي خپله په ننګرهار کې او ننګرهار ته له کونړ څخه  را بې‌ځایه شوی بې کوره په زرګونو وګړو ژوند دسختي یخنۍ له امله تریخ شویدی چې د ناامنیو له امله نه خپلو ځایونوته تلای شي او نه ورته دلته ولایتی چارواکو تراوسه پورې توجه کړیده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *