جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دعامووگړيو وژنه او دافغانستان دولت !
qudratullah hadad new image

دعامووگړيو وژنه او دافغانستان دولت !

ارواښادقدرت الله حداد ((فرهاد ))

بشري ټولنې اوس يوه خوله دي ،چې په افغانستان کښې عام خلک وژل کيږي . په دې اړه شمېرې هم خپرې شوي ،دافغانستان دولت له بهرنيو هېوادونو سره په ائتلاف کښې دى  او خپل ملت سره په جگړه کښې اخته دى . تراوسه داڅرگنده نه ده ،چې طالبان څوک دي ؟ افغانان بلل کيږي که بهرني ؟ دافغانستان دولت وايي ،چې طالبانو سره جوړيږي خو ،چې القاعده ورسره نه وي .کله ،چې دالقاعده خبره شي دايو نړيواله خبره ده ،چې داسلامي نړۍ پورې اړه لري . په دې توګه دالقاعده جرړې په مصر کښې دي يا هلته زرغون شوي ،چې دنورو عربي هېوادونو پورې اړه لري. افغانان دخپل ملت په غم کښې دي . ملي مسله داده ،چې دغه افغانان دامريکا او ناټوسره په ائتلاف کښې دي او له هغو سره په ګډه خپلو خلکو سره په جگړې کښې دي.  ددې لپاره کوم تعريف شته که نشته ؟ دوى څه بلل کيږي ؟ څوک دي ؟ ولې په تور جال کښې لويدلي ،چې خپل خلک وژني ؟ ملي او نړيوال توپير په څه کښې دى ؟ ملي مسايل ملي حل غواړي . نړيوال مسايل ،نړيوال .

له هغه ځايه ،چې دا دوه سره گډ شوي ،بيا دوى ،چې افغانان دي په کوم رديف کښې راځي ؟ په داسې حال کښې ،چې له نړيوال ائتلاف سره يوځاى شوي بيا ليدل کيږي ،چې دوى سره له دومره وژنو او ويجاړونو کوم بري ته نه دي رسيدلي .

بيا افغانان به تر کله وژل کيږي ؟ دهلمند قومي مشرانو له ناټوسره له دوى څخه دډال يا سپر په څېر گټه اخلي . په يوه کور کښې يو پلار او مور ورځي ياطالبان او القاعده . مونږ دا وايو ،چې دغو بې وزلو خلکو ته يو لار وښودل شي . گاونډي هېوادونه لکه ايران ،پاکستان يې له خپلو هېوادونو شړي او خپل وطن ،کور اوکلي کښې وژل کيږي . تاسې ،چې ملگري ملتونه ،اروپا ،امريکا او افغانان ځان بولئ دغو وږو بربنډو سپين سرو سپين ږيرو ته يوه لار وښيئ . يا يوه بل هېواد ته يې بوځئ يا دلته يوه لاره ورته ومومئ . وژل خو يې علاج نه دى په کوم دليل انسانان وژني ؟

يو ماشوم او کورنۍ ژغورلى نه شئ وژلى يې شئ ؛ داولې ؟

ديوه ديني عالم خبره ده ،چې چنگيز يې پوښتلى و : چنگيز ورته وويل خلک زما په برخه کښې څه قضاوت کوي ؟ ديني عالم وويل : ته خو خلک ژوندي پريږده ،چې قضاوت وکړي. دولسمه ميلادي پېړۍ وه ،چې چنگيز وژنې کولې . اوس يو ويشتمه ميلادي پېړۍ ده ،چې اروپا ،امريکا او ملگري ملتونه راغلي هماغه افغانستان دى هماغه حال دى .

مدنيت ،پرمختگ ،علم او پوهه چېرته ده ؟

افغان کابينه ،ولسي جرگه ،مشرانو جرګه کوم ځواب لري ؟ ستره محکمه جمهور رييس ،مرستيالان ،مشاورين څه وايي ؟ دومره وايي دوطن دسولې او آبادۍ دښمنان مو نه پرېږدي . تاسو په کوم دليل دوستان ياست هغوى په کوم دليل دښمنان دي ؟ کوم قضاوت او محکمه نشته. ملگري ملتونه ائتلاف کښې دي يواځې بشري ټولنې دي هغوى دا خبرې کوي ،هغوى کوم پوځ نه لري . يوه خبره ،چې دنړۍ عام وگړي پرې  پوهيدلي داده ،چې ناتار او ناورين روان دى او بله لاره نه لري پرته له دې ،چې له ډيموکراسۍ مخ واړوي .

اوبل فکر وکړي . د ډيموکراسۍ هغه حال دى ،چې دکمونستۍ و ،هغه هم لاړه ،دابه هم ځي .

او ملتونه به ملي او ديني لارې غوره کړي نور څه نه دي پاتې .

مثنوى معنوى :

برملولان اين مکرر کردنيست

نزد من عمر مکرر بر دنيست

شمع از برق مکرر بر شود

خاک ازتاب مکرر زر شود

گر هزاران طالبند ويک ملول

از رسالت بازمى ماند رسول

اين رسولان ضمير راز گو

مستمع خواهند اسرافيل خو

مولانا جلال الدين بلخي اوس په نړۍ کښې يوه مرجع ګرځېدلې ده .

دادنړۍ دخلکو ناهيلي ښيي. له خپلو حاکمو نظامونو څخه او نوې لار لټوي په هرې ژبې مثنوي ژباړل شوې که چېرې مولانا دنړۍ فکري لارښود شي ،هغه هم دافغانستان دى ،ايرانيان هغه ايرانى بولي . يواځې په دې ،چې دمولانا اشعار فارسي دي .

که څه هم پخپله مولانا وايي ،چې له بلخه روم ته راغلم ،نه بلخي يم نه رومي . زه د جنون له ښاره پاڅېدلى يم . بل څوک دا نه مني ،بيا کله سياسي شي . دهغه خپله هم نه مني هرو مرويې سياست ته راکاږي . دايو کيفيت دى ،چې دغزنويانو روښانه پېر وکتل شي . يا درحمان بابا پرخبرو څوک پوه شي که داسې وشي .

بيا به  پښتون څوک فاشيست نه بولي :

ددنيا په بازار کيږي

دهغه جهان سودا

په دنياکښې ډېر حکمت دى

پرې پوهيږي حکما

که تر سر يې صدقه کړي

رفع دفع کړي بلا

که غليم لره يې ورکړي

غليم دوست کا په هوا

که په اور باندې کيږدي

بوى دعودو کړي پيدا

که يې توى کړي په صحراکښې

ښايسته کاندې صحرا

دحاتم په څېر دې ستايي

خطاب درکړي دسخا

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *