یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / سلايډ / د بي بي سي څېره بربنډه شوه!

د بي بي سي څېره بربنډه شوه!

ابو یاسر افغان
د بي بي سي له نامه سره خو ټول اشنا یو او په دې هم خبر یو چې دغه شبکه په لسګونو ژبو خپرونې کوي، یوه شیطاني رسنۍ ده چې له لندن څخه خپریږي او یوازې هغه څه نشروي چې د دوی دجالي اهداف په کې پټ وي.
تیره ورځ بي بي سي فیسبوک پاڼې او ویب پاڼې یو داسې کاذب او بې اساسه را پور نشر کړ چې په له ورایه ترې د اسلام سره د دوی دښمني او کرکه لوستونکو ته څرګنده شوه. بي بي سي لیکلي و چې په بیت الله شریف کې د طواف پر مهال ځیني ښځې د جنسي اذیت یا ځورونې قرباني کیږي، بیا یې د ثبوت لپاره د نرګس په نوم د یوې جینۍ هغه کیسه راخیستي چې وایي د طواف پر مهال مې پلار د مور شاته ولاړ و یعني پلار مې ډارېده چې د مور په وړاندې به مې څوک بد حرکت وکړي؛ د بي بي سي دغه کاذب را پور د ملحدینو سره په پوره همغږۍ نشر شوی، خو الحمدلله د با احساسه مسلمانانو د پراخ غبرګون سره مخ شو، زما لپاره ډېره جالبه او قناعت بخښونکي خبره دا وه چې د بي بي سي د دغې شیطاني را پور په غبرګون کې ډېرو زیاتو هغو ملګرو چې د کعبې شریفې زیارت او حج یې کړی داسې لیکلي و چې: کله یو څوک بیت الله شریف یا د حرم احاطې ته داخل شي نو شهواني قوه یې بیخي داسې وي لکه فلج، یعني دغه مبارک مقام کې نارینه و ته د خپل نارینتوب او ښځمنو ته د خپل ښځمنتوب کوم احساس نه کیږي، په انسان یو بل ډول حالت راشي، زړه ته یې سکون حاصل شي، د الله جل جلاله ویره پرې غالبه شي، په عیني حال کې ورته روحي ډاډ هم په برخه شي، هغه یو داسې ځای دی چې تر اوسه الحمدلله په کې داسې کومه پېښه منځته نه ده راغلې لکه څنګه چې بي بي سي لیکلي، نه هلته څوک دومره جرأت کوي او نه څوک دغومره شیطاني حرکت ته هلته پرېښودل کیږي، څه چې بي بي سي ویلي دا یې فقط یوه دجالي هڅه ده او غواړي چې اسلام او اسلامي شعایر بدنام کړي، کټ مټ لکه د حج پر مهال چې سیکولران د حج د ادا کولو په مخالفت کې پروپاګند کوي او غواړي چې د دغې سترې اسلامي فریضې مینه د مسلمانانو په زړونو کې را کمه کړي، خو دغه د ابرهه لارویان مخکې هم په دې مقصد کې ناکام وو، اوس هم ناکام دي او بیا به هم ناکام وي.
د بیت الله شریف مبارک مقام چې د اسلامي امت د پیروانو د یو والي او اتحاد یومهم مرکز دی کوم ته چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بېلابېلو نژادونو سلګونه زره بلکې میلیونونه مسلمانان را ټولیږي، بې له شکه چې دا د اسلام د حقانیت یو روښانه دلیل او د نړۍ د کفارو لپاره یو نه زغمونکی مقام دی، په همدې سبب د نړۍ کفار غواړي چې دغه مقدس مقام هم بدنام کړي، خو د تېر په څېر به دا ځل هم ناکام او شرمنده وي.
په ټولنیزو رسنیو کې له فعالو اسلامپالو مبارزینو مو دا هیله ده چې د بي بي سي د شیطاني دجالي شبکې د پروپاګند پر ضد دې خپله مبارزه ګړندۍ کړي، خپل وخت دې په عبثیاتو، خپل منځي اختلافاتو، بې ګټې بحثونو او نشراتو نه ضایع کوي، بلکې د اسلامي، ایماني او وجداني وجیبي په حیث دې دا پر ځان لازمه کړي چې د اسلام د دښمنانو د کلتوري یرغل پرضد به د اسلام د حقانیت د اثبات، د شیطاني رسنیو د پټو اهدافو د څرګندولو او نړۍ ته د اسلام د رښتوني انځور په وړاندې کولو کې به یو له بله سره د خیر مقابله کوي.
له درنو مجاهدینو ورونو څخه مو هیله داده چې د دجالي رسنیو له ضرر څخه نه تاسو په امن یاست، نه اسلام او نه اسلامي شعایر، د دوی پرضد ستاسو جدي پاملرنه غواړو، د دغو دجالي رسنیو پر خلاف ستاسو نهایي دریځ او غبرګون تر بل هر څه زیات اغیزمن تمامیږي، نو هیله مو داده چې د بي بي سي په شمول هرې بلې شیطاني رسنۍ ته داسې یو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ چې بل ځل بیا زموږ په دیني مقدساتو د اعتراض یا ورته د توهین جرأت هم و نه کړي.
د نړیوال کـــفر د بشپړ شکست په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *