دوشنبه , 19 فبروري 2018
کورپاڼه / سلايډ / د امریکایي جنرال باټي …!!
gen-james

د امریکایي جنرال باټي …!!

موسی فرهاد

یو شمېر اشغال پلوو رسنیو، د امریکایی ځواکونو د قومندان جیمزهیکر د هغي ویډیویي وینا په اړه راپور خپور کړی چې نوموړي جنرال په دې وروستیو کې له افغانستانه په پنټاګان کې خبریالانو ته د روان وضعیت په اړه اورولي وه.
د یادو رسنیو په وینا: جنرال جیمزهیکر طالبانو ته اخطار ورکړی چې تیار شئ ، پر تاسو اوس د بمونو باران را روان دی. د افغان هوایي ځواکونو وړتیا او ظرفیت لوړ شوی، په اوس وخت کې افغان هوایي ځواکونه د بهرنیو هغو په پرتله، دوه چنده زیات هوایي بریدونه کوي. “ډیر ژر به پر طالبانو د بمونو باران وشي چې د لیزر په واسطه خپل هدف ولي.” ده وویل: افغان هوایي ځواکونه په اوسط ډول هره اونۍ 40 هوایي بریدونه کوي. بهرني ځواکونه بیا یواځي ٢٥ هوایي عملیات کوي.
جنرال جیمز زیاته کړي چې د افغانستان قواوو په ٢٠١٧ کال کې په مجموعي ډول ٢٠٠٠ ، او د امریکا په مشرۍ قواوو ټول ټال د ١٠٠٠نه زیات هوایي بریدونه ترسره کړي دي. ده وویل: افغان ملګرو ته به امریکا نوري الوتکي هم په واک کې ورکړي.
جنرال جیمز ادعا وکړه چې د جنگ په میدان کې طالبان د ماتې سره مخ دي او ځکه یې سرتیرو بریدونو ته مخه کړي ده. چې ملیکان وژني.
باید وویل شي چې د امریکا په مشرۍ روانه جګړه قریب دوو لسیزو ته رسیدونکي ده چې ورځ تر بلي یې اشغالګر د بریا چانس د کمیدو پر خوا محسوسوي.
د ټرمپ له وروستۍ جنګۍ ستراتیژۍ نه وروسته امریکایانو هڅه وکړه چې په پوره وحشي ځواک کارولو سره به دوی وکولای شي چې په جګړه کې څرګنده بریا ترلاسه کړي او بیا د همدې بريا په مټ نړیوال ملاتړ خپل کړي او ترټولو مهم دا چې د خپل امریکایی ولس د ملاتړ لپاره یې دا تر هرڅه اړینه ګڼله.
خو کله چې ټرمپ د تېرکال په نیمایی کې د نوي جنګي تګلاري اعلان وکړ؛ ورسره یې د هوایی بریدونو او شپنیو عملیاتو ته د پخوا په پرتله په زرګونو چنده زیاتوالی ورکړ. او په عین حال کې یې د میډیا په مټ د جګړې له ډګره د حقایقو د پټولو پراخ کمپاین پیل کړ. ترڅو نړیوال ملاتړي پیدا کړي او خپل امریکایی ولس ته قناعت ورکړي چې ګویا د پوځي چارواکو پوځي کړنلاره یې پر سم لوري درومي.
مګرڅرنګه چې پوره نیم کال تیر شو، ٢٠١٨ نوی کال پیل شو او پنټاګان له کانګرسه د جګړې لپاره د٤٥ میلیاردو ډالرو غوښتنه په داسي حال کې وکړه چې هیڅ ډول لاس ته راوړنه یې نلرله. نو د کانګریس د غړو او د امریکایی ولس پام یې ځان ته جلب کړ هغوی له حکومتي او پوځي چارواکو د افغانستان د جګړې د اصلي وضعیت په اړه پوښتني ګرویږني پیل کړي.
د دو وروځو په جریان کې یعني له کله نه چې د پنټاګان د استاځي او د کانګرس د سناتورانو ترمنځ د سوال او ځواب ترخه لړۍ پیل شوي او دغه ډیالوګ د امریکایی ولس لپاره ډېر مایوس کن ثابت شو؛ له همغه راهیسي د امریکا هیڅ یوه رسنۍ داسي ونه موندل شوه چې په هغي کې دې د افغانستان د رواني بې هدفه او ناکامي جګړې منفي یادونه نه وي شوي.

سناتورانو د پنټاګان له استاخی شدیدي انتقادي پوښتني وکړي:

دوی وویل: که د ټرمپ د حکومت پلان دا وي چې په دومره پیسو طالبان د سولي خبرو ته اړباسي نو په دا ١٧م کال کې څه وشول؟ هغوی زیاته کړه، ټرمپ خو پخپله د خپلي ستراتیژي لومړی ماتوونکی ښکاري، ځکه چې په تیره میاشت کې يی له طالبانو سره د خبرو امکان رد کړ.
سناتور رینډ پاول، شکایت وکړ چې: د افغانستان د جګړې لپاره دا میلیاردونه ډالره، بس فقط داسی دی چې ګویا موږ یې په خاشاک دان کې غورځوو. نوموړي زیاته کړه، افغان ځواکونه لا تراوسه د دې جوګه نشول چې د خپل ځان دفاع وکړي.
زه فکر کوم چې دلته یوه مسئله شته چې وایی زموږ ملي امنیت او ثبات دومره پیچیده دی چې په ډېرو پیسو مصرفولو او تر ډېري مودې په افغانستان کې د پاتي کیدلو سره یې موږ ترلاسه کولای شو. ولي زه فکر کوم چې هیڅکله نه.
همدا راز څه موده وړاندي د امریکا د کانګریس غړي والټر جونز، برحاله دفاع وزیر جیمز میټس ته وویل: « افغانستان د امپراتوریو هدیره ده. او آیا ته د سمندري ځواکونو د قول اردو د قوماندان جنرال چوک کولک له ارزونې سره موافق يې چې په یوه ایمیل کې یې لیکلي وو: «ډېرو هڅې کړي، خو هیڅوک د افغانستان پر لاندې کولو بریالی شوی نه دی. موږ به هم د هغو ملتونو په لیست کې راشو چې په دې کار کې پاتې راغلي دي.»
میټس په ځواب کې وویل: په دې کې به شک نه وي چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، خو امریکا د افغانستان د نیولو په نیت په دغه هیواد کې حضور نه لري.
په هرصورت د نوي کال له را پیلیدو سره داسي ښکاري چې د افغانستان په جګړه کې د امریکا حکومت او پوځي چارواکي اوس په داسي یو حالت کې دي چې هم یې نړیوال ملاتړ له لاسه ورکړی او هم یې د خپل امریکایی ولس پشتیبانه له لاسه په وتو ده. دا ١٧کاله طویل ترینه بې هدفه جګړه نور د امریکایی ولس لپاره د منلو نه ده چې له خپلي مالیې څخه په میلیاردونه ډالر ورباندي ضایع کړي او بالآخره یې برخلیک هم له شرموونکي ماتي او یا ناڅرګندو پایلو سره مخ وي.
له همدې ځایه ده چې د رواني مایوسۍ مستقیمه اغیزه پر هغو امریکایی پوځیانو پریوځي چې په افغانستان کې د خپل لاسپوڅي رژیم په ملاتړ جنګیږي او د هغوی مایوسي بیا ښکاره خبره ده چې د دوی تربیت شده افغان عسکر هم متاثره کوي او د جنګ په ډګر کې یې بایللی مورال نور پسي غورځي.
نو د همدې مایوسۍ د مخنیوي او خپلو پوځیانو او ګوډاګیانو ته د مورال ورکولو په موخه امریکایی جنرالان وخت په وخت تشي میډیايی لاپي ولي او یو غر له بل سره په تشو خبرو جنګوي. چې له ځمکنیو حقایقو سره یې د ځمکي او آسمان هومره توپیر وي.
د امریکایی قومندان جنرال جیمزهیکر وروستۍ ویډیوی رسنیز کنفرانس هم د همدې هڅو یوه کړۍ ده زه فکر کوم چې د جګړې د پرمختګ په لاره کې هغوی ته هیڅ لاس ته راوړنه نشي لرلای.

پای ……!
موسی فرهاد
٢٠١٨ – فبروری ٨

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *