پنجشنبه , 24 مې 2018
کورپاڼه / سلايډ / د طالبانو د ملاتړ په اړه پر پاکستان د امریکا تورونه څومره موجه دي؟!
abdul_rahim_saqib

د طالبانو د ملاتړ په اړه پر پاکستان د امریکا تورونه څومره موجه دي؟!

عبدالرحیم (ثاقب)
له کله چې په تېر اګست کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د ټرمپ جنګي ستراتیژي اعلان شوې ورسره یوځای دې خبرې هم زور اخیستی چې پاکستان د طالبانو حمایت کوي او په خپله خاوره کې یې هغوی ته د روزنې کیمپونه ورکړي.
غواړو په لاندې لیکنه کې یو شمېر هغو مواردو ته مختصرا اشاره وکړو چې په تیرو ۱۷ کلونو کې د په اصطلاح له تروریزم سره د مبارزې په جګړه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ تر سره شوي.
پوځي او استخباراتي مرستې:
د ۲۰۱۸ کال د جنوري په لومړۍ ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو خبرو په ځواب کې چې پاکستان یې یو تېر ایستونکی او په اصطلاح د تروریزم حامي هیواد یاد کړ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په خپل یوه ټویټ کې داسې ولیکل : ((تاسو (امریکا) زموږ له پوځي اډو پر افغانستان ۵۷۸۰۰ بريدونه کړي، ستاسې پوځيانو ته يوه نيمه لسیزه د پاکستان له لارې وسلې او لوجيسټيکي مواد رسېدلي، زموږ لسګونه زره ولسي خلک ستاسې د جګړې له امله وژل شوي دي، موږ ستاسې دښمن خپل دښمن بللی، موږ ګوانتانامو زندان ډک کړی، موږ ستاسې په خدمت کې خپل هېواد د برېښنا او ګاز له پرچاوي سره مخ کړی، موږ د خپل هېواد اقتصاد ستاسې په خاطر ويجاړ کړ، موږ تاسې ته لسګونه زره وېزې در کړې، چې له امله يې د بلک واټر او ريمنډ ډيوس شبکې په هېواد کې خپرې شوې))
همدا راز د ۲۰۰۱ د سټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته د پاکستان د وخت پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د یوه ټلیفونې تماس په ځواب کې نوموړي له امریکا سره بې قید او شرط د هر ډول مرستې ژمنه وکړه، چې له امله يې امریکايي چارواکو ۱۷ کاله د پاکستان ځمکه او هوا پر افغانستان د بمباري او هلته امریکايي ځواکونو ته د پوځي او لوجیستیکي وسائلو د رسولو لپاره وکاروله .
د طالب ځپلو په برخه کې :
په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت د راپرځولو لپاره چې امریکایانو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د میاشتې په ۷ پر افغانستان پوځي برید وکړ د هغوی الوتکې او کروز میزایل له عربو سمندرګې نه د پاکستان له فضا څخه په تیریدو د افغانستان په داخل کې د طالبانو پوځي مراکز او د جګړې لومړۍ کرښې په نښه کړې.
د امریکایانو د همدې پوځي برید په ترڅ کې د طالبانو واکمنې ړنګه او په کابل کې تر امریکايي حمایت لاندې د حامد کرزي په مشرۍ لنډ مهاله اداره جوړه شوه.
د طالبانو په را پرځولو کې له امریکایانو سره د پاکستان مرسته یوازې هغوی ته د خپلې ځمکې او فضا په واک کې ورکولو کې نه شوه پاتې؛ بلکې د افغانستان په داخل او په پاکستان کې د طالب مشرانو تعقیب او اسارت ته هم خبره ورسیده چې دا کار د لاندې مشهورو طالب مشرانو د شهادت او اسارت لامل شو :
د ۲۰۰۶ د ډسمبر د میاشتې په ۱۸ په جنوب غرب حوزه کې د طالبانو یو مهم پوځي مسؤل مولوي اختر محمد عثماني د افغانستان د هلمند په ولایت کې د امریکایانو د ډرون په وسیله په نښه شو، د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې د نوموړي د ځای ځایګي پیدا کولو لومړنی څرک پاکستاني استخباراتو لګولی او د هغو معلوماتو د تعقیب پر اساس نوموړی د هلمند ولایت د دېشو ولسوالۍ په بهرامچه سیمه کې (د رباط او بهرامچې بازار تر منځ په يوه مانده کې د امریکايانو لخوا په نښه او له خپلو پنځو نفرو ملګرو سره یوځای شهید کړای شو.
همداراز په کال ۲۰۰۶ کې د طالبانو د فرهنګي چارو مسؤل او مشهور جهادي شخصیت استاد محمد یاسر د پاکستاني چارواکو لخوا اسیر او وروسته د کابل حکومت ته وسپارل شو.
په ۲۰۰۷ کې د پاکستان امنیتي چارواکو په بلوچستان کویټه کې د طالبانو د مشر لومړی مرستیال ملاعبیدالله اخوند ګرفتار او د شهادت تر مهاله یې په خپل اسارت کې بندي وساته.
ملاعبید الله اخوند د طالبانو په قیادت کې هغه فعال شخص و چې د طالبانو د تأسیسي مشر مرحوم ملامحمد عمر (مجاهد) په نیابت کې ورته ټولې پوځي ، اداري او سیاسي چاري سپارل شوي او د امریکایانو خلاف مقاومت ټول د ده تر قوماندې لاندې تر سره کیده.
د ۲۰۱۰ کال د فروري میاشتې په ۱۶ د طالبانو د مشرتابه دوهم مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د پاکستاني او امریکايي ګډو ځواکونو په چاپه کې د کراچۍ په ښار کې ونیول شو او تر اوسه په اسارت کې ساتل کیږي.
له ملا عبیدالله او ملا برادر اخوند ماسیوا نورهم پاکستاني چارواکو یو زیات شمیر هغه طالب پوځي چارواکي نیولي کوم چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د جګړې په مهال ژوبل شوي او د درملنې په غرض پاکستان ته را وړل شوي چې د هغوی اسارت هغه مهال تر ډیره بریده د مقاومت په جبهو کې خلا رامنځته کړې وه.
د القاعده په ځپلو کې
پاکستاني چارواکو یوازې د طالبانو په ځپلو کې نه ؛ بلکې د القاعده په ځپلو کې هم له امریکایانو څخه هیڅ ډول پوځي او استخباراتي مرسته نه ده سپمولې.
چې د بیلګې په توګه دلته د القاعده تنظیم د څوتنو مهمو چارواکو نومونه یادول اړین ګڼو چې پاکستاني چارواکو هغوی په خپل هیواد کې نیولې او بیايي امریکايانو ته سپارلي دي.
۱: د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر د میاشتې په ۱۲پاکستاني چارواکو په کراچي ښار کې رمزي ابن الشیبة اسیر او امریکایانو ته وسپاره .
۲: د ۲۰۰۲ کال د مارچ د میاشتې په ۴ نیټه پاکستاني چارواکو په کراچي ښارکې خالد الشیخ اسیر او امریکايي چارواکو ته حواله کړ.
۳: د ۲۰۰۲ کال د مارچ د میاشتې په ۲۸ نیټه پاکستاني چارواکو ابوزبیده د پاکستان په فیصل آباد کې له ۱۲ تنو نورو ملګرو سره تر یوې لنډې نښتې وروسته اسیر او امریکايي چارواکو ته حواله کړ.
۴: د ۲۰۰۵ کال د می د میاشتې په ۵ نیټه پاکستاني چارواکو د پېښور په مردان سیمه کې ابوالفرج اللیبی اسیر او امریکايي چارواکو ته حواله کړ.
له ابو الفرج پرته دا نور درې واړه په القاعده تنظیم کې هغه لوړ پوړي کسان و چې امریکايان یې د سپتمبر د پیښې اصلي طراحان بولي او د هغوی د هر یوه په سر یې له ۱۰ تر ۲۵ میلیون ډالره جائزه هم اعلان کړې وه.
له دې پرته له کال ۲۰۰۴ راهیسي له سي آی اي سره د پاکستاني استخباراتي شبکې آی اس آی د مشترکو مرستو په نتیجه کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د القاعده تنظیم لاندې مهم چارواکي ووژل شول:
۱ : مصطفی ابوالیزید سعيد (المصري) په افغانستان او پاکستان کې د القاعده عمومي پوځي مسؤل.
۲: خالد حبیب (المصري) په افغانستان کې د القاعده عمومي پوځي مسؤل.
۳: ابو حفص الییبي د القاعده تنظیم یو مهم پوځي مسؤل.
۴: شیخ عطية الله اللیبی د مصطفی ابوالیزید مرستیال او وروسته د القاعده عمومي پوځي مسؤل.
۵: شیخ ابویحی اللیبی د القاعده تنظیم مهم دعوتي او پوځي مسؤل.
۶: ابو خباب المصري (کیمائی القاعده ) د القاعده تنظیم د متفجراتو ماهر.
۷: عزام الأمریکي (Adam Yahiye Gadahn) د القاعده تنظيم مهم نشراتي مسؤل او رسمي وياند.
لوجیستیکې مرستې:
پاکستاني چارواکو په تیرو ۱۷ کلونو کې امریکایانو ته خپلې ځمکنۍ لارې په واک کې ورکړې چې له سمندر څخه د هغوی ۸۵ سلنه لوجیستیکي توکي او ډیری پوځي وسائل په وړیا ډول د تورخم او سپین بولدک له لاري افغانستان ته ورسوي.
له پاکستان سره امریکايي مرستي:
د پاکستان او امریکا ترمنځ سیاسي او دیپلوماتیک روابط ډیره اوږده مخینه لري.
په ۱۹۴۷ م کې د مستقل هیواد په توګه د پاکستان تر تأسیس وروسته د امریکا متحده ایالات یو له هغو لومړنیو هیوادونو څخه و چې د پاکستان استقلال یې په رسمیت وپیژاند او له هغه سره یې دیپلوماتیک او استخباراتي روابط پیل کړل.
د پاکستان او امریکا ترمنځ روابط پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغله وروسته ډیر مستحکم وو چې له امله یې امریکایانو د پاکستان په مرسته د مجاهدینو د تجهیز او تمویل له لارې خپل حریف ( شوروي اتحاد ) را و پرځاوه او امریکا د نړۍ بي سیاله یو قطبي ځواک شو.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر پیښې وروسته د پاکستان او امریکا ترمنځ دا علائق نور هم ګرم او صمیمي شول چې په ترڅ کې یې په تیرو ۱۷ کلونو کې د امریکا په بې شمېره پوځي مرستو سربیره ۳۳ ملیارده ډالره مالي مرسته هم اسلام اباد تر لاسه کړې.
په اصطلاح له تروریزم سره د مبارزې په جبهه کې پاکستان تر ناټو وروسته د امریکا داسي لومړنی مهم ستراتیژیک حلیف و چې د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲۶ امریکايي الوتکو د ډیورنډ کرښې پوري غاړي ته پاکستاني پوځیان په نښه او ۲۴ تنه یې تري ووژل.
خو پاکستاني چارواکو یې په غبرګون کې یوازې د پاکستان له لارې د امریکايي لوجیستيکي توکو د بندلو ګواښ وکړ او په عملي لحاظ یې په هغه اړه هم کوم د پام وړ اقدام و نه کړ.
پر پاکستان د طالبانو د حمایت تور واقعیت که د ناکامي پټولو وسیله ؟
له امریکایانو سره خو د طالبانو مقاومت د اشغال له لومړۍ ورځې راهیسې پیل او تر اوسه دوام لري، ولي د مقاومت له پیله ۱۷ کاله وروسته امریکایان پاکستان د طالبانو په حمایت تورنوي ؟
ایا له طالبانو څخه د پاکستان حمایت د کومو ژوندیو شواهدو له مخې دی او که هسي تشه ادعاء ده ؟
که په پاکستان کې د ځینو طالب مشرانو کورنۍ اوسیدل د دې ثبوت وي چې پاکستان د هغوي حمایت کوي نو بیا د پاکستاني ځواکونو په لاس د طالبانو د ترټولو مهمو چارواکو اسارت او د اسارت په حال کې د هغوی شهادت څه توجیه لري ؟
مهاجرت د یوې مشروعې نړیوالې پدیدې په توګه
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال څه باندې ۵ ملیونه افغانان ګاونډې هیواد پاکستان ته مهاجر شول چې تقریبا د څلورو لسیزو په تیریدو کې اوس هم خواوشا ۳ ميلیونه افغانان هلته میشت دي ، په پاکستان کې د دغو افغان مهاجرینو میشتوالی قطعا په دې معنی نه دی چې هغوی په کابل کې د موجود حکومت خلاف د پاکستان د حکومت لخوا حمایه کیږي، بلکې عملاً لیدل کیږي چې دا مهاجرین په پاکستان کې له څومره مشکلاتو سره مخ دي چې په افغانستان کې یې د جګړې او ناامنیوله وجې دوی ګاللو ته مجبور دي.
او دا یوازې افغانان نه دي چې په خپل هیواد کې د جګړې او نا امنیو له وجې په پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو کې د مهاجرت میشتیدنې ته اړ دي ، بلکې ، سوریایان، عراقیان، یمنیان ، فلسطينیان ، کوردان او د ډیرو نورو هیوادونو اوسیدونکي هم د خپلو هیوادونو د ناسمو شرائطو او یا هم د خپلو حکومتونو د ناسم چال چلند له وجهې د ځان ژغورنې په خاطر په نورو هیوداونو کې مهاجر دي او مهاجرت په مجموع کې یوه نړیواله مشروعې پدیده ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل تشکیلاتي جوړښت کې د هغې لپاره د ( UNHCR ) په نوم یوه ځانګړې برخه لري.
همدا اوس امریکايي ادوارد سنودن په روسیه کې، د ترکيي هیواد تبعه عبدالله ګولن په امریکا کې ، د سعودي حکومت مخالفین په انګلستان او د انګلستان هغه په امریکا او نورو اروپايي هیوادونو کې مهاجر او هلته میشت دي.
په مهاجرت کې د دغو کسانو اوسیدل دا نه افاده کوي چې هغوی دي د پناه ورکوونکو هیوادونو له سیاسي او استخباراتي حمایته برخمن وي، که داسې وي نو بیا په پاکستان کې د طالبانو تر ټولو لوړ پوړي چارواکي ولي اسیران او ځیني يي د شهادت تر حده رسیږي؟
ایا امریکایان د خپلې ادعاء د اثبات لپاره شواهد لري؟
په حقوقي لحاظ د هرې ادعاء د اثبات لپاره شواهد اړین دي ، د افغانستان حکومت له تیرو ۱۷ کلونو او امریکایان له تیرو ۶ میاشتو راهیسي پر پاکستان د طالبانو د حمایت تور لګوي خو د دغه تور یا ادعاء د اثبات لپاره هیڅ دلیل هم په لاس کې نه لري، یواځینی شی چې دوی یې د خپلې ادعاء د اثبات لپاره وړاندې کوي هغه په پاکستان کې د ځینو طالب مشرانو د کورنیو شتون دی ، چې دا په قانوني لحاظ دوی د ادعاء ثبوت نشي کیدای؛ ځکه که هسي اوسیدنه د حمایت د اثبات په معنی وي نو جنګي وسله وال طالبان خو ټول په افغانستان کې اوسي ایا هغوی د افغانستان د حکومت له ملاتړه برخمن دي؟
که چیري امریکایان د خپلې شپږ میاشتنۍ ادعاء د اثبات لپاره له طالبانو څخه د پاکستان د حمایت په اړه څه معقول شواهد لري لطفاً دې هغه د ملګرو ملتونو سازمان ته چې خپله د سپینې ماڼۍ د دار الانشاء حیثیت لري وړاندې کړي او پر پاکستان دي د همدې شواهدو له مخې اقامه دې دعوا وکړي تر څو يي دعوی قانوني حیثیت غوره کړي.
په مقاومت کې د طالبانو خود کفايي د هغوی د استقلالیت لامل
د امریکایانو په مقابل کې د طالبانو د مقاومت نوعیت او شرائطو ته په کتو سره دا جوتیږي چې طالبان په یاد مقاومت کې خود کفا او داسې څه ته اړتیا نه لري چې د هغه له امله د مقاومت په پرمخ وړلو کې د پاکستان او یا کوم بل اجنبي جهت غوښتنو ته تسلیم شي.
مثلا په هیواد کې د تسلط لرلو په لحاظ د سیګار امریکايي مؤسسې په اعتراف طالبان د ملي یووالي حکومت په نسبت په زیاته ساحه کنټرول لري چې په دې ساحه کې هغوی عملا د روزنې لپاره پوځي غونډونه لري او وخت نا وخت د افغانستان له هرې سیمې څخه د دغو نظامي غونډونو او په هغو کې د روزل شویو جنګیالو تصویرونه هم له خپلو نشراتي وسائلو څخه نشر وي او هم یې له خبریالانو سره شریکوي.
په یادو نظامي غونډونو کې طالبان د هر ولایت مربوط محلي ځوانانو ته نظامي روزنه ورکوي او هغوی ته د جګړي د لومړنیو زده کړو ترڅنګ په مذهبي او عقیدوي لحاظ د یرغلګرو خلاف د جهاد روحیه او انګیزه هم ورکوي.
له نظامي نقطه نظره په چریکي جګړه کې تر ټولو موفق جنګیالي هغه محلي کسان وي چې د خپلې سیمې او محیط له جغرافیې ، د هغې له لارو او کوڅو او د محلي خلګو له خوی ، عادت او محیطي شرائطو سره بلد وي.
همداراز په پوځي برخه کې له امریکایانو سره د طالبانو تر ټولو مؤثره وسله ځمکني ماینونه دي چې هغه هم خپله طالبان په داسې تقلیدي تخنیک تیاروي چې د امریکایانو ترټولو پرمختللي ماین کشفوونکي وسائل یې له شنډولو ناتوانه دي او د امریکایانو تقریبا ۸۵ سلنه تلفات هغوي ته د همدې ځمکنیو ماینونو په وسیله ور اوړي.
طالبان دغه ماینونه په خپل لاس اوس په هرولایت کې د خپلو ماین جوړوونکو ماهرینو په مټ له داسې عادي وسائلو جوړوي چې د هغوي ترلاسه کول هم ډیر ارزانه او هم ډیر آسانه دي.
همداراز د طالبانو د مقاومت بله مهمه وسله کلاشینوف ، پیکا او آر پي جي سپک راکټ لانچرونه دي چې دا هیڅ یو هم پاکستاني ساخت نه ؛ بلکې یا د پخواني جهاد د وخت وسلې دې چې تر اوسه په جګړه کې لاس په لاس کیږي او یا هم طالبانو نوې امریکایي سپکې وسلې له امریکایانو او ملي اردو څخه د هیواد په مختلفوسیمو کې نیولې او هغه بیرته د دوی خلاف کاروي.
او کله یې هم چې په عاجله توګه ور ته ضرورت پیداشي نو په ډیره آساني سره یې د ملي اردو له ځواکونو څخه له شوبلو نیولې تر امریکايي وسلو او پوځي مهماتو پوري تر خپل اصلي قیمت په ډیره ارزانه بیه د پیسو په مقابل کې پیري او بیرته يي د امریکیانو او ملي اردو په خلاف استعمالوي.
له یوه ځایه بل ځای ته د تګ راتګ او تنقلاتو په برخه کې د طالبانو تر ټولو موثره نقلیه وسیله موټرسایکل ، موټر او په ځینو سیمو کې آسونه دي چې هغه هم په هرځای او هر ډول شرائطو کې قابل دریافت او قابل استعمال دي.
په صحې برخه کې اوس عملا طالبان ترخپلې ولکې لاندې ساحه کې سیار او ثابت کلنیکونه لري چې پر مهمو جراحي عملیاتو سربیره د اکثره داخله ناروغیو درملنه هم په ډیره ښه توګه ورکې کیږي.
په مالي او اکمالاتي برخه کې طالبان د عُشر ، ګمرکاتو او له بهرنیو مؤسساتو څخه د هغوی د امنیت د تأمین په عوض ټیکس اخلي چې په دې سره تر ډیره حده خپلې اړونده اړتیاوې پوره کوي.
طالبان نه فضول خرچي کوي ، نه د عیش اوعشرت خلګ دي او نه هم د حکومتي چارواکو په څیر په مالي فساد ککړ خلګ دي ځکه یې د عشر ، ګمرکاتو او له بهرنیو مؤسساتو او شرکتونو څخه د ټیکسونو په عائداتو باندې خپل د مقاومت ټولې نیمګړتیاوې پوره کیږي .
هغوی د خپلو اداري ،پوځي مالي ، صحي او … تشکیلاتو لپاره یو تر ټولو شفاف او له هرډول اختلاس او اداري فساد څخه پاک نظام لري چې ټول منسوبین یې فقط د یوې مذهبې روحیې له مخي د مقاومت په مختلفو برخو کې کار کوي او په هغه کې هر ډول فساد ، اختلاس او فضول خرچي له شرعي لحاظه یو مذهبي او اخلاقي جرم بولي.
چې په دې لحاظ ویلی شو طالبان د امریکایانو خلاف مقاومت کې له هره لحاظه خود کفا او داسې مهمه اړتیا نه لري چې د هغې په پوره کولو کې دي د پاکستان یا کوم بل خارجي جهت احتیاج ته ځان محتاج کړي.
خلاصه :
په افغانستان کې د طالبانو د مقاومت په نوعیت ، جنګي تکتیکونو او ټولو شرائطو او حالاتو باندې امریکایان هم ښه پوهیږي او هغه عوامل هم ورته معلوم دي چې دوئ ولي د طالبانو په له منځه وړلو کې ناکام دي؟
پاکستان نه د امریکایانو خلاف د طالبانو مرسته کوي ، نه د امریکایانو پر دې خبره باور دی چې پاکستان دې د طالبانو حمایت وکړي او نه هم امریکا غواړي د دې موضوع په سر له پاکستان سره خپل شته روابط خراب کړي خو امریکایانو یواځي په افغانستان کې د خپلې ښکاره ماتې د پټولو او عامه ذهنیت د اغفال لپاره له طالبانو سره د پاکستاني حمایت هنګامه ګرمه کړې ، که دا هنګامه ګرمه نه کړي نور به امریکایان د نړۍ د ستر نظامي ځواک په حیث په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې خپل ښکاره شکست څرنګه توجیه کوي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *