جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / سوله راتلاى شي خو ….
دسولې کوتره

سوله راتلاى شي خو ….

سرليکنه

له درې کالو راهيسې په افغانستان کې له يوې خوا جگړې او پر بهرنيو پوځونو بريدونه ز يات شوي  ترڅنگ يې دسولې په اړه هم هلې ځلې پراخه شوي دي .

دڅلورو هېوادونو افغانستان ، پاکستان ، امريکا  او چين لخوا چې د ٢٠١٥ کال راهيسې په اسلام اباد او کابل کې دسولې په اړه غونډې کمرنگه پاتې شوى په افغانستان کې جگړو نور هم زور واخيست

. په افغانستان کې د تېرو ١٧ کالو په موده کې جگړودافغانانو ژوند په بمباريو او دبهرنيو يرغلگرو لخوا په شپنيو عملياتو تريخ کړى

دکورونو جوماتونو ، ودونو او جنازو په بمباريو يې له کورونو جنازې پورته کيږي خو افغانانو که دجگړې په ډگر کې هر يرغلگر ته ماتې ورکړى  له پرنگه تر امريکايي  دخپلو سرونو په قربانيو يرغلگر تېښتې ته اړ کړل دسولې په ميدان کې هم تر هر چا ړومبى قدم پورته کوي .

په افغانستان کې روانې جگړې او دسيمه ييزاړخ  څخه  نړيوال اړخ ته قدم ايښي دي لکه څرنگه چې جگړه نړيواله ده، سوله هم نړيواله شويده

که نړيوال چې په سر کې يې امريکا ده په افغانستان کې جگړه پاى ته ورسوي په افغان بې دفاع او مظلوم ولس بمبارۍ بندې کړى سوله راتلاى شي

که امريکا په افغانستان کې پر څوکۍ کښينولو ته واک ورکړي  سوله راتلاى شي، که امريکا دافغانستان ولس په خپلو کې  يوې بين الافغاني غونډى ته پريږدى ، سوله راتلاى شي ،که دافغانستان په کورنيو چارو کې بهرنۍ لاسوهنې بندى شي، سوله راتلى شي،  سوله راتلاى شي خو همدا لاملونه دي چې په هېواد کې يې  دسولې مخه نيولې ده او ورځ په ورځ دجگړو په زور موندلو سره دافغانانو جنازې له کورونو پورته کيږي .

که امريکا وغواړي دسولې اختيار افغانانو ته پريږدي له تپل شوى جگړى لاس واخلي ، په افغانستان کې دجگړې لاملونه له منځه يوسي ،سوله راتلى شي .، سوله راتلى شي خو چې امريکا يې  مخه ونه نيسي تراوسه پورې چې په هېواد کې سوله نه ده  رامنځ شوى تر نورو لاملونوي يو ستر لامل دامريکا جگړه مار سياست او دريځ دى چې نه غواړي په افغانستان کې جگړه پاى ته ورسيږي .

هغه څه چې امريکا په افغانستان کې دجگړې دپيل او اشغال لپاره پلمه کوله  هغه ټول له منځۀ تللي دي کوم لامل لپاره يې چې پر افغانستان بريد وکړ هغه تر امريکا په وينا تر خاورو لاندې دى بې له دې چې امريکا په افغانستان کې دخپلو شومو او پټو هدفو لپاره دخپلو  پوځونو په شتون جگړه دوامداره ساتلى بل هيڅ څه  نشته سوله راتلى شي خو چې امريکا يې دجگړې په دوام مخه ونه نيسي .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *