دوشنبه , 21 اګست 2017
کورپاڼه / سلايډ / دختیځ ادبي بهیر اونېز ګزارش
20264589_782980431856872_4329675681659941656_n

دختیځ ادبي بهیر اونېز ګزارش

توحيد الله لحاظ
ختيځ ادبي بهیر خپله پرله پسې ۲۶۲ اونېزه ناسته دروان کال دچنګاښ دمیاشتې په ۳۰ نېټه دمثبت بدلون ټولنې په انګړ کې ترسره کړه .
یاده ناسته سهار شاوخوا ۹ بجې توحيد الله لحاظ دقرانکریم دمبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل کړه، ددریځ چارې یې احسان الله افکار سره وی دتېرې اوونۍ ګزارش توحید الله لحاظ ولوست دغونډې په پیل کې د اروا ښاد عصمت الله بشري روح ته ددعا لاسونه لپه شو ورپسې ضیا الدین همت یادونه وکړه،چې د ارواښاد دشهادت څو ورځې وروسته مې دنوموړي دکورنۍ ،دبې وسۍ او بې وزلۍ په اړه دولایت مقام سره ولیدل دولایت مقام د ارواښاد کورنۍ سره دنغدي پيسو اوخواراکې توکو دکومک ترڅنک دیو نمرې ځمکې ژمنه هم وکړه.
دهمت مل دخبرو وروسته عبدالوهاب باور خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ،چې دغزل مطلع داسې وه :
قاضي دجرم نرخ ټاکلی ملا سوال ته ناست دی
پښتون خو ځکه دخپل وران کنډر دیوال ته ناست دی
له لږ ځنډ وروسته دنقد پیل ضیا الدین همت مل وکړاو وی ویل چې دواړه نیم بیتي په خپلو کې کوم تړاو نه لري
پرهرګیله من د مطلع په معنوي اړخ کې دستونزې یادونه وکړه اوزیاته یې کړه چې په مطلع کې ملا په دروند ډول نه دی یاد شوی خو طارق تسل بیا وویل دشعر او نثر یوتوپیر داهم کیداي شي، چې په نثرکې دیوموضوع په ټولو اړخونو رڼا اچول کیږي خو په شعر کې یوازي یواشاره ورته کیږی تسل مطلع په معنوی لحاظ سمه یاده کړه او وی ويل زموږ په ټولنه کې دوه ډوله ملایان شتون لري یویې مثبت او بل یې منفي فکره ملایان دي چې موږ او تاسوټول یې یو له بله توپیرولی شو داچې ټولنه په شعر اغیزلري او شاعر چې څه په ټولنه کې ویني هغه دشعرپه ژبه بیرته ټولنې ته وړاندې کوي نودباور صیب په بیت کې له ملانه همغه منفي فکره او تخریب کار ملا مراد دی
شیرزاد خپلواک بیا وویل په مطلع کې دملا توهین نه دی شوی بلکي دملا صفت شوی دی ملا دظالم قاضي دهدایت لپاره دالله په دربار کې لاسونه اوچت کړې دي او یایې دوطن دابادۍ او سوکالۍ غوښتلو په پار دالله نه سوال کوي چې نوره دابدبختي او ناکراري زموږ له وطنه لرې کړې
د مطلع وروسته دخبروکولو وار دغزل لومړي بیت ته ورسېد.
مفتی خړوبه خپله تنده کړه دبل په وینو
پرچا درحم فتوا نه کوي قتال ته ناست دی
نوموړی بیت دګډونوالو لخوا وستایل شواو دریځوال دغزل دویم بیت داسې ولوست :
چاسره غم شریکولو ته څوک کیناستل
دلته چې هر یو سړی ګورې بس خپل مال ته ناست دی
میرویس انتظار وویل چې په بیت کې اوسني حالت په ډیر ښه انداز انځورشوي دي له انتظار وروسته ګډونوالو خاموشي غوره کړه او همدې خاموشۍ په دریم بیت دخبروکولو زمینه سازي وکړه ددریځوال لخوا دریم بیت داسې ولوستل شو
دنیا تدبير وخوړه موږ ځان په تقدیر خوړلی
مسلمان ځکه اوس دبل دلاس کمال ته ناست دی
تسل دپورته بیت په دویم نیم بیتي کې د( مسلمان) کلمه خوښه نه کړه اوزیاته یې کړه چې په اسلامي هیوادونوکې داسې هیوادونه شته،چې دپرمختللو هیوادونو په سرکې ولاړ دي او هیڅ دولت ته دلاس اوږدولو اړتیا نه لري،که په پورته بیت کې دمسلمان پرځای د( افغان) کلمه راوړل شي بیت به له مانیزغیبه خلاص شي .
له دې وروسته څلورم بیت ته دخبروکولو وار ورسید دريځوال بیت داسې ولوست
اوس هم بادي ژوند لري اوس هم په بخت ژوندی دی
چې غلې اوړه کولو ته شمال ته ناست
پورته بیت دګډونوالو لخوا دستاینې سره مخ شواو دپنځم بیت داورولو غوښتنه یې وکړه دريځوال بې له کوم ځنډ پنځم بیت داسې واوراوه
خلکو په زوردعلم ځانته قسمتونه جوړ کړل
زما ویده ځوان خپل پالونه ګوري پال ته ناست دی
واسیع ابهام وویل چې ددواړو نیم بیتو ترمنځ مانیز تړاو نه سترګو کیږي
دغزل مقطع داسې وه
خاور کې ژوند،له خاورو جوړخاورو ته ځي باوره
بس چې هرڅه ترې جوړوی پښتون کلال ته ناست دی
دمقطع په اړه ضمیر احمدي وویل چې په مقطع کې پیاوړی فکر او پیغام پروت دی خوکه په همدي فکر او پیغام یې دشاعرانه الفاظو خواږه ورزیات کړی وی نوبیت به لا خوندور شوی وی داحمدي وروسته نورو ملګرو هم نظرونه څرګند کړل خودناستي ټولو ګډونوالو پریکړه پدې وکړه چې باور صیب به دمقطع مانا او مفهوم خپله واضح کړي.
دکره کتنې وروسته باورته ددريځ په لور بلنه ورکړل شوه نوموړي له ټولو ګډونوالومننه وکړه چې ماته یې زما نیمګړتيا وی راوښودلې اودمقطع په اړه یې وویل چې دلته زما هدف هغه پښتانه دي چې پردی فکر یې خپل کړی او تل یې دنوروپه په غوښتنو خپل وطن وران کړی
دکره کتنې وروسته ازاده مشاعره وشوه چې پکې ګڼ شمیر شاعرانو خپل شعري زوق خړوب کړ
یاده ناسته دغرمي شاو خوا ۱۲ بجې پای ته ورسیده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *