دوشنبه , 19 فبروري 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / ټرمپ دسولې په انکار دجگړې دوام غواړي
2027

ټرمپ دسولې په انکار دجگړې دوام غواړي

سرليکنه
امريکا چې په کومو هېوادونو پوځي ، کلتوري ، سياسي او اقتصادي يرغل کړى دى په هماغه هېواد کې يې ځان بيا په پوځي حضور سره ساتلى دى، په هغه هېواد کې يې جگړې ته زمينه برابره کړى او بيا يې دجگړو په دوام يرغل کړيدى .
امريکا ٦٥ کاله دمخه دپخواني شوروي اتحاد په مقابل کې دافغانستان سره د نيمه دوستۍ اړيکې پيل کړى که څه هم امريکا دافغانستان سره څو ځلې داقتصادي او وسلو د ورکړى له تړونه مخ اړولى خو چې په افغانستان کې د روسانو دهر اړخيز حضور پله درنه شوى بيا يې افغانستان ته مخه کړيده .
پر افغانستان دامريکا پوځي يرغل ديته زمينه برابره کړه چې افغانستان نور په عملى توگه دخپلواکۍ له لسته وويشل شي ټول واک يې دامريکايي چارواکو او سپينې ماڼۍ سره شو چې اوس دامريکا په لاس جوړ او پر څوکۍ کېښنول شوى اشرف غني دخپلو هېوادوالو دژوند ، اقتصاد ، روغتيا ، ښوونې او روزنې ، بهرنۍ پاليسۍ …. هيڅ واک او اختيار نه لري .
د ٢٠١٤ ميلادي کال په افغانستان کې دبهرنيو دجنگي ماموريت دپاى ته رسيدو باوجود امريکايي پوځ په افغانستان کې شتون لري جگړه يې دافغانانو په وژلو دوامداره ساتلى او ټرمپ دطالب مخالفو وسلوالو سره د سولې له خبرو انکار وکړ، ټرمپ پدې پوهيږي چې امريکا په افغانستان کې د سولې او جگړې د دوام واک لري نه په ارگ کې کېښنول شوى اشرف غني .
دټرمپ له سولې له انکاره دا څرگنده شوه چې تېر ١٧ کاله افغانستان دامريکا په پټه پاليسۍ چې دسولې په نامه يې جگړه تر دى دمه دوامداره وساتله اوس يې په څرگند ډول له سولې په انکار دجگړې دوام ته سينه وډبوله .
دافغان ولس سره نوره دژوند دژغورلو بله لار نشته بې له دې چې دامريکا او په افغانستان کې دامريکا دغلامانو پر خلاف پراخ پاڅون وکړي دافغانستان په ټولو ولاياتو کې راپورته شي لومړى خپل غبرگون په سوله ييزو مظاهرو او مخالفت ښوولوسره وښيئ او که بيا هم ونه شو دهغه شعار لاندې چې يا ژوند او يا مرگ بايد ټول ولس د تېر په څير چې د پرنگ ، چنگيز او روسانو په مقابل کې يې په تبرونو ، تورو او کوتکو سره مقابله پيل کړه دامريکا پر خلاف هم په خپل ايماني قوت ستر پاڅون وکړي.
افغان ولس بې له دې بله لار نه لري ټرمپ يې دجگړې په دوام وژني غوره داده چې خپله عقيده ، دخاورې او ناموس نه په دفاع تر مرگه مقابله وکړي د يامرګ او يا شهادت په مقاومت امريکايي پوځونه هم دپرنګ او روس په برخليک اخته کړي..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *