چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / لیکنې / د طالب مشر اختریز پيغام کې نوې خبرې

د طالب مشر اختریز پيغام کې نوې خبرې

ظ. شینواری
هر کال او په هر اختر کې د طالبانو پخوانیو او اوسني مشر هم د اخترونو په مناسب د مبارکۍ پیغام ورکړی. دا پيغامونه صرفاً د مبارکۍ او خوشالۍ تجلیل کولو پیغامونه نه وي بلکې یو سلسله هغو مهمو مسایلو سره تماس نیول کېږي چې فعلا زموږ وطن او ولس ورسره مخ دي. هر پیغام کې به ضرور له حالاتو او وضعیت سره مطابق نوې خبرې وی، اوسني پيغام کې به یا په عادي ډول نوې خبرې وي او یا به هم داسې خبرې وي چې زما دلچسپي او انديښنې به ورسره تړل شوې وي. په هر صورت، هر څه چې وي د شیخ هبة الله اخندزاده صاحب اوسنی پیغام د یأس او ناهیلئ په دي وضعیت کې موږ ته دا هیله راکوي چې طالب مشرتابه وضعیت مسوولانه تعقیبوي او مسوولانه تعامل ورسره لري. زه چې د طالبانو مربوطه حوادث او وقایع تعقیبوم، په دې پيغام کې تر هر څه مخکې دا راته ثابته شوه چې نوې طالب مشرتابه هغه لاره او تګلاره تعقیبوي چې شهید منصور صاحب د خپل مسوولیت او امارت په دوره کې طرحه او عملي کړې وه. د منصور صاحب ستراتيژي په عمومي ډول په دې بنا وه چې د امریکا پر ضد یې د سیمې د هېوادونو له مخالفتونو او تضادونو د ځان او خپلې ملي او اسلامي داعیې په ګټه استفاده کوله. د دې ستراتيژۍ ګټه دا وه، چې له یوې خوا یې امریکا په سیمه کې منزوي کوله او له بلې خوا یې امارت ته په سیمه ییز او حتا نړیواله سطحه نوی سیاسي حمایت او مشروعیت ترلاسه کاوه. دا هغه څه دي چې د افغانستان د اشغال په لومړیو کلونو کې په دوو دلیلونو ناممکن برېښېدل: اول: هغه وخت جهان یو قطبي و او د امریکا هر اړخیز فشار او تاثیر دومره پراخ او وسیع و چې په سیمه کې هېڅ دولت دا جرأت نشوای کولی چي د امریکا پر ضد د جنګدېدونکي جهت حمایت او ملاتړ وکړي. دویم: د طالبانو په ارتباط د سیمې د دولتونو نظر د یو سلسله غلط فهمیو ښکار و چې د غلط فهمیو دلیل هم د غرب له خوا تبلیغاتو په وجه و او هم د امارت د حاکمیت په وخت کې د طالبانو له خوا د ځینو سهوو په نتیجه کې رامنځ ته شوي وو. اوس شرایط بدل دي. دغه دواړه عوامل نور له منځه تللي. نه امریکا له هغه زور او قدرت نه برخمنه ده چې څوک یې په مقابل کې له درېدو ووېرېږي او هم د طالب مشرتابه د ځینو معقولو سیاستونو په نتیجه کې د غورځنګ په تړاو پخوانۍ غلط فهمۍ هم مرفوع شوې دي. اوس د نوو شرایطو له رامنځ ته کېدو سره غورځنګ ته دا فرصت برابر شوی چې د خپلې داعیې لپاره استفاده وکړي. د اخندازده صاحب په پیغام کې د نوو شرایطو درک او له دغو شرایطو د استفادې عزم او اراده واضحه ښکاري. په تازه پيغام کې ښکاري چې طالب مشرتابه د امریکا هغه عزائم درک کړي چې غواړي ټوله سیمه ناامنه کړي. په پيغام کې راغلي چې امریکایانو د امنیت د تأمین په پلمه پر افغانستان برید کړی او اوس یې ټوله سیمه ناامنه کړې او څومره چې پر خپل نظامي حضور تینګار کوي هغومره ورسره منطقوي حساسیت زیاتېږي او په نتیجه کې يې افغانستان او ټوله منطقه بې ثباته کېږي. بله مهمه نکته چې په دې پيغام کې یې یادونه شوې، د امارت پر پخوانۍ تګلارې باندې يې تأکید دی چې د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه غواړي او نور هم نه پرېږدي چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. دغې نکتې د منطقي د دولتونو په منځ کې د طالبانو په ارتباط هغه پخوانی حساسیت مرفوع کړی او چې څومره بیا بیا تکرارېږي هغومره ښه ده او د امارت د مسوولانه سیاست او تګلارې ښکارندويي کوي. په پيغام کې دې نکتې ته اشاره شوې چې اوس مؤثر بین المللی جهتونه د امارت په مشرۍ د افغانانو د مقاومت په مشروعیت او موفقیت معترف دي. د منطقي ډېر دولتونه اوس دغه مقاومت ته د یوې مشروع مبارزې په سترګه ګوري. دلته یوه مسئله مهمه ده چې د امارت عام لارویان او پلویان پرې سر خلاص کړي او هغه دا چې دا مبارزه تر بل هر څه وړاندې دیني او ملي مبارزه ده؛ مګر په سیاسي لحاظ باید د منطقي حساسیتونه درک او ترې اعظمي استفاده وشي. په دې پيغام کې دا اطمئنان هم شته چې دا د اشغالګرو تبلیغات دي چې د امارت وروستیو دیپلوماتیکي او سیاسي کامیابیو په ضد یې کوي او داسې یې ښيي چې ګواکې طالبان هم د یو بل قدرت د لاس آله دي حال دا چې داسې نه ده. لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه د طالبانو سیاسي بریالیتوبونو اشغالګر امریکایان وارخطاء کړي نو اوس غواړي له دې لارې د مقاومت سیاسي بریالیتوبونه ناکام کړي او خلک پرې بدګمانه کړي. په دې موضوع کې باید د امارت خپل مجاهدین او مخلصین ډېر متوجه اوسي هسې خدای مه کړه په نېک نیتۍ او خلوص د اشغالګرو د تبلیغاتو تر اثر لاندې راشي. د ملکي تلفاتو مسئله بله موضوع ده چې پيغام کې پرې تأکید شوی. د عملیاتو په طرح ریزۍ کې د ملکي تلفاتو مخنیوی په عام ولس او بشردوستي بین المللي ټولنه کې د مقاومت مشروعیت نور هم زیاتوي. په پيغام کې د ملکي تلفاتو غندل او د مخنیوي لپاره یې لارې چارې برابرول د مشرتابه د مسوولیت ښوونکی دی. وروستۍ مسئله چې باید دلته ورته توجه وشي دا ده چې سږکال د نورو کلونو پرخلاف د شیخ هبة الله اخندزاده صاحب د اختر پیغام رسنیو نشر نه کړ. زما برداشت دا دی چې دا ځل پيغام کې بعضي داسې مسئلو ته اشاره شوې وه چې د غرب په لاس کې رسنیو ته یې څه نه درلودل او زموږ په منطقه کې يې د امریکا د عزائمو او شومو موخه بربنډ کړي ول. په دي امید چې د منطقي حساسیتونو ته انعکاس د پیغام تر څنګ په عمل کې هم ښکاره شي او د اشغال پر ضد د سیمه ییزې د امریکا مخالفې اجماع د جوړولو کوششونه ګړندي شي. په منطقه کې اوس تر بل هر وخت د امریکا پر ضد د منطقوي اجماع د جوړولو شرایط برابر دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *