دوشنبه , 19 فبروري 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / دامريکا سپين او تور لستونه
0f4XY5lB

دامريکا سپين او تور لستونه

سرليکنه

په اسلامي هېوادونو کې ستونزې اوشخړې د امريکا سپينو او تورو لستونو رامنځ ته کړيدي په کومو هېوادونو کې چې امريکا د مداخلې پل ندى ايښې او يا يې لاس نه ور اوږديږي په هغو هېوادونو کې  سوله ،امن او سوکالي ده

امريکا تل د اسلامي هېوادونو ترمنځ او يا په اسلامي هېوادونو کې د وگړو ترمنځ د نفاق په صورت کې لومړى مداخله کړېده  له وړو اشخاصو يې سترگوندي مشران جوړ کړيدى له زده کوونکو يې پروفيسران او له نالوستو يې سياستوال رامنځ ته کړيدى چې په همدې بې علمو ، بې سياستو او بې تجربو کسانو ېې په هر هېواد کې د نفاق په را پيدا کولو سره دجگړو او ورو وژنو زمينه برابره کړيده .

هر لوستي ته په افغانستان کې د امريکا څلور مخې پاليسي څرگنده ده دخپلو اهدافو او نړيوالې سيالۍ لپاره له زرگونو کيلو ميټرو لرې   گمارل شوى ډلې  ېې افغانستان ته په يوه او بل نامه راوليږلې او را ليږي يې چې په افغانستان کې يې دمخه دجوړو شوو اسلامي گوندونو ترمنځ نفاق دجگړو په ډگر بدل کړ .

مونږ دعقيدې له مخې تر هر هېواده او تر هر بل مسلکه دمقدس جهاد دکاميابۍ او سر لوړۍ لپاره قرباني ورکړي او ورکوو يې خو امريکا چې په افغانستان کې دجهاد په نامه کومه لوبه وکړه سياسي نړيواله سيالي يې پاللې ده .

په نړيوال سمندر کې يې دمقابل لوري ( روس) کښتۍ ورگډيدو ته پرې نښو دلې دا ټوله لوبه يې دسپينو او تورو لستونو په جوړولو پيل کړيده .

د ٢٠٠١ ميلادي کال راپديخوا يې چې په افغانستان کې په پوځي يرغل پوځي اډي جوړى کړى خپل هدف ته په رسيدا يې سړه اوږده سا واخسته

د  تورو او سپينو لستونو په جوړولو يې  ٦٥ کلنه  سياسي  لوبه نوره هم پسې گړندۍ  کړه، هغه چې زمونږ په عقيده دالله په دربار کې سپين( بې گناه)  دى هغه دامريکا په تور لست کې شامل کړل شوى (گناهگار دى)   او هغه چې زمونږ په نظر دملي ارزښتونو سوداگر او جنايتکار  دى هغه امريکا په سپين لست کې شميرلې دى .

دامريکايي  سياستوالو په وينا هغوي ته له ټولې نړۍ خپلې گټې مقدمې دي ځکه خو داسلامي هېوادونو وگړي په سپينو او تورو لستونو کې اړوي را اړوي . که څه هم زمونږ داسلامي هېوادونو دسياستوالو ، واکمنو ، گوندي مشرانو او نورو اومړي سياستونه دي چې نامسلمان  لږکي په اکثرو مسلمانو هېوادونو لوبې کوي خو ټوله ستونزه په نړۍ کې امريکا جوړه کړيده چې له سپين او تور لسته خپلې گټې تر لاسه کوي او اسلامي هېوادونو کې يې دجگړو اور بل کړيدى .

دا اوس چې په افغانستان کې يو شمير جهادي مشرانو دامريکا دبيرغ لاندې ځانونه ورځاى کړيدي د روسانو په مقابل کې د همدې اشخاصو جهادي اختلافات وو چې د يوه دښمن  په بيلا بيلو نومونو يادول  په جهادي ښګرونو کې جنګول، مجاهدينو ترمنخ اختلافات يې دجهاد له پيله پيل کړي وو، يمجاهدنينو په يوه عقيده ، يوه لاره ، يو هېواد کې ، ديو ه ولس په مرسته ،په  يوه ارزو او د يوه هدف (اسلامي حکومت) لپاره يې مبارزه کوله خو د امريکا  د سپينو او تور لستونو په پاليسۍ يې ډيرڅه له لاسه ورکړل .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *