دوشنبه , 19 فبروري 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / په ولاياتو کې بې ځواکه طالبان په مرکز کې ځواکمن شول
enter-cantinintal-hotel

په ولاياتو کې بې ځواکه طالبان په مرکز کې ځواکمن شول

سرليکنه

دروانې مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې ددفاع وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبريالانو ته دپوښتنو دځوابولو پر مهال وويل چې د طالب وسلوالو پر خلاف په ٥ ولاياتو کې عمليات روان دي او د ننگرهار په شمول به  له ټولو ولاياتو طالبان وويستل شي .

ددې ترڅنگ په کابل کې دامريکايې قواو قوماندان جنرال نيکولسن په يوه خبرپاڼه کې ويلى ؤ چې په کندوز ، پکتيکا ، ننگرهار او هلمند په ولاياتو کې طالبان کمزوري شويدي او دپخوا په څير ځواکمني يې له منځه تللى چې اوس مو ترې يو شمېر سيمې هم ازادې کړي دي

نيکولسن  په خپله وينا کې په دې ټکې زور ورکړ چې دامريکا دنوې ستراتيژۍ په پلي کولو سره به طالبان په افغانستان کې په بشپړ توگه بې ځواکه شي

لومړى هم دنيکولسن وينا ته پوځي چارواکو  دحيرانتيا په سترگه کتل چې دتېر کال راهيسې همدا جمله استعمالوي

خو دتېرې شپې عمليات چې طالبانو پر انټرکانټينل هوټل ترسره کړل  دنيکولسن خبره دمطبوعاتو په وړاندې بابيزه شوه .

نيکولسن که هرڅو ووايي  چې په ولاياتو کې دطالبانو ځواکمني له منځه تللې څوک يې نه باوروي ځکه چې هماغه په ولاياتو کې بې ځواکه طالبانو پر انټرکانټيننټل هوټل خپله ځواکمني ثابته کړه او د ګوتو په شمير طالب بريدگرو دسوونو کمانډيانو سره ١٧ ساعته مقابله وکړه چې ټولو کابل ښاريانو ته دنيکولسن  بې ځواکي او د طالبانو ځواکمني ثابته شوه

که حقيقت ته نظر وکړل شي نو  نه دکابل او نه دطالب په پلوۍ دا حقيقت دمنلو دى چې دسوونو کماندويانو سره دگوتو په شمير يا دطالبانو دوينا مطابق  پنځو بريدگرو ١٧ ساعته مقابله او په هغه حساسه سيمه کې چې مارغان هم دلگول شوو کيمرو په وسيله څارل کيږي خپله دحکومت دنيکولسن په مشرۍ دبهرنيو پوځونو بې ځواکي او دکابل په مرکز کې دطالبانو ځواکمني څرگندوي .

که طالبان په ولاياتو کې بې ځواکه او يا کمځواکه واى  بيا هيڅکله تر کابله او تر هوټل پورې نشو رسيدلاى اوس نو دفاع وزارت او دبهرنيو قواو قوماندن نيکولسن بايددا  تسليم کړى چې مونږ کمځواکه او په ولاياتو کې بې ځواکه طالبانو په کابل مرکز کې خپله ځواکمني ښکاره کړه .

دافغانستان مسئله چې د ١٧ کالو په تېريدو سره ديو شمير هېوادونو په منځگړتوب تراوسه پورې حل نه شوه  اصلى ستونزه داده چې امريکا په افغانستان کې دسولې مخه نيولې ده، طالب ته ديوه ځواک او افغان په سترگه نه گوري افغان حکومت يې بې واکه او بې ځواکه کړيدى

که امريکا طالبان او افغانان ځواکمن تسليم کړى افغان حکومت ته واک او ځواک ورکړى دافغانستان مسئله به دحل لاره  پيدا کړي او که نه امريکا تر اوږده هدف پورې افغان حکومت بې واکه او بې ځواکه ساتي هغه طالبان چې ځواکمني يې په ولاياتو کې نه مني دکابل په مرکز کې به ورته ځواکمني ثابته وي او افغانان به ددې بې ځواکۍ او ځواکمنۍ په اور کې سوزوي .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *