دوشنبه , 21 اګست 2017
کورپاڼه / خبرونه / الله ګل مجاهد: په بګرام زندان کې د زندانیانو پر وړاندې ستر وحشت روان دی
20229009_10154936713398737_83003310689693506_n

الله ګل مجاهد: په بګرام زندان کې د زندانیانو پر وړاندې ستر وحشت روان دی

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد ويلي دي چې  د بګرام په زندان کې پر افغان بندیانو سخت ظلمونه روان دي او ۱۷۰ داسې کسان هم پکې شته، چې د بند موده یې پوره شوې خو لا هم په زندانونو کې ایسار کړل شوي دي.
د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد د یادې جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې وویل، څو ورځې مخکې بګرام زندان ته تللی و او هلته یې ولیدل چې پر افغان زندانیانو سخت ظلمونه روان دي.
نوموړي پر ولسي جرګه غږ وکړ، چې ددغو زندانیانو پر برخلیک دې هرو مرو کار و کړي، ځکه داسې کسان پکې دي چې درې څلور کاله یې د بند تر مودې ډېر وخت په زندان کې تېر کړی دی.
نوموړي وویل، چې په یاد زندان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او ان ښايي هغه کسان چې له دغه زندان خوشي کېږي په تشدد او جګړو لاس پورې کړي. د نوموړي په وینا هلته یو وحشت روان دی خو حکومت باید دغه وحشت پای ته ورسوي.
الله ګل مجاهد زیاته کړه، په دغه زندان کې یو شمېر فاسد چارواکي کار کوي، چې زندانیان ترې شکایت کوي او حکومت باید دغه کسان له دندې ګوښه کړي.
د نوموړي په وینا د بګرام زندانیان، نه سمو خوړو ته لاسرسی لري، نه روغتیايي خدماتو ته او نه هم حکومت ددوی غږ اوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *