جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / امريکا دسولې په نامه ولسي وگړي وژني
Gen-nicholson

امريکا دسولې په نامه ولسي وگړي وژني

سرليکنه

په افغانستان کې دمريکايې پوځونو قوماندان جنرال نيکولسن په يوه مطبوعاتي وينا کې ويلى چې بهرني پوځونه ( امريکايي) به په افغانستان کې دحکومت دمخالفينو ( طالبانو) دځپلو پورې موجود وي طالبانو ته يې خبردارى ورکړى چې حکومت ته تسليم شي که نه وبه وژل شي .، دکله نه چې امريکا پر افغانستان يرغل کړيدى دسولې په نامه جگړې ته په دوام ولسي وگړي وژني په زندانونو کې علماء ، قومي مشران او پوهان په کړاوونو دمرگ او ژوند ترمنځ په زندانونو کې ساتي چې په ژوند ئې تر مرگه رسولي دي .

دتيرو ١٦ کلونو په پرتله په تېر ٢٠١٧ م کال کې بيا دولسي وگړو دمرگ ژوبلې کچه لوړه شويده چې ورسره دخبريالانو ، ښځو او دکورنيو جگړو له امله دهېواد ميشتو افغانانو ژوند په مرگ شميرل شوي دى .

دنيکولسن وينا چې په افغانستان کې به بهرني پوځونه تر هغې پاتې وي څو دحکومت مخالفين ووژل شي يانې ترڅو چې يې افغان ولس په شپږ توگه وژلي او له منځه وړي نه وي تر هغې به امريکايې پوځونه په افغانستان کې موجود وي .

د ٢٠١٥ راپديخوا افغان حکومت چې بشپړ واک يې دامريکا سره دى دسولې په نام يې په قطر ، کابل ، اسلام اباد  ، ترکيې او چين کې تر ١١ پورې غونډې وشوې خو په ټولو غونډو کې افغان خپلواک نماينده گډون نه دى کړى او امريکا سوله نه جگړې ته دوام ورکوي .

په نړيواله کچه چې امريکا په کومو هېوادونو کې خپل پوځونه په مستقيم او وسله وال جگړه مار ګوندونه په غير مستقيم ډول ځاى پر ځاى کړيدى ولس يې په يوه او بل نامه وژلي دي

. په افغانستان کې چې امريکايي پوځونو په کوم وحشت افغان ولس په زندانونو ، کورونو ، ښارونو، ودونو او جنازو کې وژلي دي دروسانو د يرغل پر مهال نه ؤو  وژل شوي

روسانو دافغانستان په زندانونو کې دافغانانو په وژلو کې لاس نه درلود د کوم افغان چې په زندانونو کې وژل کيدل هغه دکمونست رژيم واکمنو وژل خو امريکا په خپل لاس افغان ولسي وگړي په يوه او بل نامه د سولې په نامه وژني .

دافغانستان سوله دسولې په اراده ، واک ، اخلاص او هڅو رامنځ ته کيږي افغان حکومت يې واک نه لري او امريکا دسولې اراده ځکه دکلونو راهيسې په افغانستان کې دسولې په نامه جگړه دوامداره وساتل شوه

. که په ريښتنې توگه په افغانستان کې دسولې لپاره هڅې وشي بيا به نه امريکايې پوځونه پاتې شي او نه به ولسي وگړي په يوه او بل نامه ووژل شي .

نکولسن چې دطالبانو په نامه کوم اختار ورکړيدى هغه يې وسله والو طالبانو نه بلکې په حقيقت کې ولس ته ورکړيدى امريکايې هوايي پوځ دطالبانو په نامه تل ولسي وگړي وژلي او بدنامي يې افغان پوځيانو ته پريښې ده سوله دبهرنيو پوځونه په موجوديت کې هيڅ وخت نشي راتلاى او نه به ولس په امن ژوند وکړي .

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *