پنجشنبه , 24 مې 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / اياطالبان به دحزب اسلامي په وساطت له دولت سره خبری وکړي؟
_99589845_b89fb0ad-95d9-4cf8-91f9-dc907c367d31

اياطالبان به دحزب اسلامي په وساطت له دولت سره خبری وکړي؟

ليکنه:عطاءالله مبارز

څو ورځي مخکي دحزب اسلامي مشر انجینر حکمتیار صیب په یوه خبري ناسته کې وویل چې ډیر ژربه دحزب په مینځ ګړی توب دکابل ددولت او طالبانو ترمینځ دسولې خبري پیل شي ،چې دانجینر صیب ددی خبرو څخه وروسته په ترکیه کې په اصطلاح دسولې خبری پیل شوی چې په لومړی سرکې حزب اسلامي تائید کړی اوډیر ورته خوشبینه هم و خوکله چې کابل میشتو رسنیو دروانو خبرو اوپکي دګډونوالو اصلي څهري بربنډی شوي نودحزب اسلامي ویاند دتل په څیرډیرپه بیړه له خپل دریځ څخه واوښت اوپه یاده غونډه کې یې دخپلو استازو ګډون ردکړ ،دطالبانو رسمي ویاند زبیح الله مجاهد چې تل له نړیوالو ،سیمیزو اوکورنیو رسنیو سره په روانو حالاتو خبری کوي په لومړی سرکې یې په یاده ناسته کې دخپلو استازو ګډون ردکړ دکابل ددولت ویاند هم دترکیې په غونډه کې دخپلو استازو ګډون ردکړ درسنیو دراپورونو په اساس په یاده غونډه کې دطالبانو یوپخوانی غړی ملاعبدالروف چې څوک کاله مخکي دځینو خپل سریوله امله داسلامي امارت له صف څخه شړل شوي او اوس دملامحمد رسول په مشرۍ دطالبانو څخه دیوی یاغي شوي ډلې غړی اوپه دوبۍ کې دشاتو کاروبارکوي ،همایون جریر چې دحکمتیارصیب په مشرۍ دحزب اسلامي پخوانی غړی او اوس دارغندیوال دحزب غړی اوددولت په چوکاټ کې دسولې دتشریفاتي کمیسون غړی اودځینو سرچینو په خبره دکابل ددوسری دولت دیومشر ډاکټر اشرف غني دمشاور په توګه هم دنده ترسره کوي برخه اخیستي، که مونږ تاریخي لرلیدته وګورو طالبان به هیڅکله دحزب اسلامي په مینځ ګړیتوب له کوم لوری سره دسولې مذاکرات ونکړي ځکه حزب اسلامي تل خپل دریځ بدلوي رابدلوي او اوس هڅه کوي دطالبانو متحد صف دځینو مجهول هویته خلکو په توسط بي اعتباره کړي چې دادسولې له پاره دزهرقاتل معنی لري ،دوهم حزب اسلامي ته په کارو چې که ریښتیایې دسولې دپاره هڅه کوله نو باید مهم اودطالبانو دمرکزي قیادت سره یې رابطه کړی وای بیابه یوڅه فائده پري مرتبه وای، دسیاسي چارو افغان کارپوه انجینرنظرمحمد مطمئن په خپله فیسبوک پاڼه ترکیه کې دسولې دنمایشي ناستې یوه ویډیو خپره کړی چې پکې څومجهول کسان ناست دي اوخپل مینځ کې عادي مجلس کوي ،کابل کې دطالبانو یوپخوانی چارواکی سیداکبراغا له آزادي رادیو سره په خبرو کې دترکیې په یاده ناسته کې ده دهغو بااثره طالب مشرانو ګډون ردکړ چې داغاپه وینا خبره یې اثرلري اوپه افغانستان کې په جګړه اوسوله کې برلاسي دي دترکیې یادي ناستې ته که څه هم ددولت دسولې نمائشي شورا خوشبینه ده خو دغونډی دری ګډونوال لاهم نامعلوم دي الله جل جلاله دي وکړي چې مونږ حقیقي سولې ته ورسیږو اونه خپل مظلوم اولس دترکیې ،اسلام آباد او……په نمایشي ناستو غلط کړو.!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *