اظهارالحق فضلي

افغانستان يو کرنیز او د تازه مېوو د درلودو له پلوه غني هېواد ده چې د مېوو خوند او ښه کیفیت يې سیمه ییز او نړیوال شهرت لري. تازه مېوې د افغانستان د داخلي تولیداتو، صادراتو او د ملي عاید مهمه برخه جوړوي او نړیوالو بازارونو کې ښه پلور او بازار لري. چې کوی شو د هندواڼې، خټکیو، انګورو، انارو، مڼو، ګيلاسو، انځرو، زردالو، ګيلاسو، شفتالو او نورو خوندورو تازه میوو يادونه وکړو. د افغانستان په ټولو ولایاتو او سيمو کې میوه تولیدیږي او په ځانګړي موسم کې بازار ته وړاندې کېږي. د افغانستان د ټولیزو صادراتو کچه په کال کې شاوخوا ۸ ملیونو ډالره ده چې له دې څخه د تازه مېوو برخه شاوخوا (۲۵) زره ټنه ته رسیږي چې د آسیا، اروپا او امریکا ځېنې هېوادونو لکه پاکستان، هند، قطر، عربی امارات، منځنۍ آسیا، هالند، آلمان او نورو ته صادريږي. په دې وروستیو لسیزو کې د داخلي جګړو او ناورینونو له کبله زموږ د کرنې سکتور او په ځانګړې توګه باغدارۍ له لوی زیان سره مخ وه خو له نېکه مرغه د تېر شوي دولت او اوسني دولت په رامنځ ته کېدو او نړيوالې ټولنې په مرسته يو ځل بیا زموږ د کرنې سکتور چې د هېواد لپاره حیاتي رول لري مخ په غوړېدو شو او د پرمختګ لپاره يې نسبي ګامونه پورته وشول.
هرکال په هېواد کې د تازه مېوو د موسم په را رسېدو سره په لویه پیمانه تازه موسمي مېوې د هېواد له ګوډ ګوډ څخه بازارونه ته وړاندې کېږي خو له بده مرغه د مېوو د اندازې د زیاتوالي له امله د مېوو قېمتونه تر ډ‌ېره را ټېټيږي او هغه کروندګر او بڼوالان چې میاشتې او شپې ورځې يې د دې لپاره تېرې کړي وي، ترڅو خپلې تازه مېوې په مناسبه بیه په بازار کې وپلوري خو داسې نه کېږي او د قېمتونو د لوېدو له امله له زیان سره مخ او د دې ناورين ښکار ګرځي. په دې ورځو کې هم د افغانستان کروندګر او د تازه مېوو تولید کوونکي له يادې ستونزې سره مخ دي، قېمتونه تر ډېره لویدلي، زموږ کروندګرو او سوداګرو خپلې هيلې له لاسه ورکړي او له لوی مالی زیان سره مخ دي. د مثال په توګه اوسمهال د افغانستان په بازارونو کې يو من (د کابل ۷ کېلو گرامه) هنډوانه له ۳۰ تر ۵۰ افغانیو پورې او هر من خټکی له ۵۰ څخه تر ۷۰ افغانیو پورې پلورل کېږي، همداشان يو کېلو زردالو او شفتالو تر ۴۰ افغانیو پورې لاسته راځي. اوس پوښتنه داده چې ولې ياده ستونزه رامنځ ته کېږي او د مېوو تولید کوونکي مو له ستر مالي او اقتصادي زیان سره مخ کېږي؟ څو لاملونه کېدای شي يادې ستونزې ته ځواب ووايي. لومړی داچې د اقتصاد د عرضې او تقاضا د قانون له مخې، د تولید شویو توکو د عرضې د زیاتوالي له امله په بازار کې توکي زیاتيږي، د عرضې او تقاضا ترمنځ توازن يا بیلانس له منځه ځې او قېمتونه لوېږي. دې قانون ته په کتو سره کولی شو ووایو چې هرکال د مېوو د پخېدو د موسم په را رسېدو سره د تازه مېوو د عرضې کچه د خرڅلاوو په بازارنو کې د تقاضا په تناسب زیاتېږي او له امله يې قېمتونه تر ډېره لوېږي. دوم لامل کېدای شي زموږ د کروندګرو او بڼوالو غیر مسلکیتوب او خپله برخه کې د سواد او پوهې ټيټه کچه وي، ډېری بڼ لرونکي په دې نه پوهېږي چې څنګه او د څومره وخت لپاره خپل تولید شوې مېوې وساتي او یاهم د بازار غوښتنې (تقاضا) ته په کتو سره يې وړاندې (عرضه) کړي. د دې ترڅنګ يو لوی او اساسي لامل بڼوالو لپاره د سړو خونو نشتون ده، ځکه تازه مېوې د سړو خونو د شتون پرته د ډېر وخت لپاره نه شي ساتل کېدی او ډېر ژر خرابېږي او له منځه ځي. په دې ورځو کې چې د پخو شویو تازه مېوو بازار ډېر ګرم ده، ‌زموږ ‌‌ډیری بڼوال هېوادوال د سړو خونو له نشتون سر ټکوي او د خپل زیان اساسي لامل يې ګڼي. رښتیا هم همداسې ده، زموږ دولت او په ځانګړې توګه د کرنې، اوبو لږولو او مالدارۍ وزارت تل د سړو خونو د جوړولو او جوړېدو يادونه کوي خو هغه اړین کار چې د مېوو د ساتلو اړتیا پوره کړي نده شوی. د قېمتونو د لوېدا څلورم لامل په توګه کوی شو د داخلي، سیمه ییز او نړیوالو بازارونو د نشتون یادونه وکړو. په دې کې هېڅ شک نشته چې زموږ د هېواد تازه مېوې د کیفیت او خوند له پلوه بې څارې دي او نړیوال شهرت لري، خو آیا موږ او یا هم زموږ دولت په دې برخه کې کار کړی چې د يادو مېوو په هکله نړیوالو ته مالومات ورکړي او يا هم تر نړیوالو يې ورسوي؟ په ځواب کې کوی شو ووایو چې تر ډېره نه، ځکه هېواد دننه د بازارونو د نشتون له امله، ډیری وخت يادې مېوې يا د بڼوالو په بڼونو کې پاتې کېږي، او ياهم که د ښار تر بازاره رسیږي د تقاضا د نشتون له امله خرابېږي او له منځه ځي، تر نړیوالو بازارونه د مېوو د رسېدو خبره به نه یادوو.
د دې ترڅنګ د داخلي او ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د سم او معیاري ټرانزیټ نشتون د دې لامل شوی ترڅو تولید شوې تازه مېوې په سمه توګه بازارونه ته ونه رسېږي او که چېرې ورسېږي د خرابوالی او ټيټ کیفیت له امله يې څوک پېرېدلو ته زړه نه ښه کوي، چې په پایله کې به يې اصلي مالي زیان وړونکئ بڼوالان او ياهم کروندګر وي.
له بلې خوا د میوو د بسته بندي (تړلو) ستونزه ده، زموږ ځینې کروندګر په دې نه پوهېږي چې څنګه خپلې تولید شوې مېوې د داخلي او نړیوالو بازارونو او مصرف کوونکو د غوښتونو په اساس بسته بندي کړي، چې بسته بندي تر ‌‌‌ډېره له يوې خوا د مېوو په سم انتقال کې مرسته کوي او له بلې خوا کوی شي د مېوو د خرابوالي مخه ونیسي. د کروندګرو ناسمه بسته بندې د دې لامل ګرځي چې تازه مېوې په سم وخت، اصلي کیفیت او طبیعی توګه بازارونه ته ونه رسېږي او د هېواد اقتصاد له ستر مالي زیان سره مخ کړي.
پورته ياد شوي او نور لاملونه د دې لامل ګرځي ترڅو د مېوو قېمتونو تر ډېره را ټيټ شي او بڼوالان له ستر اقتصادي او مالي ستونزې سره مخ کړي. چې کوی شو د خپلو بڼوالانو يادونه وکړو چې په دې ورځو کې له یاد شویو جدي ستونزو سره مخ دي او د هېواد په بازارونو کې د تازه مېوو بيې تر ډېره را ټيټې شوې دي.
د دې لپاره چې زموږ کروندګر او بڼوالان له شته ستونزې څخه ځان وژغوري او د هېواد اقتصاد چې بنسټیزه ستنه يې کرنیز سکتور ده له ستر زیان او اقتصادي ناورین سره مخ نشي پکار ده چې د دولت، کروندګرو او عامو افغانانو ( مصرف کوونکو) له لوري لنډمهاله او اوږدمهاله لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي:
د دې لپاره چې زموږ بڼ لرونکي او سوداګر په رامنځ ته شوي زیان کې نور هم ډوب نشي پکار ده چې تولید شویو تازه مېوو څخه په فابریکو کې ډول ډول مېوه لرونکي جوسونه جوړ او د ضایع کېدو مخه يې ونېسي. ترڅنګ يې دولت ته پکار ده چې اوږدمهال کې له بېلابېلو لارو کروندګرو او بڼوالو ته د مسلکي کرنیزو زده کړو فرصت برابر کړي ترڅو هغوۍ پوه شي چې څنګه خپلې مېوې په سمه توګه را ټولې کړي، بسته بندي يې کړي، بازار موندنه وکړي، تر بازارونو او خرڅلاو ځایونو يې ورسوي او د تقاضا په اساس يې مارکېټ ته وړاندې کړي.
دوهم د سړو خونو جوړول دي، په دې برخه کې که څه هم نسبي کار شوی او دولت د هېواد په ځينو ولایاتو کې وړې او لويې سړې خونې جوړې کړي خو يادې سړې خونې شته ستونزو ته جواب نشي ویلای او بسنه نه کوي، پکار ده چې د اړتیا په تناسب معیاري او اساسي سړې خونې جوړې، د مېوو د حاصلاتو د ساتلو ظرفیت پیدا او د کروندګرو ياده ستونزه حل شي. د سړو خونو په جوړېدو سره کروندګر کوی شي خپل تولید شوي توکي تر يو ځانګړي وخت پورې په دې خونو کې وساتي او د توکو د قيمتونو د ټيټوالي له خطر څخه يې وژغوري له دې سره کروندګر کوی شي، هم د خپلو مېوو عمر زیات کړي او هم خپل توکې له لنډ وخت وروسته په مناسب او لوړه بیه بازار ته وړاندې او ډېره ګټه لاسته راوړي.
همدا شان تولید شویو مېوو لپاره د بازار د نشتون ستونزه ده، دولت ته پکار ده چې له بېلابېلو لارو داخلي تولید شویو مېوو لپاره داخلي، سیمه ییز او نړیوال بازارونه پیدا کړي چې له امله به يې له يوې خوا تازه مېوې بازارونو ته ورسېږي، د تازه مېوو اړتیا به پوره شي او له بلې خوا به کروندګر او سوداګر له مالي زیان سره مخ نشي او د خپلې کرنې مثبتې راتلونکې لپاره به هیله من شي. په دې برخه کې په نړیوالو نندارتونونو او علمي پروګرامونو کې ګډون او افغانۍ تازه مېوې نندارې ته وړاندې کول او په هکله يې معلومات ورکول، کولی شي تر ډېره ګټور واقع شي.
لکه مخکې مو چې يادونه وکړه د دې واړو ستونزو ترڅنګ ترانزیت هم يوه لویه ستونزه ده، چې کوی شو د داخلي او بهرني ترانزیت یادونه وکړو. ډیری وخت د لارې د خرابوالي له امله زموږ کروندګر نشي کولای خپل کرنیز توکي او تازه مېوې چې زموږ د دې ليکنې اساسي برخه ده، د خرڅلاو تر بازارونو او پېرونکو وروسوي نو پکار ده چې دولت په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، هغه سړکونه چې د هېواد کرنیزې کلیوالې سیمې له ښارونو او بازارونو سره تړي پاخه او په معیاري توګه جوړ کړي، له دې سره به هم تازه مېوې د خرابوالي له خطره وژغورل شي او له بلې خوا به په مناسب وخت کې تر بازارونو ورسېږي.
د افغانستان د ګاونډیوو او سېمو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت برخه کې په دې وروستیو کې لږ پرمختګ شوی؛ د آقینې د اوسپنې پټلۍ، د هرات-مشهد، د ترکمنستان-هرات د اوسپنې پټليو، د چابهار بندر او په دې وروستیو کې د افغانستان-هند ترمنځ د هوایي دهلیز پرانېستنه هغه ترانزیتي لارې دي چې بهر ته به د افغانستان د تولید شویو توکو او په ځانګړې توګه د تازه میوو لېږد آسانه کړي. يادې لارې بهرنیو هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د لېږد لپاره بسنه نه کوي، نو دولت ته پکار ده چې په دې برخه کې بنسټیز کارونه وکړي او شته ستونزو ته د پای ټکۍ کېږدي. که څه هم تېر کال افغانستان د نړېوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، او افغانستان کوی شي د دې سازمان د سوداګریزو قوانینو او آسانتیا څخه برخمن شي او ياد سازمان د نورو هېوادونو له لوري د رامنځ ته شویو خنډونو پر وړاندې آواز اوچت کړي خو بیاهم وخت ناوخت د سېمې او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو له لوري خنډونه رامنځ ته کېږي.
د تازه مېوو پروسس او بسته بندې يا تړل بله جدې ستونزه ده چې دولت او ځانګړې ادارات باید دې برخې ته پام وکړي، له ډېرې مودې راهیسې د افغانۍ مېوو صادرات په سنتي او دودیزه توګه کېږي او د مېوو پروسس او بسته بندي ته دومره پام نکېږي، پکار ده چې دولت کروندګرو او بڼوالو ته فرصتونه او ځانګړې وسایل او تکنالوژی آماده کړي، ترڅو خپلې تازه مېوې په نړېوال ستندرد او معیار بسته بندي او د خرڅلاوو بازارونه ته ېې وړاندې کړي.
او همداشان د هغو بهرنیو تازه مېوو چې افغانۍ مېوو سره ورته والی لري، وارد کېدل هم د افغانیو مېوو د پلورلو بازار سوړ کړی، که چېرې دولت غواړي کرنې سکتور ته وده ورکړي، افغان کروندگر، سوداګر او بڼوالان وهڅوي چې د مېوو او نورو کرنيزو توکو تولید زیاد او د بهرنیو تولید کوونکو پر وړاندې رقابت وکړای شي، نو پکار ده چې پر يادو بهرنیو مېوو وارداتي محصول وضع او له واردېدو څخه يې مخنیوی وکړي.
لکه څنګه مو چې پورته يادونه وکړه دا هغه ټول لاملونه دي چې د تازه مېوو د قېمتونو په ټيټوالي اغیزه کوي، کرنه، کروندګر او د هېواد ملي اقتصاد مو له لوی مالي زیان سره مخ کوي، که دا ټول ذکر شوي ټکي په نظر کې ونیول شي له يوې خوا به د موسم په رارسېدو د پخو تازه مېوو د بيوو د ټيټوالي مخنیوی وشي او له بلې خوا به کروندګر وکړای شي خپلې مېوې په ښه قیمت او لوړ کیفیت داخلي او نړیوال بازارونو ته وړاندې او ښه عاید کړي، چې د صادراتو لوړالی او د عواېدو لاسته راوړل پخپله د کرنې سکتور په ودې، د فقر په را ټېټولو، د کروندګرو د ژوند د سطحې په لوړولو او ملي اقتصاد په پرمختګ کې بنسټیز او ارزښتناکه رول لوبولی شي.
په دې هيله چې د هېواد د کرنې سکتور غوړېدا او اقتصادي پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه پورته شي. د کرنې په سکتور کې شته ستونزې آوارې او د مثبتونو بدلونونو شاهدان واوسو، نور مو کروندګر او سوداګر هېچا ته د سوال لاس اوږد نکړي، له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نشي،هيلې يې را ژوندۍ او په پای کې د هوساینې ساه واخلي. د پرمختللي او په ځان بسیا ګران افغانستان په هيله.