یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / افغانستان د امریکا د ځانگړو ځواکونو د راتگ هرکلی کوي

افغانستان د امریکا د ځانگړو ځواکونو د راتگ هرکلی کوي

دفاع وزارت افغانستان ته د امریکا د ځانګړو ځواکونو د راتګ هرکلی کړی د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي ، د “مشورې او کمک” دا ځانګړي امریکایي ځواکونه به افغان ځانګړو ځواکونو سربیره افغان سرحدي ځواکونو ته چې تازه د دغه وزارت په تشکیلاتو کې شامل شوي روزنه ورکړي. د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش ویل، چې په دې وروستیو کې افغان ځواکونو ته پر نوې ټکنالوژۍ سمبال پوخي تجهیزات رسیدلي چې په اړه یې دا ځواکونه نورې روزنې ته هم اړتیا لري.

جنرال رادمنش وویل ” له امریکا څخه چې دا قطعات د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستې لپاره راځي، ډیرموثر دي، مونږ کولی شو د هغې ټکنالوژۍ په هکله چې تازه زمونږ په واک کې راکړل شوې اضافه معلومات ولرو او د دغو وسایلو څخه کاراخیستل به په دغه حالت کې مونږ د پخوا پرتله نورهم تروریستانو پر وړاندې بریالي کړي او مرسته راسره وکړي”.

د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې افغانستان ته د لومړي ځل لپاره د”مشورې او کمک” ځانګړي امریکایي ځواکونه استوي.

امریکا پوځ ویلي چې دا ځواکونه به د ۲۰۱۸ کال په پسرلي کې افغانستان ته لاړ شي.

امریکا پوځ په اعلامیه کې ویلي چې دا ځواکونه به د یوې لوا په تشکیل کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د مشورې لپاره په افغانستان کې فعالیت وکړي.

د امریکا د پوځ د رسنیو یو چارواکي کریستوفر اوپارد، ویلي چې دا ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *