سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / کرزى او دانگليستان وروستى سفر!
hadad_pic(

کرزى او دانگليستان وروستى سفر!

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

امين الملت سلطان محمود زابلي غزنوي په خراسان کښې مجدالدوله ونيوه کله ،چې يې سلطان محمود ته راوست ،سلطان محمود ترې وپوښتل : په تاريخ پوهيږې ؟ مجد الدوله وويل : هو ! سلطان محمود وويل ستاکارونه تاريخپوه ته  نه پاتې کيږي .

څوک ،چې مشرۍ ته زړه ښه کوي هغه بويه په تاريخ پوه شي که په تاريخ پوه نه وي هغه سړه اوسپنه ټکوي ،انگليستان په دې برخه کښې ،چې کرزي سره مرسته وکړي سوړ شوى ،لکه ،چې روسيه نجيب سره سړه شوې وه. پښتانه وايي پردى کټ ترنيمې شپې دى. دوى سربېره پردې ،چې دافغانستان په تاريخ نه پوهيږي دخپلو خلکو په اصطلاحاتو هم خبر نه دي .

گوردن براون دانگليس صدراعظم په خپلو خبرو کښې کومه نوې خبره ونه کړه داکسفورډ خبروته يې څه زده کوونکي راغلي و دا،چې براون ويلي داردو او دپوليسو په روزنه کښې به مرسته وکړي داهرچاته وايي او په دپلوماتيکو خبرو کښې ويل کيږي ده وويل : طالبان دفاعي حالت کښې دي داښه دفاعي حالت دى ،چې هره ورځ دناټو او حکومتي عسکر وژل کيږي امريکايي هم .

دجگړې سيمه  پراخه ده يو ځاى کښې نه ده .

له ښې مرغې دغو ورځو کښې ،چې حامد کرزى په انگليستان کښې و،دافغان انگليس دلومړۍ جگړې شپې ورځې وې ،چې له هغه ډېر مثالونه پاتې دي ،کوم ،چې دافغانستان او انگليستان لومړۍ جگړه يې پاى ته رسولې وه. دافغانستان روحاني علمي شخصيت حاجي صاحب پاى منار رحمة الله عليه ددوى غازيانو نومونه په ښه توگه يادکړي ،چې دلته داحترام لپاره دهغوى هغه لقبونه هم ،چې حاجي صاحب ورکړي؛ يادوو، هغه دادي  .

بسم الله الرحمن الرحيم

١- جلالتماب خانگل خان تره خېل ( مست زمرى )

دحاجي صاحب کلام :

بل نامور خان گل ( شير مست )

درآن عرصه عريان نهنگي بدست

څوک ،چې رښتيا غازي او مجاهدوي په دې توگه يې نوم پاتې وي .

٢ – جلالتماب امين الله خان لوگري ( جنگي زمرى )

زديگر سو سر پشته آمد دوان

همان ( شير جنگي ) امين الله خان

٣- جلالتماب عبدالله  خان اڅکزى ( بل  تورزن )

زسوى مسلمان يکى صفت شکن

همٍــــــان عبدالله خان بل تيغ زن

جلالتماب عبدالسلام خان پوپل ( زمرى آس ځغلوونکى )

ديگر سو فرس تاز آمد چوشير

سر پشته  عبدالسلام دلير

بميدان چو بيرغچى پا گرفت

پلان بسر زدن دست بالا گرفت .

حاجي صاحب رحمة الله عليه دا صحنه داسې ښيي لکه ،چې ليدل کيږي مجاهد غازي داسې وي ،چې يو سل شپږ پنځوس کاله وروسته يې ترانې ويل کيږي .

١ – ( بل ) يو پښتو کله ده بلول اوربل – اوربند اور بل عسکري قوماندې ته تللې اوهم دپېغلو اوربل ته په فارسي کښې بل شوى ( په ى ) ،چې ” دمان ” هم ويل کيږي بل بل دايو خوراغټ او زړور سړى دى او ياکاله وړاندې دکابل ښارکښې داسې غټ سړى و،چې قربان نوميده هغه يې بل بل دېو باله بل روښانه ،څرگند،اوڅار هره معنا لري حاجي صاحب ،چې بل نامور وايي نامتو بل دى .

بل نامور خانگل شيرمست

داکه وکارول شي ښه خبره ده . ( نامتوبل )

افغانانو باندې خپل ملي اتلان گران دي دهغوى ډېر عزت ساتي تراوسه دهغوى کورنيو ته په درنه سترگه گوري وروسته روس سره په جهاد کښې اصلي مجاهدين پټ پاتې دي.  هماغه وپېژندل شول ،چې دپاکستان او امريکې استخباراتو په رسميت وپېژندل ،چې هفتگانه هشت گانه شول .

دکرزي سفرونه انگليستان ته ډېر و  دابه يې وروستى وي ؛ځکه سياستونه په لويديځ کښې اوښتي دي له دې وروسته به يې څرنگوالى څرگندشي.

حمزه بابا :

چې يې ته دتبسم سره شامل شوې

بيا به پوى شې ،چې دا حال خو نوى  نه دى

حاجي صاحب وايي:

بيا ساقي آن باده درجام ريز

که تاگم کند لات راه گريز

يعنې : ساقي هغه مې په جام کښې راته توبې کړه

چې له پرنگي نه دتښتيدو لار ورکه کړه

لات پرنگي ته وايي ،چې لار ه  ترې نه ورکه شي خو اوس  لار ورته ښيي.

او دادي د ډالرو ماران

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *