یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / سلايډ / د ټرمپ تازه عسکر او د د طالبانو نفوذي تاکتیک
President Donald Trump speaks at Fort Myer in Arlington Va., Monday, Aug. 21, 2017, during a Presidential Address to the Nation about a strategy he believes will best position the U.S. to eventually declare victory in Afghanistan. (AP Photo/Carolyn Kaster)

د ټرمپ تازه عسکر او د د طالبانو نفوذي تاکتیک

حبیب مجاهد

رسنۍ وایي د ټرمپ د ستراتيژۍ له مخې تازه دمي عسکر او ګڼ شمیر امریکایي سلاکاران افغانستان ته را روان دي. خو دا خبره په داسې حال کې د رسنیو سرټکی شوې چې یوه ورځ وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو نفوذي کسانو په امریکایي عسکرو یو داسې خونړی برید وکړ  چې حتی امریکایان یې د نفوذیانو په وړاندې بمبار او د هوایي ځواک کارولو ته اړ کړل.

د ننګرهار پیښې ته په پام سره د ټرمپ د را روانو عسکرو او پوځي سلاکارانو په اړه سمدستې فکر ته دا خبره احضاریږي چې د دې څو سوه عسکرو لپاره به څومره نفوذي  مجاهدین کفایت وکړي. که چیرې هر نفوذي مجاهد لس تنه امریکایان ووژني نو د ټرمپ د زر تنه جنګي سلاکارانو لپاره سل تنه هغه نفوذي طالبان بالکل کافي او په اصطلاح ټک پتری دي چې همداوس په امنیتي لیکو کې د امریکایي عسکرو ضربه کولو ته انتظار باسي.

په دې خبره هم طالبان اعتراف لري او هم امریکایان، د کابل رژیم او ټولې رسنۍ چې په امنیتي لیکو کې طالبانو د سلګونو په شمیر نه بلکې د زرګونو په شمیر خپل نفوذي برید کوونکي داخل کړي دي.که څوک دا وایي چې  په وروستیو دوو کلونو کې ولې د نفوذي بریدونو شمیره کمه وه، ځواب یې دا دی چې په وروستیو کلونو کې د جګړې په ډګر کې د امریکایانو او نورو اشغالګرو حضور کم و  او د نفوذیانو وار ته نه برابریدل. نو ځکه هم د طالبانو نفوذي ملګرو خپل موقعیت وساته او د مبادا د ورځې ته په انتظار پاته شول.

په اوس وخت کې چې ټرمپ د خپلې جنګی ستراتيژۍ له مخې غواړي په افغانستان کې د امریکایي عسکرو او پوځي سلاکارانو شمیر زیات کړي. نو په قاطعیت سره ویلای شو چې د دې کړنې یوازینۍ پایله به د نفوذي بریدونو فوق العاده ډیرښت او ورسره د امریکایي ککرو د رغړیدو او اشغالګرو د مرګ ژوبلې په کچه  کې زیاتوالی وي.

د ننګرهار حمله چې ګڼ شمیر امریکایان په کې مړه او ټپیان شول، تر دې چې اشغالګرو له ډیر خښمه د نفوذیانو په وړاندې الوتکې را وغوښتې، ددې ښودنه کوي چې د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په وړاندې طالبان نفوذي بریدونو ته د خپل عکس العمل او ځوابي تاکتیک د یوه مهم عنصر په نظر ګوري او په دې برخه که یې له وړاندې سیستماتیک کار کړی دی.

نفوذي بریدونه د طالبانو هغه تاکتیک دی چې تلفات او لګښت یې خورا کم خو اغیز او نتیجه یې خورا ډیره وي. دا تاکتیک نه یوازې دا چې امریکایانو ته د سر دروند زیان اړوي بلکې د هغوی په روحیه او جنګي مورال هم وژونکی اغیز کوي. په تیر کې لیدل شوي چې څوکاله وړاندې په داخله وزارت کې یوه نفوذي برید اشغالګر دې ته اړ کړل چې له ټولو وزارتونو خپل سلاکاران وباسي او خپل داخلي ملګرو باندې بشپړ بې اعتماده شي.

څیړونکي په دې نظر دي چې د افغانستان په څو کلنه جګړه کې لکه څنګه چې د افغانستان لپاره د بوش او اوباما جنګي ستراتیژۍ د طالبانو فدایي بریدونو له ناکامۍ سره مخ کړې وې، له علائمو داسې معلومیږي چې د ټرمپ جنګي ستراتیژي به له فدایي حملو سره سره نفوذي بریدونه ناکاموي او له بشپړ شکست سره به یي مخ کوي.

نفوذي بریدونه د طالبانو هغه جنګي تاکتیک دی چې د امریکا جنګي ټیکنالوژي ورته ځواب نلري او نه یې هم اشغالګرو تر اوسه د دفاع نسخه پیدا کړې ده. راځئ د پولیسو، اردو، سرحدي ځواکونو، ملي امنیت، نظم عامه او سپیشل فورس ځواکونو په لیکو کې د هغو اتلانو راتلونکو بریدونو ته منتظر شو چې خپلې د ټوپکو شپیلۍ د مسلمان او افغان په ځای، کافر امریکایي ته برابروي او بیا په یوه ضربه سره د د تاریخ په تندي د ویاړ او سرلوړۍ کارنامه حک کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *