سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبان: نفوذي طالبانو په يوې گډې غونډې بريد کړى
untitleddfdfdffdfdfdfdfd

طالبان: نفوذي طالبانو په يوې گډې غونډې بريد کړى

 

طالب وياند دبيح الله مجاهد په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي  چې د ننګرهار ولایت  سپين غر ولسوالۍ مامندو سیمه کې پر هغه غونډه  نفوذي  بریدونه شوي چې په کې  ګڼ امریکايي افسران او عسکر له داخلي عسکرو سره راټول وه

دبريد  له امله  ۱۶ تنه امریکايي افسران او عسکر ځای پرځای وژل شوي او ګڼ شمیر نور امریکایان ټپيان شوي دي.

برید داسې مهال وشو چې  د امریکايي  ځواکونو افسران او عسکرو په مامندو سیمه کې له یادو قومندانانو سره په یوه غونډه کې ګډون کړی وو.

وروسته دغه دواړه نفوذي قومندانان هم  په ځوابي  برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى

له برید  او درنو تلفاتو لیدو څخه  وروسته سیمې ته امریکايي الوتکي راغلي او پراخه ساحه يې بمبار کړی  چې تر  ۲۵ تنو ملکي خلک يې هم شهیدان کړي  دي

 

برید ۲ تنو نفوذي طالبانو  (قومندان پاچاخان او قومندان میندار) چې د حاجي ظاهر قدیر په ملیشو کې لا پخوا استخدام شوي  وو او د قومندانۍ دندې ور سپارل شوي وي  ترسره کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *