پنجشنبه , 24 مې 2018
کورپاڼه / خبرونه / امريکا نور ١٠٠٠پوځي روزونکي افغانستان ته راليږي
45499_884

امريکا نور ١٠٠٠پوځي روزونکي افغانستان ته راليږي

د سپينې ماڼۍ او پنټاګون چارواکو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له‎مخې شاوخوا زر تنه نور  پوځي روزونکي او ګڼ شمېر جنګي او کشفي بې پیلوټه الوتکې افغانستان ته استول کېږي، څو په هوايي حملو او استخباراتي عملیاتو کې کار ترې واخېستل شي.

افغانستان ته د نورو  امریکايي روزونکو او پوځي تجیزاتو استول، د متحد ایالاتو او افغانستان د رسمي سرچینو له‎خوا تراوسه نه‎دي اعلان شوي، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د داعش ډلې پر ضد په پوځي عملیاتو کې د امریکا د پوځ ترڅنګ د افغان هوايي ځواک ونډه هم مهمه ده. د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش رسنیو ته وویل چې د افغانستان او متحد ایالاتو پوځونه د خپلو نویو ستراتیژیو له مخې همکاري سره کوي.د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ويلي دي “د امریکا متحد ایالات به له دې ټکنالوژۍ څخه په هغو ځایونو کې کار واخلي چې موږ ورته اړتیا لرو. البته له هغو الوتکو څخه چې موږ ته یې راکړي، هم د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد په عملیاتو کې کار اخېستل کېدای شي. دې مسئلې هم زموږ او هم د متحدو ایالاتو په ستراتیژۍ کې ښکاره  کړی دی.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *