سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / خبرونه / خرم دستگير: امريکاته نور استخباراتي معلومات نه ورکوو
C5EC7B56-F47A-4BBE-92CA-DBC554B37988_cx2_cy0_cw93_w1023_r1_s

خرم دستگير: امريکاته نور استخباراتي معلومات نه ورکوو

پاکستان ويلي دي چې له دې وروسته به  له امريکا سره استخباراتي معلومات نه شريکوي دا خبرې د پاکستان ددفاع وزير  خرم دستگير  په يوې خبرپاڼه کې کړي دي

د پاکستان د دفاع وزیر  دستگير زياته مړې چې  د امريکا لخوا پر پاکستان د پوځي  مرستو ځنډولو  په ځواب  کې پاکستان  هم  د امريکا سره  استخباراتي او پوځي  مرستې  د درولو پريکړه وکړه.

د پاکستان  د دفاع وزير ويلي دي چې امريکا  غواړي چې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ  پړه پر پاکستان واچوي. امريکا په افغانستان کې د ميلياردونو ډالرو  دلگولو  سره  سره  د ناکامۍ سره  مخامخ  ده .

امريکا  پاکستان  د ترهگرو نه په ملاتړ تورنوي  او د همدې امله يي  د نوموړي هېواد ۹۰۰ ميليونه ډالري  پوځي    مرسته وځنډوله. پاکستان  د امريکا ددې پريکړې په  ځواب  کې  د نوموړي هېواد سره  د استخباراتو شريکول  ودرولي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *