سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / مونږ له دې حالاتو سره روږدي يو
hadad_pic(

مونږ له دې حالاتو سره روږدي يو

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

امريکا افغانستان ،پاکستان او عراق کښې سرسامه شوى او دې ته اړ ده ،چې انگليستان نه څه زده کړي ؛ځکه انگليستان په دې سيمو کښې دنولسمې پېړۍ تجربه لري ،بېنظير بوټو اوس له خپله کوره دټاکنو لپاره تکل کوي ،چې نور عامو ټولنوته نه شي ورتلاى . په سوات کښې پاکستاني پوځي او ملکي وگړي وژل شوي ،چې افغانستان او عراق سره اوسم شو، ډېره هوښياري يې ډېره خواري شوه !

دبلخ والي عطامحمد نور څو نورو سره  امريکا ته راغلى ،چې امريکا سل ميليونه ډالره ورته ومنل ددې خبرې بنسټ لانه دى څرگند،وليدل شي دې  نه څه رغيږي ؟ پښتنو ته لاپخوا داخبرې شوي :

ناز ،نخرې ،مهر ،خندا فتنې جنگونه

دخپل يار سره هم تازده ،دارنگونه

خوشحال

دافغان انگليستان لومړۍ جگړه :

نامتو استاد احمدعلي خان يوه ورځ داسې ښيي :

” روز چهارم قيام ( ٢٠ رمضان ٥ نومبر ١٨٤٢ ) غازيان آذوقه  فرنگى را از قلعه کميسارى آنها کشيده ومى بردند . انگليسها ها ساعت ١٢ روز ميخواستند قلعه مذکور رامجدداً اشغال کنند وباتوپ آتش بارى شديدى راشروع کردند ولى افراد آنها جرئت حمله رابخود نديدند.”

دادى ،چې مونږ له دې حالاتو سره روږدي يو،خو تل يې دتاريخ پاڼې له مونږ پټې ساتلي ،چې سندرې زده کړي څه ښه خواړه وخوري او ښه کالي واغوندي په دې خبرو پسې مه گرځئ .

بيا جمهوري رياست ،مرستيالان مشاورين  کابينه ،ولسي جرگه ،مشرانو جرگه خړپړ چپه کاکل همداکوي ښويه،ډډ،مينځلى په تلويزيونونو کښې ليدل کيږي .

چې په محفل کښې هغه سترگې نه شته

داپيمـــــــانې دچا لپـــــــــــاره گرځي ؟

ماد وصــــــــــال ځپلي هم ليــــــدلي

چې په بهار کښې بې بهــــاره گرځي

( حمزه بابا )

همدغه دي ،چې حمزه حکيم لا پخوا ليدلي و. مونږ يې اوس وينو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *