دوشنبه , 18 جون 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / امريکا،جاپان او ملگري يې !
hadad_pic(

امريکا،جاپان او ملگري يې !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

کله ،چې کال ٢٠٠١ م وروسته دسپتمبر له مياشتې امريکا ژوبله ښار ماره وخوځېده دده ملگرو هېوادونو ډېره خواخوږي ورسره وکړه. جاپان دامريکې دسون موادو مصرف په افغانستان کښې پرغاړه واخيست دجاپان ملت له امريکا ښه زړه نه لري ؛ځکه دوه يمې لويې جگړې کښې يې اتوم بمونه ورباندې غورځولي و . ناگاساکي  او هيرو شيما ښارونه يې هوار کړي و او وگړي يې وژلي و که څوک پاتې و ،ناروغ او عيب جن و جاپان بې له شرطه تسليم شو،بيا جاپان سره په بيا رغاونې کښې امريکا مرسته وکړه کله ،چې ٢٠٠١ م کال داکتوبر مياشت امريکا پريوامن هېواد افغانستان باندې له ځمکې  او هوابريد وکړ په افغانستان کښې دشمال اتحاد ورسره ملگرى شو،بش دجاپان مثال ورکړ که څه هم افغانستان باندې اتومي بم ونه غورځيد په دوه يمه درجه بمونه يې  (بي ٥٢) الوتکو وغورځول ،بش وويل بيا به افغانستان لکه جاپان بېرته جوړ کړو. هغو افغانانو ،چې بشري ،اسلامي،ملي احساس نه درلود دبش خبروته ډېر خوشحاله  شول او همدغه حالت يې خپله نيکمرغي وبلله .

په کندوز ،مزارشريف ،هرات ،کابل ټول افغانستان کښې دطالبانو په نوم ډېر پښتانه ووژل شول . کندهار کښې تر هرځايه وژنه ډېره وه دطالب شهيدانو قبرونو ته خلک ورتلل هغه يې نه پرېښودل ،چې زيارتونه به شي افغانستان جاپان نه شو ،جاپان وويل ،چې وروسته له دې کومه مرسته يې ،چې کوله هغه نوره نه کوي او هغه وخت هم پاى ته رسيدلى و. دامريکې سفير توکيو کښې وويل : که جاپان نوره مرسته ونه کړي دابه نوروهيوادونو ته ،چې امريکې سره مرسته کوي يو بدپيغام وي په دې ډول اروپايي هېوادونه هم خپلو خلکو سره لکه  جاپان په شخړې کښې پاتې دى . امريکا ټولې نړۍ کښې يوازيتوب ته روانه ده ،بيا غربي هېوادونه دامريکا ملانه شي تړلى اروپا او جاپان داوينې ،چې سړه جگړه بېرته  راتلوکښې ده.

بش دامريکې جمهور رييس په خپل مهارت نورې خبرې لکه دايران ،برما،کيوبا سوډان وخوځولې دامريکې بهرنۍ وزيرې ايران باندې داقتصادي بنديزونو غږ وکړ ،چې دامريکې دماليې وزير  هم ورسره و ،اروپايي هيوادونو ايران سره ډېرې اقتصادي اړيکې لري له بلې خوا اروپايي هېوادونه ايران سره خپلې اړيکې ډېرې نه ويجاړوي  دومره لار ځانته پريږي دي ،چې دخپلو تېلو او نورې اړتياوې له ايران څخه بشپړې کړي کوم اور ،چې دکليفور نيا په جنوب کښې  بل شوى يو ميليون خلک يې بې ځايه کړي او بې سارى  دى . حامدکرزى ،چې انگليستان کښې بې گټې هلې ځلې کوي دى غواړي ،چې انگريزانوته سبق ووايي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *