دوشنبه , 18 جون 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / کرزى بيا په انگلستان کې
hadad_pic(

کرزى بيا په انگلستان کې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
د ١٣٨٦ لمريزکال د تلې د مياشتې په دېرشمه نېټه بيا حامد کرزى په انگليستان کې و، په انگليستان کې دا پلا له ملکې او شهزاده چارلز سره هم گوري ددې لپاره ،چې د انگليستان په سياست کښې د افغانستان په برخه کښې بدلون راغلى هغوى غواړي،چې دپخوا په شان دافغانستان انګليس په جګړه کې، چې ١٨٤٢ م کال کښې وه شاه شجاع په بالاحصار کښې د پادشاه په نوم ناست و. امير دوست محمد د شمالي له غازيانو پټ راغى او بالاحصار ته نژدې، چې مکناټن له هوا خورۍ راګرځيدلى و ده يې پښې ونيولې او تسليم شو. هغه مهال عکاسي نه وه انگليسانو دغه صحنه رسم کړه، چې هر ځاى موندل کيږي انگليسانو دى هند ته وليږه او هلته يې خبرې ورسره وکړې او يو لړجوړې ته سره ورسيدل بياوروسته راغى ،چې دده ځوى وزير اکبر خان يې هر کلي ته ورغى.
اوس دا ويل کيږي چې طالبانو سره خبرې کيږي، چې د انګلستان د دفاع وزير ((بروان)) ويلي و، چې اسلامي حل دې وشي اکسفورډ هم يو راپورجوړکړى و، چې پوځي حل نه شي کيداى اوس کرزى ټولو باندې گرځي اکسفورډ ته هم ځي، چې خپل دلايل ووايې او د هغوى پام ځان ته راواړوي په دوه يم افغان انگليس جنگ کښې د انگليسانو خبرې له اميرعبدالرحمن خان سره وشوې په داسې حال کښې پادشاه امير محمد يعقوب خان و .
داسې روغې جوړې د انګليسانو اوسردارانو ترمينځ ډيرې شوي دي .کوم لوى افغانستان ،چې په اتلسمې پيړۍ کښې ميرويس نيکه او احمدشاه بابا جوړ کړى و سردارانو بشپړ وران کړ يوازې يې د کابل پادشاهي غوښتله په دې ، چې د کابل هوا ښه ده او(( وريجې غوښې په کښې ډېر خوند کوي))
په هند کښې چې کوم سرداران ول د هغوى ښيرا دا وه، چې ((خداى د کابل له پادشاهۍ بې نصيبه کړه )).
دتاريخ کنډو دوى رواست لومړى سرداران له انگليس سره دوه يم کمونستان له روس سره درېيم ډالر ديموکراسي له امريکا سره داعلت دى معلول ډېردي کله، چې دوى خپل مقام ته ورسيږي بيا ؛نور… دافغانستان خلک د سولې او آبادۍ دښمنان بولي ، چې ترسره يې نه کړي بيا وايې د امن جرګه دوى چېرته ،چې دي هملته يې پريږدئ، چې دکابل وريجې غوښې ډېر خوند کوي له دې ها خوا دوى په څه خبر نه دي نور خلک د ميرويس او احمدشاه ارمان کوي سترگې يې هغه خواته دي ، چې څوک ولاړ دي ؟
اوس ځو د وصيف ساکزي ليدوته وصيف سکزى د سيستان په تاريخ کښې موندلى شو ،چې زمونږ په ذهن کښې يوه هوا وچليږي سکزى د ملک الدين والدنيا يعقوب ارمان کوي ،چې لوى افغانستان ورسره و، تر هغه وړاندى د رحمان بابا خبره کيږي، افغان تخيل، د کابل غوښې وريجې نه دي هغه نورې خبرې دي.
مرتبه به دې د مچ او د ميږي شي
زړه په غوړو غوښومه تړه هماى
(رحمان)

په دې پوه شو، چې مچانو سره خبرې دي دا د هما له مقام سره نه دي محمد وصيف سکزى يو پښتون اديب له لوړو خيالاتو سره و په درېيمه هجري پيړۍ کښې دصفاري پادشاهانو منشي او د ديوان خاوند و، کله،چې صفاريانو د بغداد دنيولو هڅه وکړه، چې لويه امپراتوري وه، بياهلته د يعقوب صفاري اردو او بولاندې شوه، چې ددجلې سيند پرې راخوشى کړى شو وروسته ده سره ارمان پاتې شي د لوى افغانستان حدود ښيي

مملکتى بود شده بې قياس

عمرو(١) بر آن ملک شده بودا اس

از حد هند ، تابحد چين وترک

از حد زنګ تابحدروم وګاس

دولت يعقوب دريغا برفت

ماند عقوبت بعقب برحواس

ناس شدند سناس(٢) آنګه همه

واز هم نسناس ګشته ناس

شعر څه ډېردى او ډير تفصيل غواړي، چې د کليفورد بارسوث په وينا دوى د کوشاني يا کوچياني پېر ژوندى کړى و.

د اميرامان الله تر مهال بياوروسته د افغان د پاره د انګليس دوستي عيب و. هر چا غوښتل داسې وښيي ، چې انگليسانوسره نژديوالى نه لري او په دې يې وياړ کاوه اوس بيا داسې دى، چې ليدل کيږي.

وصيف سکزى وايي : ناس نسناس شول يعنې سړى ناسړى شو هغه مهال ،چې لا ژبه د ملي هويت برخه نه وه ډيرو پښتنو مشرانو فارسي يادري به ويله .

دسيستان په تاريخ کښې داجمله په دې ډول راغلې (( باز محمد بن مخله هم سکزى بود مردى فاضل بودوشاعر نيز فارسى ګفتن ګرفت)) چې يوه پښتون په فارسي خبرى پيل کړې، چې دا خبره په درېيمه هجري پيړۍ کښې شوې او تاريخ ساتلې ده اوس بيا څوارلسمه هجري پيړۍ ده اوس د پښتنو خلاف ډېرې خبرې کيږي ،خو ټولې له ناپوهۍ ، چې دوى له تاريخ ناپوه دي .

شوګيرو راته د ميني هر منزل رڼا رڼا کړو

ستا د زلفو بله واخلم ، زما فکر يې رساکړو

داسې نوى لېونتوب دې اشنا چيرته و ساتلى ؟

د شلولو په شکل کښې دې ګريوان راته خطا کړو

داسې شوي او داسې کيږي بيا که پښتانه خپلو تاريخي مشرانوته وګوري لار به يې رڼا رڼا وي، چې ترې خطا نه شي.

__________________________________

( ١)عمرو ليث دساکستان پادشاه و

(٢) نسناس دناس ضد دى سړى او ناسړى کله ،چې سړله سړيتوبه ووځي او ناسړى شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *