یکشنبه , 22 اپریل 2018
کورپاڼه / سلايډ / د ټرمپ بایللي قمارونه
Trump1

د ټرمپ بایللي قمارونه

خالد افغان زوی

ټرمپ چې خپل ټاکنیز کمپاین چلاوه، نو ویل به یې د متحده ايالاتو له جنوبي ګاونډي مکسیکو سره دیوال وهم، د چین په مصنوعاتو به تعرفه دومره لوړه کړم چې امریکایي بازارونه یې له اقتصادی اشغال نه خلاص کړم،د نړیوالې تودوخې د مخنیوي له تړون څخه به ځان وباسم او داسې نور ګواښونه چې نوموړي په خپل تعبیر د امریکا د عظمت د بیا راژوندي کولو لپاره اساسي اقدامات بلل.

خو ټرمپ له دې ناخبره و چې اوس د یوقطبي نړۍ دوران تیر شوی او د امریکایي پیړۍ، نیو ورلډ آرډر او پر دنیا د یکه تاز امریکایي حاکمیت خوبونه د هلمند او دجلې سیندونو اوبو له ځان سره وړي دي.اوس د امریکا له سترګو برګولو چندانې څوک نه ویریږي. همدا لامل دی چې د ټرمپ اقدامات یو په بل پسې له له ناکامۍ سره مخ کیږي او په نړیواله سطحه د امریکا اعتبار او حیثیت ته زیان رسوي.

ټرمپ چې د اقلیم ساتنې لپاره د رامنځته شوې ( پاریس معاهدې) څخه امریکا وایستله، نړیوالو ته یې پیغام ورکړ، چې نور امریکا هغه امریکا نه ده چې په نړیواله کچه د بشر د حق ساتلو مدعي بلل کیدله. امریکا اوس خپلچارې او په خپلو ګټو تردې حده مینه ده چې که د کارخانو او اقتصادي ماشین چلښت یي د ټولې نړۍ د تباه کیدو پایله هم ولري دوی ورباندې باک نه کوي.

له شمالي کوریا، ایران او ګڼو نورو هیوادونو سره د ټرمپ بې باکانه جنجال او د لویدلیو ادبیاتو کارولو د دې نوي امریکایي مشر خاصیت بربنډ کړ چې له امله یې د سپینې ماڼۍ او امریکایي حکومت حیثیت نور هم زیانمن شو. خو کله چې ټرمپ دفلسطین په قضیه کې کاملا ظالمانه دریځ خپل کړ او بیت المقدس ته یې دامریکایي سفارت د لیږد اعلان وکړ، په دې اعلان سره په لومړي ځل امریکا له ګردې نړۍ سره په مواجهه کې راغله، حتی د امریکا تاریخي مؤتلفینو او دودیزو ملګرو هم د سپینۍ ماڼې موقف وغانده، تر دې چې د ملګرو ملتونو په ټولنه کې د غړو هیوادونو مطلق اکثریت  ۱۲۸ هیوادونو د امریکایي دریځ څرګند مخالفت وکړ او د هغه پر خلاف یې رأیه ورکړه.

په افغانستان، سوریه او نورو هیوادونو کې په جګړه ټینګار، شمالي کوریا او ایران ته جګړه ایز ګواښونه او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې له نورو هیوادونو سره توند چلند او ناموجه اقدامات د ټرمپ هغه قمارونه وو چې نوموړي ترې د ګټې تمه درلوده، مګر پایلې داسې ثابتوي چې امریکا په دې قمارونو کې تاوان کړی او پرته له دې چې څه ترلاسه کړي خپل پخوانی اعتبار او حیثیت یې هم بایللی دی.

د سیاست په نړۍ کې هر اقدام او سیاسي مانور چې د څومره ګټې احتمال لري که چیرې په بدو واوړي همدومره زیان هم پیښولی شي. د ټرمپ وروستني اقدامات د داسې بایلنو نغد مثالونه دي. ټرمپ هیله درلوده چې په دا وړ یواړخیزو اقدماتو به نړیوال وویروي او د خپل زړه خبرې به پرته له چون او چرا ورباندې ومني، اما نړیوالو د ټرمپ په وړاندې مقاومت وکړ، امریکایي جهت یې د یوه مغرور او بې مغزه اړخ په حیث تشخیص کړ  نو ځکه یې ورسره لار نه یووړه.

همدا اوس د ټرمپ د بې باکانه پالیسیو له امله امریکا د سیاسي اعتبار له اړخه په تر ټولو بد حالت کې قرار لري. امریکا نه یوازې له روسیې، چین او ګڼو نورو هیوادونو سره په مواجهه کې راغلې بلکې حتی د خپلو اروپایي ملګرو په منځ کې یې هم اعتبار مخدوش شوی دی.

ټرمپ چې د خپلو لیونیو اقداماتو له مؤثریت څخه مایوس شوی دی، نو اوس یې حوصله بایللې او خپل پام په ټويټر غلطوي، هغه ته اوس یوازې د خولې ګواښونه او پټکې ورپاته دي او یا هم  د خپلو ناکامو هیلو په ټویټ کولو سره د زړه بړاس باسي. خو نوموړی خبر نه دی چې خلک راپوهیږي چې په هره خوا کې یې ورخ رانه وړی او معلومه خبره ده چې اوبووړي ورخونه د ټویټر په دوه لیکي پوسټونو نه راټینګیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *