سه شنبه , 23 جنوري 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دا په ٢٠٠١ م کال کې ،چې دبش مستي وه
hadad_pic(

دا په ٢٠٠١ م کال کې ،چې دبش مستي وه

ارواښاد قدرت الله حداد( فرهاد)

کمونستي او ديموکراسي نه شي کولاى داسلام ځاى په اسلامي هېوادونو کښې ونيسي . داتجربه شوې ده ؛نو داثابته او څرگنده ده ،چې تاريخي کنډو افغانستان عراق او پاکستان کښې راغلى اوايران کښې نه دى راغلى په ٢٠٠١ م کال کښې ،چې دبش مستي وه ايران په يوه چم ځان ترې وساته کله ،چې مستي يې خلاصه شوه اوس ورسره ډغرې وهي روسيه ،چې دامريکې په لومې کښې راغلې وه په وتوشوه کرزى ،مالکي ،مشرف او بوټو ،چې خپلو هېوادونو ته يې تاريخي کنډو راوستى په تاريخ کښې به دملت ملي ميرڅمن او دښمنان وي داپرته له هغه دي ،چې ملي خپلواکي ،ناموس او دود له منځه تللى دى دوى ته څوک په ښه سترگه اوس هم نه گوري. دبشريت له سترگو همداسې دى دوى پورې خاندي ،چې پلورل شوي دي په تاريخ کښې ټولې هلې ځلې دخپلواکۍ لپاره دي داسمه ده ،چې امريکا اروپا خپله وسه وکړي بيا به دادومره مهال پاتې وي ،چې نويو نسلونو پورې ورسيږي بيا به دانړۍ په طبعي آفتونوکښې خپل توان له لاسه ورکړى وي . داد غلامۍ هڅې به خپل هوډونه له لاسه ورکړي افغانستان پاکستان ( شمال هند ) عراق دمغلو په ناتار کښې همداسې شوى و ،چې بيا له خاورو پورته شو انگليس راورسيد او دا دانګليس دوه يمه هڅه ده ،چې غواړي خپله امپراتوري جوړه کړي ،بيا اوس له ځمکې او آسمانونو حالات بدل شوي خلک هم په خير او شر پوهيدلي که چېرې امريکا ايران باندې ودانګي روسيه به هم داوکړي په دې پلمه ،چې دخپلو سرحدونو امنيت ساتي په افغانستان کښې روسيه دملي جبهې پلوي کوي ؛جگړې به بېرته پيل شي بيا به هم کومه گټه تر لاسه نه کړي اوس ،چې قبايلو کښې جرگې جوړيږي دا له هغو سره توپير نه لري ،چې انگليسانو جوړولې .

شته ژوند په ميخانه کښې خو لويدل به کښې نه وي

زما دهوش قدمه لغزيدل به په کښې نه وي

بوږنيږه ترېنه مه ،زما افکار اور اور کي دي

رڼا به درکوي خو سوځول به په کښې نه وي

آشنا وى مينه ښه ده خو يوه خبره واوره

بس دا چې دلمنې نه راښکل به په کښې نه وي

ستا ناز مې پښتو اخلي خوغرور زغملى نه شي

دايوزماپه سترگو ،خودابل به کښې نه وي

ديدن دښکلي يارته اجازه درکوم لاړشه

ليکن پښتنې اوښکې څڅېدل به په کښې نه وي

حمزه دخپل خرد په بهاته يې پيداکړى

ديار دکوڅې لارې ورکيدل به په کې نه وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *