یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / سلايډ / د امريکا هيواد لنډ تاريخ

د امريکا هيواد لنډ تاريخ

سيد هلال نوراني

دغه څيړنه کې د امريکا لنډ تاريخ، داخلي، خارجي جګړې او بعضي تکتکونه په مختصرو نقطو کي ليکل شوي دي.
هيله ده چي د استفادې وړ مو وګرځي.

د امريکا هيواد چي نن څخه تقريبا ٢٤٠ کاله مخکي جوړ شوی يو هيواد دي، چي د انګليسانو د مستعمري کالوني بڼه يي درلودله. د انګليسانو وروسته هسپاني، پورتګال او فرانسي هم هلته د يوې ښي برخي تر لاسه کولو لپاره امريکا ته داخل شول. امريکا چي د انګليسانو او ورسره نورو استعمارو دولتونو له ډير فشار او درنو ماليو څخه ډيره تنګه راغلي وو؛ نو بلاخره مجبوره شوه چي د فقر، د هغوی د اشغال او فشارونو څخه د خلاصون لپاره د شته دولتونو خلاف د آزادي لپاره په کار شروع وکړي. چي دغه مبارزه په ١٧٧٦ م کال د جولاي مياشت په څلورمه د جورج واشنټن په مشري نتيجه ورکړه.

خو سره ددي چا يي آزادي په رسميت ونه پيژندله تر څو اوه کاله بعد په ١٧٨٣ م کال د پاريس په کانفرانس کي يي انګليسانو آزادي قبوله کړه. له هغي وروسته نورو هيوادونو په رسميت پيژندلو سره بالاخره په ١٧٨٧ م کال کي د مکملي ازادي خاوند شو.

د امريکا ډير برخه تاريخ چي په جنګونو کي تير شويدي. چي دهغي له جملي څخه بعضي داخلي او ډيري يي خارجي دي. د داخلي جنګونو څخه يي د تورپوستو او سپين پوستو جګړي مشهوري دي. چي صرف د جمهور رئيس لينکولن د دوري په کشمکشونو کي شپږ لکو وګړو ژوند له لاسه ورکړ او دوه لکه يي مستقيما ووژل شول.

د امريکا بهرني جګړۍ زياتي دي چي بايد په ښه شکل سره وڅيړل شي او د يو بېل علمي کار پڅير د خلکو استفادي ته وړاندي شي. په لنډ ډول که يو څو جګړو ته يي ځېر شو نو معلوميږي چي اکثره جګړو کي امريکا د توازن او د موقع ليدلو ته ډير پام کوي. د دوو نړيوالو جنګونو کي د قوتونو د جنګي انرژي کمزوريدلو وروسته جنګ ته داخليدل او يا هم

کله چي افغانانو د روسيي اتحاديي ته ماته ورکړه او پر پنځلسو هيوادونو يی وويشله، او د نړۍ د سوړ جنګ شرقي پايه يي په هغه وخت کي له منځه ويوړله. نو افغانستان د لويو تلفاتو سره سره د جنګ څخه ستړي شوي يو پهلوان ته ورته شو. چي په ډيره کمه مداخله د چپه کيدو جوګه وو. نو پدغه وخت کي د امريکا مداخله او هر څه پخپل تسلط کي نيول يي يو بل مثال دي.

امريکا چي د خپلي ايډيالوژي په مقابل کي ولاړ شرقي قطب کمونيزمي ايډيولوژي په لويدلو او د هغي فکر په ورکيدلو شاهده شوه. نو د هغي څخه وروسته په دنيا کي دغه دولت د فنومن (په تنها ځان پر دنيا حاکم) هيلو او ارمان ته نور په نږدي کيدو وو . په دنيا کي هم تقريبا د امريکا د ايډيولوژي خلاف نور څوک نه وو پاتي. صرف ټوټي ټوټي کړل شوي او سل کلونو نه زيات د یووالي څخه لري مسلمانان او د هغوي ارزښتونه ددي ايډيولوژي خنډ ښکاريده. د ستر تاريخ، قوي نړيوال فکر او ځانته خپل مکمل نظام لرونکي مسلمانانو ته يي بيا د مبارزي مکمله مخه واړوله او د قطبي جنګ قوه به د هغي نه بعد ټوله په مسلمانانو وارديږي. نو د خپل يو نوي رقيب پڅير يي قبول کړل.

او د هغوي سره يي هر اړخيزه مبارزه شروع کړه. د مسلمانانو نومونو بدولو لپاره يي پروژي شروع کړي ددي لپاره د پخوا څخه په فعاليت رواني مستشرقي ډلي د نور زيات فعاليت لپاره تشويق شوي. او نور هر څه ضروري تدابير ونيول شول.

صرف د حربي جنګ شروع کولو لپاره هم يوي بهاني ته اړتيا وه. هغه هم د دوو برجونو په نړولو سره تياره شوه. دا چي دغه برجونه چا وويشتل او څنګه ونړول شول پدي هکله تر اوسه پوري چي تقريبا شپاړس کاله کيږي کره ندي. که څه هم د امريکا دولت په يو عربي تجار اسامه بن لادن پړه اچوي مګر اکثره تحليل کونکي دا نه مني. او په دليل کي وايی په يو راداري سيسټم کي څنګه کيدلای شي چي طياري د يو دولت ته داخلي شي او برجونه د وولي دا ناممکنه ده ځکه چي امريکا لا څه چي يو نورمال هيواد ته طياري له رادارا په موجوديت کي نشي تيريدلای. که په رادار څوک نه پوهيږي نو د روسيي طياره چي نږدي وخت ټول پري خبر شو د ترکي سرحد ته په رانږدي کيدلو سره ويشتل يی يو ښه مثال دي.

که فرض کړل شي چي طياري د راداري سيسټم څخه تيري شوي او فرض کړي ټولي مهمی سيمې يي پرښودي صرف دغه دوه ساختمانو لپاره يي د امريکا په ښارونو کي اوږدي فاصلي وروسته يي ځان ورسره ووهه.

نو که چيري طياره د يو ساختمان سره ټکر وکړي نو بايد ساختمان داسي راولويږي چي نور تعمرونه هم ځان سره خراب کړي. مګر هلته ګورو چي داسي څه نکيږي، د طيارو په جنګيدلو سره تعمرونه خاوري غوندي دوړيږي، چي دا ټول د فزيکي قوانينو خلاف ده. نو دلته صرف يو احتمال پاتي کيږي چي دغه ساختمانونه خپله د جوړيدو مخکي په تهدابي شکل د بمونو پواسطه د پروژي په اساس ايار کيدل دي. دغي احتمال د ساختمانونو د دوړيدو مسﺉلي ته ځواب وايي.

نو ددغي بهاني تيارولو سره سم امريکا دهغه وخت جمهور رئيس جورج بوش د صليبي جنګونو کلمه استعمال کړه او هغي نه بعد د ټولي اسلامي نړۍ خلاف يي يو جنګ پيل کړ، چي دغه جنګ په بعضو اسلامي هيوادونو کي چي سياسي حالت يي څه برابر وو د سوړ جنګ بڼه درلودله لکه ماليزيا، اندونيزيا، بعضي عربي هيوادونه او نور. او کوم هيوادونه چي سياسي حالت يي ښه نوه او يا هم له جګړو نوي راوتلي وو او يا هم د سياسي لوبي کولو لپاره پکي اسانتيا موجوده وه مستقيما مسلحانه حمله يي وکړه. لکه عراق چي د ايران او منځني ختيځ جګړو کي سټړي وو او داخل کي د شيعه او سني پڅير يو بيلونکي عنصر هم موجود وو. چي د يوې په دوستي سره د بل وهل او د داخلي جنګ جوړولو لپاره مناسبه فضا جوړيدلای شوه. او په اسانه سره د تسلط لاندي راتللای شول. چي همداسي هم وشول کله چي امريکا داخليده نو د بغداد دروازي ورته خلاصي وي، په اساني سره يي صدام هم دار ته خيژولو باندي بريالي شول. د افغانستان مثال ته مي د مقالي په سر کي يو څه اشاره کړي وه او بسنه پري کوم ځکه چي پدي هکله يو مستقل کتاب ليکلو ته اړتيا ده.
نو په لنډ ډول ټول ددي جنګونو شاهدان يو چي يو سر عراق بل يي افغانستان، يو يي سوريه بل يي په فلسطين کي د قدس پڅير مسﺉلو غوندي ورسره مخامخ کيږو.

څرنګه چي په دنيا کي د لوي نفوس لرونکو مسلمانانو په خلاف جکړه کول مشکل دي، نو له يوي مخي د تفرقي مسئله او له بل طرفه هغه اتحاديه چي د روسيی خلاف جوړه شوي وه، يعني ناټو نور به د دغه نوي هدف لپاره استعماليږي.

او دي ته ورته ستراتژيګاني او تکتکونه نور هم پکار واچول شول چي د ټولو يادول د مقالي محتوا اوږدوي خو په لنډ ډول که هغه ټولي استراتيژګاني که له نظره تيري شي او د رسول شويو ګټو او ضررونو لمخي تحليل شي، نو جوتيږي چي ټولو نه زياته ضربه مسلمانانو ته دخپل منځي جنګونو پروژي رسولي همدارنګه د ټولو نه ډيره ګټه هم خارجي قوتونو ته رسيدلي ځکه چي د خپل انرژي مصرفولو پرته ډيرو هدفونو ته د رسيدلو زمينه ورته برابره شوي.

دټولو دوستانو مننه چي ليکنه يي تر دغه ځايه ولوستله.

څرنګه چي دغه موضوع ډيره پراخه ده او ماسره د وخت د نشتون له وجهي دلته ورته پاي ورکوم. اميد لرم چي دغه موضوع دي د يو ښه کتاب په شکل وليکل شي او استفادي لپاره د وړاندي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *